ads

بې شمېره ستونزې او محدود امكانات

هغه كسان چې يو اوږد مهاله فزيكي، اروايي، فكري او يا احساسي نيمګړتيا لري او په ټولنه كې د ډول ډول خنډونو له كبله، له نورو سره په برابره توګه له هر ډول فعاله او ګټورې برخې اخيستنې څخه بې برخې دي، معلول بلل كېږي. هغه كسان چې يو اوږد مهاله فزيكي، اروايي، فكري او […]

نویسنده: The Killid Group
9 مرغومی 1392
بې شمېره ستونزې او محدود امكانات

هغه كسان چې يو اوږد مهاله فزيكي، اروايي، فكري او يا احساسي نيمګړتيا لري او په ټولنه كې د ډول ډول خنډونو له كبله، له نورو سره په برابره توګه له هر ډول فعاله او ګټورې برخې اخيستنې څخه بې برخې دي، معلول بلل كېږي.

هغه كسان چې يو اوږد مهاله فزيكي، اروايي، فكري او يا احساسي نيمګړتيا لري او په ټولنه كې د ډول ډول خنډونو له كبله، له نورو سره په برابره توګه له هر ډول فعاله او ګټورې برخې اخيستنې څخه بې برخې دي، معلول بلل كېږي.

په افغانستان كې زيات شمېر معلول كسان د جګړې قربانيان دي چې ويل كېږي دا معلولين له بېلابېلو ستونزو لكه بېكارۍ، د سرپناه نه درلودل، د زده كړې د ځانګړو ښوونځيو يا مركزونو له نشتوالي او داسې نورو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه څه چې د معلولينو د دې ستونزو په هوارولو كې ګټور ثابتېداى شي، د هغوی د دقيقې احصايې درلودل دي.

په افغانستان كې تر اوسه د بېلابېلو ارګانونو لخوا د معلولو او معيوبو کسانو احصايه خپره شوې ده.

د هغې سروې له مخې چې په ۲۰۰۵ كال كې د اندي كپ موسسې لخوا ترسره شوې وه، د معلولينو شمېر ۲ ميليون تنه ښودل شوى و.

خو د كار او ټولنيزو چارو وزارت اوس هم د معلولينو شمېره ۲ ميليونه تنه ښيي په داسې حال كې چې له ۲۰۰۵ كال راپدېخواه دا شمېره مخ په زياتېدو ده.

معلولين د ټولنې هغه طبقه ده چې زيات زيانونه ورته متوجه دي.

ګټور، خو كم كارونه

كه څه هم د كار او ټولنيزو چارو وزارت لخوا څه ناڅه ګټور كارونه د معلولينو لپاره سرته رسېدلي، خو ياد وزارت يې د دې لپاره د قناعت وړ نه بولي، ځكه چې هرې امنيتي او يا ټرافيكي پېښې سره د معلولينو شمېر زياتېږي.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولين د معلولينو لپاره د دې وزارت له ګټورو كارونو څخه داسې يادونه كوي: (( د معلولينو د معاش او امتيازونو پروسه بانكي شوې ده، د خصوصي لوړو زده كړو له موسسو سره د تړونونو له مخې يو شمېر معلولين او د شهيدانو د كورنۍ غړي د زده كړو لپاره بهر ته واستول شول چې شمېر يې تېر كال ۳۰۰ او سږ كال ۲۰۰ تنه وو، د كار موندنې په برخه كې په فني او حرفوي موسسو كې ۱۰ فيصده ونډه معلولينو ته وركړل شوې چې له دې لارې د كار ماركېټ ته ورننوځي او د ځان لپاره يو ټاكلى عايد برابر كړي او په ټول هېواد كې د فني او حرفوي زده كړو۳۳ مركزونه شته چې په هر پروګرام كې يې له ۵ تر ۱۰ فيصده پورې معلولينو او د شهيدانو د كورنيو غړو ته ونډه وركړل شوې ده.))

دا په داسې حال كې ده چې يو شمېر معلولين بيا د خپل مياشتني عايد له كموالي څخه شكايت لري او وايي، د كار او ټولنيزو چارو وزارت لخوا د مياشتې يو نيم زر افغانۍ معاش اخلي چې د دوى لپاره بسنه نه كوي.

خو د كار او ټولنيزو چار وزارت وياند علي افتخاري بيا  وايي، د هغو هڅو په لړ كې چې دوى سرته رسولي، جمهوري رياست او پارلمان دې موافقې ته ورسېدل چې يو نيم زر افغانۍ معاش دې ۵۰۰۰ ته لوړ شي: ” د جګړې كوم معلولين چې له ۱۳۸۱ لمريز كال راپدېخوا په وزارت كې ثبت دي، خپل ۱۰۰ فيصده حقوق تر لاسه كوي، په داسې حال كې چې عادي معلولين او هغه كسان چې رسمي دنده يې درلوده ۳۵ فيصده او هغه كسان چې غير رسمي كارونه يې درلودل،  د اتمې رتبې كاركوونكي برابر ۳۰ فيصده حقوق ترلاسه كوي.”

افتخاري زياتوي، دا پيسې هم د معلولينو لپاره كمې دي او په وينا يې، يو كس په معلولېدو سره خپل توان له لاسه نه وركوي.

د هغه په خبره، دوى معلولينو ته د هغوى له توان سره د برابرو كارونو د پيدا كولو په هڅه كې دي: (( موږ د معلولينو لومړنى انسټيټيوټ جوړ كړ چې ساختماني چارې يې سر ته رسېدلي او سره له دې چې دا يو څېړنيز مركز دى، د معلولينو د فعالولو په برخه كې به زيات كار وكړي.))

په ټوليز ډول ۲۲۰ زره  تنه معلولين د كار او ټولنيزو چارو له وزارت څخه مياشتني حقوق تر لاسه كوي او د قانون له مخې، د جګړې معلولينو ته ډېر امتياز وركول كېږي چې شمېر يې ۱۰۲ زره تنو ته رسېږي.

ياد وزارت په راتلونكي كې د معلولينو د ملي فدراسيون په جوړولو كار كوي چې د ټول هېواد معلولين به په دې فدراسيون كې استازي او دا فدراسيون به د معلولينو او دولتي بنسټونو ترمنځ د يو پله حيثيت ولري.

كمرنګه ملاتړ

په  ۱۹۹۱ ميلادي كال كې لومړنى بنسټ چې د معلولينو لپاره د خدمتونو د وړاندې كولو په هدف يې كار پيل كړ، د افغانستان د معلولينو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان پروګرام وو.

خو اوسمهال لسګونه بنسټونه د معلوليت په بېلابېلو برخو لكه ړندو، كڼو  او د معلولينو په بيا فعالولو كې كار كوي، خو زموږ په جګړه ځپلي هېواد كې د معلولينو ستونزې ډېرې زياتې دي او ټول معلولين له هغو خدمتونو څخه چې د دوى په برخه كې سرته رسېږي، برخمن نه دي او يوازې د هېواد مركزي برخې ورته لاسرسى لري.

معلولين عامه ځايونو ته د فزيكي لاسرسي ستونزه، د ښوونې او روزنې ستونزه، د كار موندنې، اقتصادي او داسې نورې ستونزې لري.

د افغانستان پر اساسي قانون سربېره، په ملي كچه د معلولينو د حقونو او امتيازونو قانون او په نړيواله كچه د معلوليت لرونكو وګړو كنوانسيون چې افغانستان په ۲۰۱۲ كال كې ورسره يو ځاى شو، ټول هغه تقنيني اسناد دي چې په افغانستان كې د معلولينو له حقونو څخه ملاتړ كوي، خو له معلولينو څخه عملي ملاتړ ډېر كمرنګه دى.

نا امني د معلوليت دوام

په هېواد كې د معلوليت يو لوى عامل جګړه ده چې په مستقيم يا غير مستقيم ډول د وګړو د معلوليت سبب ګرځېدلې او په سلو كې ۲۷ معلول كسان له جګړې څخه زيانمن شوي دي.

په هېواد كې د ښځو په پرتله معلول نارينه زيات دي.

د اندي كپ موسسې د سروې له مخې، په سلو كې ۵۹ معلولين نارينه او ۴۱ يې ښځې دي، همدارنګه په سلو كې ۸۲ هغه كسان چې د جګړې په جريان يا د ماينونو د چاودنې له كبله معلول شوي نارينه دي، په ښځو كې د ناروغۍ او د عمر د زياتوالي له كبله د معلوليت شمېره تر نارينه وو زياته ده.

په هغې ارزونه كې چې سرته رسېدلې ښودل شوې چې په افغانستان كې هره مياشت ۵۰ تنه د بېلابېلو پېښو له كبله معلولېږي چې زيات شمېر يې په ولايتونو كې د ناامنۍ او د ماينونو د چاودنې له كبله خپل د بدن غړي له لاسه وركوي.

دا چې د كار او ټولنيزو چارو وزارت ياد كسان ثبت او راجستر كړي نه دي او د هېڅ يوې موسسې لخوا ورسره مرسته نه كېږي، نو هغوی دې ته اړ كېږي چې د سړك پر سر د سوال لاس اوږد كړي او يا هم له لوږې ومري.

زموږ په ټولنه كې د موجودو شرايطو له كبله معلولې ښځې د ژوندانه له ټولو آسانتياوو څخه بې برخې دي او ډېره ناچيزه مرسته ورسره كېږي.

د امكاناتو برابر مرستې

د كابل ولايت د ښځو چارو رئيسه كريمه سالك وايي، كه څه هم د ښځو چارو وزارت پاليسي جوړونكى دى، خو بيا هم د خپلو امكاناتو برابر كوچنۍ پروژې د ښځو لپاره لري: ” د كار او ټولنيزو چارو له وزارت سره په تفاهم كې مو د كابل ښار په شهر آرا بڼ كې دوه دوكانونه له كرايي پرته معلولو ښځو ته وركړي، تر څو خپل لاسي كارونه پكې د خرڅلاو لپاره كېږدي، په همدې ډول نورې معلولې ښځې هم په بڼ كې دننه ځيني خوراكي توكي د خرڅلاو لپاره راوړي.”

د سالك په وينا،  د سوا د پروژې له لارې يې چې د هند لخوا پر مخ وړل كېږي او ۵۰۰ تنه ښځې تر پوښښ لاندې لري دا اعلان كړى چې معلولې ښځې كولاى شي په خياطۍ، د خوراكي توكو په پروسس او هغو كارونو كې چې له توانه يې پوره وي، ونډه ولري.

نوموړې وايي، د اوړي په رارسېدو سره به معلولو ښځو ته په بڼ كې يو پراخ ځاى په نظر كې ونيسي چې خپل لاسي كارونه د خرڅلاو لپاره راوړي.

شفيقه صالحزۍ له ۱۷ كالو راپدېخوا  د معلولو ښځو د چارو رياست پر غاړه لري.

نوموړې د جګړې په ترڅ كې خپله يوه پښه، خپله لور او مېړه له لاسه وركړي او د همدې رنځ له كبله د معلولو ښځو په خدمت كې ده.

هغه له ټولو اړوندو بنسټونو څخه ګيله منه ده چې د معلولو ښځو حالت ته يې هېڅ ډول پاملرنه نه ده كړې: ” دا زما لپاره ډېره دردوونكې خبره ده چې هر چارواكي ته د مرستې په خاطر مراجعه كوم، خو تش لاس بېرته راځم، آن تر دې چې د خپل دفتر كرايه چې د مياشتې ۶۰۰۰ افغانۍ ده، پخپله د جامو د ګنډلو له لارې پيدا كوم او د كار او ټولنيزو چارو وزارت هم چې زموږ په اړه مسووليت لري، هېڅ ډول مرسته راسره نه ده كړې.”

د نوموړې په وينا، د يادو ۱۷ كلونو په ترڅ كې يې په خپل مټ او توان د معلولو ښځو لپاره د سواد زده كړې او د خياطۍ د زده كړې كورسونه پرانيستي او هېڅ يو دولتي او نا دولتي بنسټ ورسره مرسته نه ده كړې.

د هغې ګيله دا ده چې په افغاني ټولنه كې پاملرنه تل معلول نارينه ته ده او معلولو ښځو ته هېڅ پاملرنه نه كېږي: ” د سرې مياشتې لخوا څو ځلې  له معلولينو سره د خوراكي موادو مرسته شوې، ما هم يو شمېر معلولې ښځې د مرستو د اخيستو لپاره يوړلې، خو په خواشينۍ سره مرستې له هغو معلولو نارينه وو سره وشوې چې ټول خوراكي مواد يې د سړك پر سر خرڅ كړل او معلولو ښځو ته هېڅ هم ونه رسېدل.”

نوموړې اوس هم له خپلو هڅو څخه لاس نه دى اخيستى او غواړي چې په نهمه ناحيه كې  د ښځو لپاره يو ماركېټ جوړ كړي، تر څو معلولې ښځې د خپل توان برابر په كار بوختې شي: ” له پارلمان څخه مې قاطع امر تر لاسه كړى، خو كار يوازې په ښاروالۍ كې پاتې دى چې نهمې ناحيې ته راشي او د ماركېټ لپاره ځاى وټاكي.”

هغه وايي، د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر هم ورسره وعدې وكړې، خو دې وزارت ته په وار وار ورتګ سره هم نوموړې ورسره خبرو كولو ته حاضره نه شوه: ” ما په وار وار سره دا ويلي چې چارواكي كه ښځې دي يا نارينه د خپلو جېبونو د ډكولو لپاره هڅه كوي، د شهيدانو او معلولينو رياست راته وايي، زموږ وزارت ډېر خوار او غريب دى له تا سره به څه مرسته وكړي.”

پراخې هڅې

د معلولينو لپاره د سي سي ډي ټولنيز مركز چې تمويلوونكي يې د اندي كپ موسسه او يو شمېر سفارتونه او موسسې دي، په ۲۰۰۴ كال كې پرانيستل شو، هدف يې نارينه او ښځينه معلولينو ته د زده كړې د خدمتونو رسول وو او د دې ترڅنګ د معلولينو او معيوبينو په ځانګړې توګه د ښځو په اړه د ټولنې د فكري بدلون په نوم پروګرام لري چې په ترڅ كې يې د هغوى په ټولنيز، اقتصادي او فرهنګي وضعيت بدلون رامنځته كېږي.

د سي سي ډي مركز د خبرتيا رسولو د برخې مسوول علي افضلي وايي، د دې مركز تر ټولو لويه پروژه د اروپا د كمېسيون لخوا وه چې له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲  كاله پورې يې دوام درلود.

د هغه په وينا، دا مركز دوه برخې لري: ” د  عدالت غوښتنې او په ټولنه كې د معلولينو د شموليت برخه چې په دوهمه برخه كې معلولينو ته په بېلابېلو برخو لكه خياطۍ، ترشي او مربا جوړولو، غالۍ اوبدلو، د ګلانو جوړولو، آرايشګرۍ  او داسې نورو كې حرفوي زده كړې وركول كېږي، پردې سربېره هغه معلولين چې زده كړې ته لېواله وي، په مركز كې ورته د سواد زده كړې، انګليسي ژبې او كمپيوټر زده كړې زمينه برابره ده او تر څنګ يې د معلولينو لپاره د فيزيوتراپۍ برخه هم لرو.”

د يادونې وړ ده چې دې مركز له ۲۰۰۴ كال راپدېخوا معلولو ښځو او نارينه وو ته يو شمېر وسايل لكه ولچر، امسا، واكر فرم او داسې نور وركړي او يو شمېر يې په كار ګمارلي دي.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت د شهيدانو او معلولينو د چارو مرستياله ثريا پيكان دا مني چې په تېرو كلونو كې د معلولينو لپاره ګټور كارونه سر ته نه دي رسېدلي، خو په وينا يې، اوس په برخه كې هڅې روانې دي.

د هغې په وينا، د كار او ټولنيزو چارو وزارت او اطلاعات او فرهنګ وزارت ترمنځ يو تړون لاسليك شو چې پر بنسټ يې د ميډيا له لارې د معلوليت پر موضوع بحثونه وشي: (( ترڅو د معلولينوستونزې وڅېړو او د هغو معلولينو لپاره چې ړانده او كاڼه دي د اشارې په ژبه خپرونې ولرو، خو تراوسه پورې دا كار عملي نه شو.))

نوموړې زياتوي، دا د كابل ښاروالۍ او فوايد عامې وزارت سره په اړيكه كې وه چې د ړندو كسانو لپاره ځانګړي سړكونه او پياده روونه جوړ كړي، ترڅو د بل چا له مرستې پرته لار پيدا كړي: (( همدارنګه مو د معلولينو لپاره د ټرانسپورټي اسانتياوو د رامنځته كولو په هدف د جمهوررئيس په حكم د يو شمېر وزيرانو په ګډون كمېټه جوړه كړه، ترڅو يو شمېر وزارتونه د معلوليت په كار كې شريك شي، د ټرانسپورټ له وزارت څخه مو غوښتنه دا وه چې هغه ښاري بسونه دې هېواد ته راوړي چې د معلولينو لپاره وي او حد اقل ولچر وكولاى شي دې بس ته ورننوځي، خو تر اوسه دا كار عملي  نه شو، ځكه

چې زياتې پروژې د بودجې د نشتوالي له كبله پلې شوې نه دي.))

هغه له پارلمان څخه غواړي، هغه بودجه چې د معلوليت موضوع په كې نه وي، تصويب نه كړي.

پايله

د نړيوالو قوانينو له مخې، معلولينو او معيوبينو ته بايد د نورو ښاريانو په څېر كاري فرصتونه برابر شي او په دې برخه كې دولت ډېر مسووليت لري.

دولت بايد له هغوی څخه ملاتړ ته په ملي ستراتېژۍ كې ځای وركړي او د ټولنې وګړي هم بايد له هغوی سره له تبعيض پرته چلند وكړي.

سره له دې چې بې شمېره مرستې د افغان معلولينو او معيوبينو په نوم ترسره كېږي، خو د هغوى وضعيت لا هم د اندېښنې وړ دی او يو محدود شمېر كسانو ته د كار زمينه برابره شوې ده، حال دا چې زرګونه معيوبې ښځې په كابل او ولايتونو كې په ډېرې ناامېدۍ سره شپې او ورځې تېروي او د بې شمېره ستونزو په منګولو كې ښكېلې دي، خو دولت د هغوی په اړه هېڅ ډول اندېښنه نه لري، آن تر دې چې د هغوی ټاكلې شمېره هم نه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA