ads

لا هم اندېښنه

سره له دې چې په وروستيو څو كلونو كې په هېواد كې د روغتيايي خدمتونو لپاره پراخې هڅې روانې دي، خو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونيسف) لاهم د ميندو د مړينې پر لوړې كچې د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي چې افغانستان لا هم د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په […]

نویسنده: The Killid Group
1 سلواغه 1392
لا هم اندېښنه

سره له دې چې په وروستيو څو كلونو كې په هېواد كې د روغتيايي خدمتونو لپاره پراخې هڅې روانې دي، خو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونيسف) لاهم د ميندو د مړينې پر لوړې كچې د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي چې افغانستان لا هم د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په كتار كې راځي چې د ميندو د مړينې كچه په كې لوړه ده.

سره له دې چې په وروستيو څو كلونو كې په هېواد كې د روغتيايي خدمتونو لپاره پراخې هڅې روانې دي، خو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونيسف) لاهم د ميندو د مړينې پر لوړې كچې د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي چې افغانستان لا هم د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په كتار كې راځي چې د ميندو د مړينې كچه په كې لوړه ده.

په جنوبي اسيا كې د يونيسف سيمه ييزې مشرې كارين هولشف په كابل كې په يوه غونډه كې وويل، سره له دې چې پرمختګ شوى، خو د افغانستان په ډېرو ولايتونو كې ميندې او ماشومان روغتيايي لومړنيو خدمتونو ته لاسرسى نه لري او د ميندو او ماشومانو د مړينې كچه د اندېښنې وړ ده.

د عامې روغتيا وزيره ډاكټر ثريا دليل د ميندو او ماشومانو د مړينې اصلي علت لوږه، اقتصادي ستونزې او نامناسبه تغذيه بولي او وايي، دا وزارت په دې هڅه كې دى چې د روغتيايي پروګرامونو او د ماشومتوب د دورې د واكسينونو په پلي كولو سره به د ميندو او ماشومانو له مړينې څخه مخنيوى وكړي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په هرو ۱۰۰ زره ژوندي زېږونونو كې ۳۲۷ ميندې خپل ژوند له لاسه وركوي او په هرو دوو ساعتونو كې يوه ښځه د ولادت پر مهال مري.

د عامې روغتيا وزارت مسوولين دا هم وايي چې د ميندو او ماشومانو د مړينې د كچې د راټيټولو لپاره يې د نورو بنسټونو په همكارۍ نوي پلانونه او پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي.

د ياد وزارت د پلان او پاليسۍ رئيس ډاكټر عبدالقدير قدير له دې پلانونو او پروګرامونو څخه داسې يادونه كوي: (( د عامې روغتيا د رياستونو د كاركوونكو د ظرفيت لوړول او په روغتيايي مركزونو كې هغوى ته د زده كړو وركول او همدارنګه د قابله ګانو روزل د دې پروګرامونو يوه برخه ده.))

د نوموړي په وينا، دا پروګرام په دوو راتلونكو كلونو كې په ۱۹ ولايتونو كې پلى كېږي چې په پلي كېدو سره به يې د ميندو او ماشومانو په مړينه كې د پام وړ كموالى راشي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال ۳۴ فيصده زېږونونه د قابله وو او مسلكي كسانو په وسيله سرته رسېږي.

اغېزمنې لاسته راوړنې

د عامې روغتيا وزارت وياند كنشكا تركستانى وايي، اوسمهال د پام وړ كمى د ميندو د مړينې په كچه كې راغلى او دوى هيله من دي چې په دې برخه كې به لا زيات برياليتوب ترلاسه كړي.

د هغه په وينا، په تېرې يوې لسيزې كې په ۱۱هغو ولايتونو كې د روغتيايي مركزونو شمېر درې برابره زيات شوى چې د نړيوال بانك لخوا د تمويل شويو پروژو تر پوښښ لاندې دي: (( د روغتيايي مركزونو شمېر له ۱۴۸ نه ۳۲۴ مركزونو ته رسېدلى، له ۲۰۰۰۰ څخه زياتو  سيمه ييزو روغتيايي كاركوونكو چې نيمايي يې ښځې جوړوي، لازمې مسلكي زده كړې تر لاسه كړي او د هېواد بېلابېلو سيمو ته لېږل شوي چې په پايله كې يې د زېږونونو ترمنځ د واټن راوستو لپاره روغتيايي مشورو ته د ښځو او واكسين ته د ماشومانو لاسرسى زيات شوى دى.))

نوموړى زياتوي، د يادو پروژو له پيل څخه دمخه د روغتيايي مركزونو او روغتيايي ښځينه كاركوونكو شمېر په سلو كې ۲۵ وو او اوس په سلو كې ۷۴ ته لوړ شوى دى، همدارنګه  د روغتيايي فعاله مركزونو شمېر له ۴۹۶ مركزونو څخه څه باندې۲۰۰۰ مركزونو ته رسېدلى چې دې ټولو فعاليتونو په هېواد كې د ماشومانو د روغتيا د ساتنې او د ميندو د مړينې د كچې په راكمېدو كې مهمه ونډه لرلې ده.

له ۲۰۰۳ ميلادي كال راپدېخوا نړيوال بانك د افغانستان د بيارغونې له صندوق سره يوځاى په ټوليز ډول د روغتيا له سكټور سره ۳۳۵ ميليون ډالره مرسته كړې ده.

ټاكل شوې ده چې د افغانستان د بيارغونې د صندوق تمويلوونكي د اروپايي اتحاديې په ګډون ۲۷۰ او افغان دولت ۳۰ ميليونه ډالره نور د دې پروژو د تمويلولو لپاره برابر كړي.

له وروستيو پرمختګونو سره سره د روغتيا برخه زموږ په هېواد كې له زياتو ستونزو سره مخ ده، د نويو زېږېدليو ماشومانو او له پنځو كالو څخه د كم عمره ماشومانو د مړينې او د ماشومانو د خوارځواكۍ كچه د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله لوړه ده.

په سلو كې ۵۵ له پنځو كلونو څخه كم عمره ماشومان له مزمنې خوارځواكۍ څخه رنځ وړي او ښځې او ماشومان د ويټامينونو او منرالونو له جدي كمښت سره مخ دي.

د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي، د يونيسف د ادارې، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او د نړيوال روغتيايي سازمان په ملاتړ به ډېر ژر د ميندو او نويو زېږېدليو ماشومانو د صحت بارورۍ پروګرام په افغانستان كې پلى شي چې په دوو راتلونكو كلونو كې به د ميندو د مړينې كچه له  ۳۲۷ ميندو څخه۹۷  او له ۹۷ نويو زېږېدليو ماشومانو څخه، ۸۵ ماشومانو ته راټيټه شي.

د يادونې وړ ده چې د ميندو او ماشومانو د مړينې اصلي علت په افغانستان كې له وخت څخه دمخه زېږون، اساسي روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسى، نامناسبه تغذيه او د سينه بغل ناروغي ده.

د نرسانو كمه شمېره

د ميندو د مړينې د كچې د لوړوالي يو مهم علت د نرسانو كمه شمېره ده. که څه هم اوسمهال په ټول هېواد كې نږدې ۵۵۱۱ تنه نرسان چې ډېرى يې نارينه دي او د هېواد د اړتیا په سلو كې ۵۰ هم نه شي پوره کولای، شته خو د عامې روغتیا وزارت دا شمېره كمه ګڼي او وایي، د ښځينه نرسانو شمېر بايد اتيا فيصده ته ورسېږي.

د افغانستان په دودیزې ټولنه کې ډېرى نارینه دې ته نه حاضرېږي چې خپله خور يا مور نارینه ډاکټر یا نرس ته ورولي.

د ښځینه نرسانو شمېر په هېواد، په تېره بيا په لرې پرتو سيمو او ولسواليو كې ډېر كم دى.

د كابل پوهنتون د معالجوي طب د پوهنځي مشر ډاکټر سید قمرالدین حافظ په دې باور دی چی نن سبا د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مسلکي او باظرفیته نرسانو ته سخته اړتيا ده، ځكه د هغه په وينا، د درملنې د بهیر په ښه ترسره کېدو كې نرسان ستر رول لوبوي.

بايد وويل شي چې په ټول هېواد كې د قابله ګانو شمېر ۳۵۰۰ تنو رسېدلى او افغان چارواكو دا هوډ كړى چې تر ۲۰۱۶ كاله پورې به دا شمېره ۶۵۰۰ تنو ته ورسوي.

د ميندو بې غوري

د كابل د رابعه بلخي روغتون ته چې له ناروغانو سره هر اړخيزې مرستې كولاى شي، هر كال د هېواد له بېلا بېلو سيمو څخه له ۲۰ تر ۳۰ زره ناروغان مراجعه كوي.

د دې روغتون چارواكي وايي، تر ډېره د امېدوارو ښځو ستونزې د وينې لوړ فشار، د زړه ناروغي او د بډوډو ناروغي وي او ډېرى ښځې له امېدوارۍ څخه دمخه په دې ناروغيو اخته وي، خو پرته له دې چې د خپل ځان درملنه وكړي، امېدواره كېږي.

د دوى په  وينا، همدا ستونزې د دې سبب ګرځي چې مور يا ماشوم خپل ژوند له لاسه وركړي.

دوى زياتوي، همدارنګه ډېرى هغه ښځې چې په كور كې ماشوم زېږوي، د وينې د بهېدو له خطرناكو پېښو سره مخ كېږي چې روغتون ته په مراجعې سره يې هم مخنيوى نه شي كېداى او له همدې كبله خپل ژوند له لاسه وركوي.

د رابعه بلخې روغتون د ولادي برخې روزونكې ډاكټر ناجيه عالمي وايي، د تېر كال له مرغومي مياشتې څخه تر اوسه په دې روغتون كې د زېږون په وخت د ميندو د مړينې ۲۶ پېښې ثبت شوې دي.

د هغې په وينا، په كابل ښار كې دننه او روغتون ته نژدې هم داسې ښځې شته چې د خپلې امېداواۍ په موده كې يې يو ځل هم روغتون ته مراجعه نه ده كړې: (( همدا اوس هم د روغتون په عاجله برخه كې داسې يوه ناروغه لرو چې د كابل له ركا خانې څخه په ډېر بد حالت راوړل شوې، خو له زېږون څخه دمخه يې يو ځل هم ډاكټر ته مراجعه نه ده كړې، دا ډول ناروغانې له هغو ولايتونو څخه هم روغتون ته راوړل كېږي چې له كابل سره ډېر لږ واټن لري.))

نوموړې وايي، د زېږون په كومو پېښو كې چې د رابعه بلخې په روغتون كې ميندو خپل ژوند له لاسه وركړى، علت يې د ميندو او كورنيو بې غوري وه: (( كه هر څومره مو د عاجلو مرستو په رسولو كې هڅه كړې ده، خو د ناروغانو ناوخته مراجعې د هغوى ژوند ترېنه اخيستى دى.))

ډاكټر ناجيه وايي، د بې سوادۍ او ناپوهۍ له كبله ډېرى ښځې په دې باور دي چې امېدواري يوه عادي پروسه ده او همدا چې امېدواره شي، نو هېڅ ډول پاملرنې ته اړتيا نه لري خو له دې څخه ناخبره دي چې كېداى شي امېدواري او زېږون ډېرې ناوړه او خطرناكې پايلې ولري.

د هغې په خبره، ۹۸ فيصده امېداورۍ په افغانستان كې په تصادفي ډول وي، يوازې ۲ فيصده ښځې له امېدوارۍ څخه دمخه ډاكټر ته مراجعه كوي چې كومه جدي ناروغي ونه لري او د زېږون په وخت د مور اوماشوم د مړينې سبب نه شي.

نوموړې زياتوي، بېوزلي، ناپوهي، كم عمر او ډېرې داسې نورې ستونزې د ميندو د مړيني سبب ګرځي: (( داسې ميندې هم روغتونه ته مراجعه كوي چې عمر شل كاله وي خو خپل درېيم يا څلورم ماشوم زېږوي.))

د رابعه بلخي روغتون د فېملي پلاننګ په نوم يوه برخه لري چې په كې اته تنه قابله ګانې ميندو ته د امېدوارۍ، د زېږون ترمنځ د واټن راوستو، حفظ الصحې، ماشوم ته د شيدو وركولو او دا ډول نورو موضوعاتو په اړه معلومات وركوي.

سره له دې چې په سلو كې ۹۰ ميندې د زېږون ترمنځ د واټن له مېتود څخه باخبره دي، خو يوازې شل فيصده له دې مېتود څخه كار اخلي او همدا وجه ده چې هره يوه افغان مور په منځنۍ توګه ۶ ماشومان لري.

د ماشومانو د مړينې لوى علت

سينه بغل هغه وژونكې ناروغي ده چې هر كال زموږ په هېواد كې د زيات شمېر ماشومانو ژوند ترېنه اخلي، په ځانګړې توګه د هېواد په سړو سيمو كې چې د واورو د اورښت له كبله لارې بندې او روغتيايي مركزونو ته د خلكو لاسرسى ستونزمن كار وي.

د عامې روغتيا وزيره ډاكټر ثريا دليل وايي، په افغانستان كې له ۵ كلونو څخه كم عمره ۳۰ زره ماشومان د سينه بغل ناروغۍ له كبله خپل ژوند له لاسه وركوي او ۱۵۰ زره ماشومان له دې ناروغۍ څخه اغېزمن كېږي.

خو د واكسين د نړيوال اتحاد، نړيوال روغتيايي سازمان او يونيسف ادارې په همغږۍ په ټول هېواد كې په وړيا توګه د سينه بغل واكسين له دوو كالو څخه كم عمره ماشومانو ته وركول كېږي.

په افغانستان كې د نړيوال روغتيايي سازمان استازى ريك پيپر كورن وايي، واكسينونه د روغتيايي خدمتونو په برخه كې يوه ارزانه او بريالۍ بېلګه ده چې ماشومانو ته د ودې كولو، زده كړې او په ژوند كې د كاميابۍ شرايط برابروي.

د هغه په وينا، نړيوال روغتيايي سازمان به له دې پروګرام څخه خپل مالي او تخنيكي ملاتړ ته دوام وركړي، ترڅو ډاډمن شي چې ټول ماشومان واكسين شوي دي.

په جنوبي اسيا كې د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (يونيسف) سيمه ييزه مشره كارين هولشف وايي، له وروستيو برياوو سره سره لا هم افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دى چې د ماشومانو د مړينې كچه په كې لوړه ده.

د عامې روغتيا وزارت وياند كنشكا تركستانى په هېواد كې د ماشومتوب دورې د واكسين د پلي كېدو په اړه وايي، د ميندو او ماشومانو د مړينې د كچې په راكمولو كې د واكسينونو پلي كول مهم رول لري: (( دعامې روغتيا وزارت د خپلو نړيوالو دوستانو په همكارۍ په ښارونو او كليو بانډو كې اساسي روغتيايي خدمتونو ته پراختيا وركړه چې د ميندو د مړينې په راكمولو كې يې اساسي رول درلود.))

په جنوبي اسيا كې د يونيسف سيمه ييزې مشرې كارين هولشف دا هم ويلي چې په افغانستان كې ډېرى ماشومان لومړنيو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري چې د عامې روغتيا وزارت وياند بيا په دې اړه وايي، ځينې داسې ستونزې شته چې روغتيايي خدمتونه له خنډ سره مخ كوي: (( لكه د سړك، برېښنا او امنيت نشتوالى او د ميندو بې سوادي.))

د عامې روغتيا وزارت تر اوسه د ماشومتوب دورې د اتو خطرناكو او وژونكو ناروغيو لكه توبركلوز يا نري رنځ، ګوزڼ، ديفتري، تورې ټوخلې، انفلوينزا، تور زېړي، شري يا سرخكان او د ميندو او نويو زېږېدليو ماشومانو لپاره د تيتانوس ناروغي چې د دايمي معلوليت يا مړينې سبب ګرځي، د مهارولو په هدف واكسينونه په وړيا توګه په ټول هېواد كې پلي كوي.

خو اوس د سينه بغل په وړاندې د ماشومانو وقايوي واكسين هم په دې پروګرام كې شامل شو چې له دوو كالو څخه كم عمره ماشومانو ته په دريو دورو شپږمې، لسمې او څوارلسمې اوونۍ كې كېږي او ماشوم د سينه بغل په گډون له بېلابېلو ناروغيو څخه ساتي.

خو زيات شمېر ميندې د سواد د نه لرلو له كبله د دې واكسينونو د ګټو په اړه پوهاوى نه لري او په كار ده چې د عامې روغتيا وزارت ميندو ته د دې واكسينونو د ګټې په اړه د پوهاوي كچه لوړه كړي او له دې لارې د ماشومانو د مړينې مخنيوى وشي.

نن ورځ په افغانستان كې د هرو۱۰ زرو تنو لپاره يو ډاكټر موجود دى، په داسې حال كې چې نړيوال معيار د هرو ۱۰ زرو تنو لپاره ۲۳ ډاكټران دي، په سلو كې ۲۵ روغتيايي كاركوونكې ښځې دي او د هېواد له هرو څلورو روغتيايي مركزونو څخه يو يې د ښځينه روغتيايي كاركوونكو له كمي سره مخ دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA