ads

د شیرخان بندر ریل پټلۍ مسیر بدل کړی

كه څه هم د فوايد عامې وزارت وايي، د تاجكستان تركمنستان او افغانستان تر منځ وسپنيزه پټلۍ په مؤقتي ډول د شېرخان بندر پرځاى د بلخ د كلدار ولسوالۍ له لارې تېروي، خو د كندوز د سوداګرو اتحاديې او مدني ټولنو په يوه ګډه غونډه كې ګواښ وکړ كه چېرته دا كرښه د اوږدمهال لپاره […]

نویسنده: The Killid Group
18 لیندۍ 1392
د شیرخان بندر ریل پټلۍ مسیر بدل کړی

كه څه هم د فوايد عامې وزارت وايي، د تاجكستان تركمنستان او افغانستان تر منځ وسپنيزه پټلۍ په مؤقتي ډول د شېرخان بندر پرځاى د بلخ د كلدار ولسوالۍ له لارې تېروي، خو د كندوز د سوداګرو اتحاديې او مدني ټولنو په يوه ګډه غونډه كې ګواښ وکړ كه چېرته دا كرښه د اوږدمهال لپاره له شېرخان

كه څه هم د فوايد عامې وزارت وايي، د تاجكستان تركمنستان او افغانستان تر منځ وسپنيزه پټلۍ په مؤقتي ډول د شېرخان بندر پرځاى د بلخ د كلدار ولسوالۍ له لارې تېروي، خو د كندوز د سوداګرو اتحاديې او مدني ټولنو په يوه ګډه غونډه كې ګواښ وکړ كه چېرته دا كرښه د اوږدمهال لپاره له شېرخان بندر څخه تېره نه شي، دوى به يې په غبرګون كې د شمال ختيځ زون ټرانزيټي لار وتړي او په راتلونكو جمهوري رياست ټاكنو كې له برخې اخستلو هم لاس په سر شي.

په دغه ولايت كې د سوداګرو د اتحاديې مشر خان محمد وايي، ټاكل شوې وه دا كرښه له كندوز شېرخان بندر څخه تېره شي، خو په دې وروستيو كې هغو ګنګوسو او راپورونو دوى سخت اندېښمن كړي چې ګواكې د دې پټلۍ مسير اړول شوى او د بلخ د كلدار ولسوالۍ له لارې به تاجكستان ته وغځول شي: (( د تركمنستان، تاجكستان او افغانستان جمهور رئيسانو د تړون له مخې ټاكل شوې وه چې د ریل پټلۍ كرښه به د جوزجان له اقينې بندر څخه تر مزار او بيا د كندوز تر شېرخان بندر راتېرېږي، خو اوس موږ ګورو چې دا كرښه د مزار شريف په كلدار ولسوالۍ كې له تاجكستان سره وصلېږي.))

خان محمد تور پورې كوي چې د دې ریل پټلۍ د مسير بدلولو پرېكړه په دولتي كچه نه ده شوې، بلكې افغان او تاجكستاني انجنیرانو په خپلو كې د معاملو په اساس دا كار كړى او د كندوز د خلكو اندېښنې يې راپارولې دي: (( په دې كې زموږ د سوداګرو هم ګټه وه چې دا كرښه شېرخان بندر پورې راورسېږي، په دې اړه د درې واړو هېوادونو جمهور رئيسانو امضا كړې او كه دا پروژه په هماغه ډول د كاغذ له مخې عملي نه شي، موږ به يې په اعتراض كې د شېرخان بندر ټرانزيټي لار وتړو.))

د كندوز د قومونو د شورا مرستيال محمد ناصر شېرزى هم ګواښ كوي او زياتوي كه د ریل پټلۍ ياده كرښه د شېرخان بندر له لارې تېره نه شي، نو د ده په وينا په كندوز كې ۵۰ فعالې مدني ټولنې به په راتلونكو ټاكنو كې له برخې اخستو لاس په سر شي: (( موږ ۵۰ نفوذي مدني ټولنې دلته لرو، دوى كه ۱۰۰۰ تنو ته په ټاكنو كې د نه ګډون توصيه وكړي، نو د جمهوري رياست ټاكنې له ګواښ سره مخ كوي، موږ دا فيصله كړې چې كه د ریل پټلۍ كرښه له شېرخان بندر تېره نه شي، نو نه ټاكنې كوو او نه د شېرخان بندر لاره خلاصه پرېږدو.))

بلخوا د كندوز والي محمد انور جګدلك هم له شمال ختيځو ولايتونو څخه د يادې كرښې د تېرېدو پر اهميت ټينګار كوي او وايي كه له تاجكستان او تركمنستان سره د افغانستان نښلوونكې ریل پټلۍ كرښه د شېرخان بندر له لارې تېره نه شي، د دې بندر ارزښت هم ورسره له منځه ځي: (( زموږ د شمال ختيځو ولايتونو يو شمېر چارواكي او قومي مخور كابل ته هم د دې موضوع د حل لپاره ولاړل، هلته مو جمهور رئيس ته عريضه وړاندې كړه چې كه دا كرښه له كندوز تېره شي، نو منځنۍ اسيا، چين، پاكستان، ايران او نور هېوادونه سره نښلوي او كه نه نو دا به د متوازنې پراختيا خلاف كار وي.))

قومي مشر ملك عبدالشكور چې د شېرخان بندر له لارې تاجكستان ته د ریل پټلۍ كرښې غځولو كلك پلوي دى، وايي دى هم د هغه پلاوي ملګرى و چې ياده موضوع يې د كابل چارواكو ته د حل لپاره وړې وه.

ملك عبدالشكور وايي، هغه مهال د پروژې د پلي كېدو په اړه د فوايد عامې وزير هېڅ قناعت ور نه كړاى شو، بلكې جمهور رئيس هم ورته تر اختر وروسته پر مسئله د بحث كولو وخت وركړ.

نوموړى دغه راز ادعا كوي چې تاجكستان په لوى لاس غواړي دا كرښه د كلدار له لارې تېره او حيرتان بندر له ازبكستان سره د خپلې سيالۍ مركز وګرځوي: (( تاجکستان په دې خاطر غواړي چې د کلدار له لارې د ریل پټلۍ کرښه له افغانستان سره وصل شي چې د حیرتان بندر تر تاثیر لاندې راولي او هغه ګټه چې له دغې لارې يې ازبکستان اخلي تاجکستان يې هم واخلي.))

بلخوا د افغانستان د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن هم دا مني چې د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان  ترمنځ د ریل پټلۍ كرښې لاسليك شوې پروژه بايد د شیرخان بندر له لارې تاجکستان ته ورسول شي. خو په خبره يې، د بلخ له كلدار ولسوالۍ څخه تاجكستان ته غځېدونكې رېل پټلۍ مؤقتي پروژه ده او اړتيا ده چې د اصلي پروژې د پلي كېدو تر وخته د شېرخان بندر او تركمنستان تر منځ هم د ریل پټلۍ كرښه وتړل شي.

اوژن زياتوي هغه وخت چې د شېرخان بندر او تركمنستان تر منځ د اورګاډي د پټلۍ پروژه بشپړه شوه، نو دا مؤقتي كرښه به هم له منځه يوړل شي: (( دا لاره شاوخوا ۵۰ یا ۶۰ کیلومټره ده او د شیرخان بندر لاره څه باندې۳۵۰ کیلومټره ده، اوس د شیر خان بندر له لارې د دې پروژې عملي کول ډېر وخت او مالي امکاناتو ته اړتیا لري. موږ یوازې د دې لپاره چې دولت اضافي عايد ترلاسه كړي، په بیړني ډول لنډې لارې ته اړتیا لرو او موږ ته دا مهال د همدې لارې وړاندیز شوی.))

تاجکستان ته د افغانستان له لارې له تركمنستانه د ریل پټلۍ كرښې غځولو تړون د روان ۱۳۹۲کال په سر کې د درې واړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ترکمنستان په اتامراد  ښار کې لاسلیک شو.

د دې تړون پر اساس به د اورګاډي دا پټلۍ نږدې ۴۰۰ کیلومټره د افغانستان په شمال کې غځول کیږي چې له كبله به يې افغانستان له منځنۍ اسيا او اروپا سره اړيكې ولرلى شي.

د دې پروژې د تطبيق په برخه كې اسيايي بانك هم د ۳۵۰ مليونه ډالره مرستې لفظي ژمنه وركړې ده.

افغانستان او تاجکستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي چې بحر ته لار نه لري، خو افغانستان بیا د منځنۍ اسیا هېوادونو تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان تر منځ له جنوبي اسیا سره ټرانزيټي لار جوړوي او تاجكستان هم د شېرخان بندر له لارې خپله وسپنه افغانستان او پاكستان ته لېږدوي.

له تاجكستان سره د شېرخان بندر د نښلېدونكې كرښې د اهميت په اړه د دغه بندر د ګمرك رئيس كليد ته ويلي، اوس مهال په دغه سوداګريزه لاره زياتې سوداګريزې ستونزې راپورته كېږي، خو كه د دواړو هېوادونو تر منځ د رېل پټلۍ پروژه عملي شي، په تاجكستان كې پراته مالونه به له ځنډ پرته افغانستان ته را اړول كېږي: (( که د شیرخان بندر له لارې د ریل پټلۍ کرښه له تاجکستان سره وصل شي، نو د دغې سیمې سوداګرو ته هم ۸۰ فیصده سهولت پیدا کیږي، دغه راز له دې لارې ۹۵ فيصده ټرانزيټي مالونه تاجکستان ته وړل کیږي، كه دا د ریل په ذریعه ورسول شي، نو د سوداګریزو مالونو نرخونه به هم راکم شي.))

نوموړى دغه راز زياتوي: (( اوس مهال زموږ د سوداګرو يو كانټينر په یوه میاشت کې له مسکو او اروپا څخه افغانستان ته په ۴ زره ډالر رارسېږي، خو که دا د رېل له لارې راشي، بیا به د سوداګرو يو كانټينر په یوه هفته کې د ۲۰۰ ډالرو په لګښت رارسیږي.))

د شیرخان بندر د ګمرک رئيس شهاب الدین باور زياتوي، که د ریل كرښه د کلدار ولسوالۍ له لارې افغانستان له تاجكستان سره وصل كړي، بيا هم ورسره د هېواد سوداګري پراختيا مومي، خو په خبره يې دا به په دې معنی وي چې افغان دولت کندوز ته په چندان مهم نظر نه ګوري.

افغانستان دا مهال يوازې له ۲۰۱۱ كال راهيسې له ازبكستان سره په بلخ ولايت كې ۷۵ كیلومټره د اورګاډي پټلۍ لري چې د تجارتي مالونو په وړلو راوړلو كې ترې ګټه اخستل كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA