ads

جرګه، هيلې او اندېښنې

زموږ د هېواد د تاريخ په اوږدو كې لويه جرګه د تصميم نيولو مهم بنسټ ګڼل شوى او د افغاني ټولنې د تاريخ تر ټولو مهمې او حياتي ستونزې له قومي ستونزو څخه نيولې تر ملي او سياسي ستونزو، د جرګو په ترڅ كې حل شوي او مهم تصميمونه پكې نيول شوي دي. زموږ د […]

نویسنده: The Killid Group
10 لیندۍ 1392
جرګه، هيلې او اندېښنې

زموږ د هېواد د تاريخ په اوږدو كې لويه جرګه د تصميم نيولو مهم بنسټ ګڼل شوى او د افغاني ټولنې د تاريخ تر ټولو مهمې او حياتي ستونزې له قومي ستونزو څخه نيولې تر ملي او سياسي ستونزو، د جرګو په ترڅ كې حل شوي او مهم تصميمونه پكې نيول شوي دي.

زموږ د هېواد د تاريخ په اوږدو كې لويه جرګه د تصميم نيولو مهم بنسټ ګڼل شوى او د افغاني ټولنې د تاريخ تر ټولو مهمې او حياتي ستونزې له قومي ستونزو څخه نيولې تر ملي او سياسي ستونزو، د جرګو په ترڅ كې حل شوي او مهم تصميمونه پكې نيول شوي دي.

د روان كال د لړم د مياشتې په ۳۰مه يو ځل بيا زموږ هېوادوال د يوې بلې جرګې شاهدان وو، په دې جرګه كې ۲۵۰۰ تنه د جرګې غړي او ۵۰۰ تنه كورني او بهرني مېلمانه چې سفيران او كارپوهان پكې وو، د كابل او امريكا ترمنځ پر امنيتي تړون خبرو ته كېناستل.

زموږ د هېواد د تاريخ په اوږدو كې له وياړه ډكې ډېرې جرګې تېرې شوې دي چې ملت يې  له ستونزو څخه ژغورلى او په لاندې ډول دي.

١- د ميرويس نيكه لويه جرګه

په (۱۰۸۸ لمريز ۱۷۰۹ميلادي) كال د هلمند ولايت په مانجه اوسنۍ مارجه كې د ميرويس نيكه تر قيادت لاندې جوړه شوه، يوه ورځ يې دوام درلود او پكې تصميم ونيول شو چې زموږ په خاوره كې دې د ګرګين تسلط ته خاتمه وركړل شي.

۲- د كندهار لويه جرګه

په (۱۱۲۶ لمريز ۱۷۰۹ميلادي) كال د نادر شاه  افشار له وژل كېدو وروسته د كندهار ولايت د نادر آباد په نظامي كلا كې جوړه شوه، ۹ ورځې يې دوام وكړ او په پاى كې د خلكو استازو احمد شاه بابا د افغانستان د پاچا په توګه وټاكه.

۳- د كابل لويه جرګه

په (۱۲۴۴ لمريز ۱۸۶۵ميلادي) كال د امير شېر علي خان د سلطنت په موده كې د ۲۰۰۰ تنو په ګډون د امير شېر علي خان په رياست كې جوړه شوه او هدف يې د خلكو د ملاتړ جلبول او د امنيت ټينګول وو چې خلكو له دې جرګې څخه ملاتړ وكړ.

۴- د كابل لويه جرګه

په (۱۲۹۳ لمريز ۱۹۱۵ ميلادي) کال د لومړۍ نړيوالې جګړې په جريان كې د امير حبيب الله خان په دوره كې د ۵۴۰ تنو قومي مشرانو، عالمانو او متنفذينو په ګډون جوړه شوه او د جوړېدو هدف يې له افغانستان څخه د المان، تركيې او اطريش هېوادونو د غوښتنې په اړه چې د انګلستان پرضد په نړيوالې جګړې كې يې د ګډون په هدف كړې وه، مشوره وه چې د جرګې غړو له بحث وروسته په هغو حساسو شرايطو كې د افغانستان پر بې طرفۍ پرېكړه وكړه او هېواد له يو لوى خطر څخه وژغورل شو.

۵- د جلال اباد لويه جرگه

په (١٣٠١ لمريز ١٩٢٢ میلادي) كال د امير امان الله خان د پاچاهۍ په وخت كې د ۸۷۲ تنو غړو په ګډون جوړه شوه، هدف يې ټولنيز اصلاحات وو او د لومړي ځل لپاره، د افغانستان د دولت د اساسي نظام نامې په اړه چې د هغې دورې د اساسي قانون حيثيت يې درلود، بحث وشو.

۶- د پغمان لويه جرګه

په (١٣٠٣ لمريز ١٩٢٤ میلادي) كال د ۱۰۵۴ تنو غړو په ګډون جوړه شوه او په پاى كې د افغانستان د دولت اساسي نظامنامه چې د جلال آباد په لويه جرګه كې پرې بحث شوى وو، نهايي او د شاه امان الله په وسيله توشېح شوه.

۷- د پغمان لويه جرګه

په (١٣٠٧ لمريز ١٩٢٨ میلادي) كال د ۱۱۰۰ تنو په ګډون د اصلاحاتو د مخالفينو د سخت غبرګون په تعقيب د دولت د اساسي نظامنامې د تعديل په هدف جوړه شوه او په پايله كې يې د دولت شورا چې ۱۵۰ تنه غړي يې درلودل په ملي شورا بدله شوه، تشريفاتي القاب لغوه او د عسكرۍ دوره درې كاله تصويب شوه.

۸- د کابل لويه جرگه

په (١٣٠٩ لمريز ١٩٣٠ میلادي) كال د اعليحضرت نادر خان د سلطنت په موده كې د ۳۰۱ تنو غړو په ګډون جوړه شوه او په كې د ملي شورا د  ټاكنو د لايحې د تصويب، د مجلس د وكيلانو د شمېر او د كار د اصولو، د بيرغ د رنګ او ځينو نورو موضوعاتو په اړه بحث ترسره شو او د جرګې غړي له بحث وروسته د يادو مواردو په اړه موافقې ته ورسېدل.

۹- د کابل لويه جرگه

په (١٣٢٠ لمريز ١٩٤١ میلادي) كال د دوهمې نړيوالې جګړې په موده كې د حبيبيې په لېسه كې د يادې جګړې په اړه د افغان دولت د دريځ  څرګندولو لپاره په لاره واچول شوه او پكې د افغان دولت بې طرفه دريځ د دوهمې نړيوالې جګړې په اړه د تاييد وړ وګرځېده.

۱۰- د کابل لویه جرگه

په (۱۳۳۴ لمريز ۱۹۵۵ میلادي) كال كې جوړه شوه، كله چې ګاونډي هېوادونه ايران او پاكستان د (سنتو او سيتو) په نظامي تړونونو كې شامل شول او افغانستان د قواوو د توازن د بدلون په نتيجه كې د خطر احساس وكړ، په همدې هدف لويه جرګه راوبلل شوه او له هېواد څخه د دفاع د څرنګوالي په موضوع بحث وشو او لازم تصميمونه ونيول شول.

۱۱- د کابل لويه جرگه

په (١٣٤٣ لمريز ١٩٦٤ میلادي) كال د۴۵۲ تنو غړو په ګډون د ډيموكراسۍ د لسيزې په پيل كې د سلام خانې په ماڼۍ كې جوړه شوه او له لسو ورځو بحث وروسته اساسي قانون پكې تصويب شو، د درې ګونو قواوو تفكيك، د سياسي احزابو فعاليتونه، د مطبوعاتو ازادي او د ډيموكراسۍ د څرك رامنځته كېدل د دې جرګې له لاسته راوړنو څخه شمېرل كېږي.

۱۲- د کابل لويه جرگه

په (١٣٥٥ لمريز ١٩٧٦میلادي) كال د محمد داوود خان په مشرۍ د جمهوري نظام په رامنځته كېدو سره دا جرګه د جمهوري اساسي قانون د تصويبېدو او د جمهوررئيس د ټاكلو په هدف د عامې روغتيا د وزارت په مقر كې جوړه شوه.

د غويي د اوومې له كودتا وروسته هم په۱۳۶۴،۱۳۶۶ او ۱۳۶۸ كلونو كې د اساسي قانون د تصويب او نورو موضوعاتو په اړه لويې جرګې جوړې شوي دي، د مجاهدينو د حكومت په وخت كې په كابل كې په ۱۳۷۲لمريز كال كې د حل او عقد د شورا تر نامه لاندې او د طالبانو د حكومت په دوران كې د ديني عالمانو لويه شورا په كندهار كې جوړه شوه.

۱۳- د کابل بېړنۍ لويه جرگه

په (١٣٨١ لمريز ٢٠٠٢ میلادي) كال كې د طالبانو له پرځېدا وروسته د بن د پرېكړې له مخې د ۱۶۰۰ تنو غړو په ګډون د كابل په پولي تخنيك كې د لويې جرګې په خېمه كې جوړه شوه او حامد كرزي يې د انتقالي ادارې د رئيس په توګه وټاكه.

۱۴- د اساسي قانون د تصويب لويه جرگه

په (١٣٨٢ لمريز) كال كې د ۵۰۰ تنو غړو په ګډون د كابل په پولي تخنيك كې جوړه شوه او د افغانستان د اسلامي جمهوريت نوى اساسي قانون يې تصويب كړ.

۱۵- د افغانستان او پاکستان د امن ګډه جرگه

د (١٣٨۶ لمريز)  كال د زمري په مياشت كې د ۶۱۰ تنو غړو په ګډون په كابل كې جوړه شوه او موخه ېې  د دواړو خواوو د اړيكو لاښه كېدل، د هغو عواملو او شرايطو تحليل چې تروريزم او وسله وال مخالفتونو په ټينګښګ كې رول لري او د تروريزم سره د مبارزې پر ميكانيزم توافق د دواړو هېوادونو ګډه سترا تيژۍ وه.

۱۶- د سولې ملي مشورتي جرگه

په  (۱۳۸۹ لمريز ۲۰۱۰میلادي) كال كې د ۱۶۰۰ تنو په ګډون په كابل ښار كې جوړه شوه او هدف يې له مخالفينو سره د افغانستان د خلكو د استازو مشوره، مفاهمه او موافقه، تلپاتې سولې ته رسېدل او د ملي وحدت ټينګښت وو.

دې جرګې لاندې مثبتې پايلې درلودې

•     د سولې د عالي شورا رامنځته كېدل

•    د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې د پروسې تسریع

•     له بهرنيو زندانونو څخه د زيات شمېر زندانيانو خوشې كېدل

•    افغان حكومت ته د زندانونو د مسووليت انتقال

•    او د افغانستان او پاكستان ترمنځ د سولې د ګډ كمېسيون رامنځته كېدل

۱۷- دوديزه لویه جرگه

په (۱۳۹۰ لمريز) كال د ۲۳۰۰ تنو په ګډون د كابل په پولي تخنيك كې جوړه شوه او هدف يې له امريكا  سره د ستراتيژيكو همكاريو د تړون لاسليكول وو او د جرګې ټولو غړو حكومت ته دا واك وركړ چې د ملي ګټو په اړه دې تصميم ونيسي.

۱۸- مشورتي لويه جرګه

دا جرګه د تېرې لړم مياشتې په ۳۰ مه نېټه د ۲۵۰۰ تنو د جرګې د غړو او ۵۰۰ تنو كورنيو او بهرنيو مېلمنو په ګډون چې كارپوهان او سفيران پكې وو، د كابل په پولي تخنيك كې په لار واچول شوه او هدف يې د كابل او واشنګتن ترمنځ پر امنيتي تړون خبرې وې.

جرګې د افغاني ټولنې خاص ارزښت دى چې د ملي ارزښتونو په سر كې ځاى لري او د جرګې پرېكړې د دې لپاره د قدر وړ دي چې د ټولنې بېلابېلې طبقې خلك لكه ديني عالمان، پوهان، قومي مشران، د مدني ټولنې غړي، د لوړو زده كړو د موسسو استادان، د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او نظامي چارو پوهان پكې برخه اخلي او تصميمونه يې د ټولنې د ټولو طبقو د فكر محصول وي.

د ښځو ونډه په جرګو كې

په هېواد كې د جرګو له تاريخچې څخه دا څرګندېږي چې دا دوديز بنسټ زموږ په هېواد كې ډېره پخوانۍ سابقه لري، خو د ښځو ګډون او حضور پكې ډېر كمرنګه ليدل كېږي .

كه څه هم په جرګو كې ډېر مهم او تاريخي تصميمونه نيول كېږي، خو په تېرو كلونو كې جرګې ټولې د نارينه وو لپاره وې او ښځو پكې هېڅ حضور نه درلود.

د لومړي ځل لپاره د ۱۳۰۷ لمريز كال په لويه جرګې كې چې د امان الله خان د سلطنت په دوره كې په پغمان ولسوالۍ كې جوړه شوه، ملكې ثريا د لومړنۍ افغان ښځې په توګه په دې جرګه كې ګډون وكړ.

خو د امان الله د سلطنت له راپرځېدو څخه وروسته يو ځل بيا ښځې په جرګو كې له ګډون څخه بې برخې شوې آن تر دې چې د دربار د ملكې له سمبوليكې ونډې څخه هم مخنيوى وشو او دې پړاو د خلق ډيموكراتيك ګوند تر حاكميت پورې دوام درلود.

د افغانستان د خلق ډيموكراتيك ګوند د ديارلس كلن (۱۳۵۷ تر۱۳۷۲ لمريز) حكومت په دوره كې درې لويې جرګې په لار واچول شوې چې ښځو پكې فعال ګډون درلود.

د مدنې ټولنې غړې ثريا پرليكا وايي، په ټولو هغو جرګو كې چې د خلق ډيموكراتيك ګوند د حاكميت په موده كې په لاره واچول شوې، ښځو فعال ګډون درلود.

د نوموړې په وينا، په ځينو جرګو كې ښځو له ډېرو لرو پرتو ولايتونو څخه له خپلو سيمه ييزو جامو سره ګډون درلود.

په بېړنۍ لويه جرګه كې چې د طالبانو له پرځېدو وروسته جوړه شوه، د لومړي ځل لپاره ۱۱ فيصده ښځو ګډون درلود.

له دې جرګې وروسته تر ننه پورې څلور نورې جرګې د افغان دولت لخوا جوړې شوي چې په ټولو كې ښځو ګډون درلود.

په مشورتي لويه جرګې كې د ښځو ونډه

په مشورتي لويه جرګې كې په ۱۶ ډلو كې د ښځو پر ګډون سربېره ۶۵ تنو ښځو نورو ښځو د ښځو په استازيتوب ګډون درلود.

د مشورتي لويې جرګې لپاره د چمتووالي كمېسيون وياند عبدالخالق حسيني پشه يي وايي، يادې ښځې د ښځو د حقونو د فعالو بنسټونو د غړو، د لوړو زده كړو د وزارت او د پوهنې وزارت په مرسته ورپېژندل شوې وې چې په ټوليز ډول ۴۰۰ تنه ښځو په جرګې كې ګډون درلود.

د هغه په وينا، له دې كبله چې د مشورتي لويې جرګې د ګډونوالو شمېر په تېرو ۱۲ كلونو كې د پنځو جرګو د ګډونوالو په پرتله زيات وو، نو ځكه په دې جرګه كې د ښځو ونډه زياته وه.

د كابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاده شهلا فريد وايي، په جرګو كې د ښځو د رول موثريت پخپله ښځو پورې اړه لري چې د هغوى له حضور څخه سمبوليكه استفاده ونه شي.

هغه په دې باور ده چې په هېواد كې ټولنيز دودونه او په ښځو كې د لازم توان د نشتوالي له كبله  دا امكان ډېر كم دى چې ښځې دې د نارينه وو برابر په جرګو كې حضور ولري، خو بيا هم د طالبانو له پرځېدا وروسته تل په جرګو كې د ښځو د حضور لپاره هڅه شوې ده.

نوموړې د تېرو جرګو له تجربو څخه وايي چې محدود شمېر ښځو به فعاله ونډه اخيسته او په كاري كمېټو كې به د مرستيال او منشي د پوستونو لپاره نوماندېدې.

د هغې په وينا، په مشورتي لويه جرګه كې كه څه هم د كميت له پلوه لږو ښځو ګډون درلود او له نا امنو سيمو څخه هېڅ يوه ښځه جرګې ته د ګډون لپاره نه وه راغلې، خو له نورو سيمو څخه ښځو او نارينه وو دواړو ګډون درلود.

نوموړې دا هم وايي چې دا ځل زيات شمېر فعالو او روڼ انده ښځو په جرګې كې ګډون درلود او په بحثونو كې يې فعاله ونډه اخيسته او په وينا يې، يوه ښځه د رئيس او زيات شمېر ښځې د منشي په توګه په كاري كمېټو كې ګمارل شوې وې.

د جرګې پړېكړه

د كابل مشورتي لويه جرګه د كابل او واشنګتن ترمنځ پر امنيتي تړون د بحث او حكومت ته د مشورې وركولو لپاره جوړه شوې وه، دې جرګې امنيتي تړون ومانه او په يوه پرېكړه ليك كې يې له جمهوررئيس حامد كرزي څخه وغوښتل چې د روان ميلادي كال ترپايه دې لاسليك كړي.

د مشورتي لويې جرګې په ۳۱ ماده ييز پړېكړه ليك كې راغلي دي چې:

– د جرګې غړو په جرګه كې د حامد كرزي د وينا په تاكيد د افغانستان او امريكا ترمنځ د امنيتي تړون مسوده تاييد كړه.

– امريكايي سرغړونكي ځواكونه دې د امكان تر حده پورې دننه په افغانستان كې د امريكا په محكمو كې محاكمه شي، خو امريكايان په هېڅ صورت اجازه نه لري د افغانستان په خاوره كې زندان يا زنداني ولري.

–    د افغانستان د بهرني سياست بنسټ يوازې د هېواد د ملي ګټو پر اساس ايښودل شوى او امريكا اجازه نه لري د افغانستان له خاورې څخه د درېيم هېواد په ضد كار واخلي.

–    لويه جرګه په افغانستان كې د سولې د بهير لپاره د امريكا په مرسته ټينګار كوي.

–    په هغه صورت كې چې امريكا په خپلو تعهداتو عمل ونه كړي افغانستان بايد كوم امتيازات چې امريكا ته يې وركړي، بېرته واخلي.

–    د افغانستان او امريكا ترمنځ امنيتي تړون بايد د روان كال تر پايه پورې نهايي او لاسليك شي.

سره له دې چې د جرګې د ګډونوالو اكثريت د امنيتي تړون په لاسليكولو ټينګار درلود، خو دا تړون د حامد كرزي له لوري لاسليك نه شو چې وروسته افغانانو په دې اړه بېلابېل غبرګونونه وښودل، زيات شمېر افغانان د تړون لاسليك ته خوشبيني ښيي او د هېواد په ګټه يې بولي.

له جرګې څخه د خلكو هيلې

حاجي عبدالحليم چې په  مشورتي لويه جرګه كې يې د سمنګان ولايت د خلكو استازيتوب كاوه، په دې باور دى چې دا تړون بايد لاسليك شي ځكه چې د افغانانو په ګټه دى: (( كه چيرې دا تړون له امريكا سره لاسليك نه شي، نو هغوى به نور زموږ له هېواد سره كومه علاقه ونه لري او ښايي چې ګاونډي هېوادونه بيا زموږ د هېواد په چارو كې لاسوهنه وكړي.))

وژمه د كابل د طبي پوهنتون د څلورم كال محصله وايي: (( زه په دې نظر يم چې دا تړون بايد له ټاكنو څخه د مخه لاسليك شي، څرنګه چې جمهوررئيس وويل سوله او امنيت دواړه د امريكايانو په لاس كې دي، نو كه دا تړون لاسليك شي د سولې په راوستو كې به ګټور ثابت شي.))

په مشورتي لويه جرګه كې د فارياب استازې تهمينه شجاع وايي، هغه څه دې وشي چې د افغانانو خير او ښېګڼه پكې نغښتې وي.

د نوموړې په وينا، امريكا دا ژمنه كړې چې افغان امنيتي ځواكونه به تجهيزوي او افغانان هم دې مرستې ته اړتيا لري.

د جرګې پايله

په داسې حال كې چې د جرګې په پرېكړه ليك له جمهوررئيس حامد كرزي نه غوښتنه شوې وه چې د امريكا سره دې امنيتي تړون ژر تر ژره لاسليك كړي، خو جمهوررئيس كرزي د مشورتي لويې جرګې د پاى په وينا كې يو ځل بيا د تړون له لاسليكولو نه ډډه وكړه.

هغه ټينګار وكړ چې دا تړون به په راتلونكي كال كې د ټاكنو په پايله كې رامنځته شوى نوى حكومت لاسليك كړي.

جمهوررئيس حامد كرزي ظاهرا ټينګار وكړ چې د امنيتي تړون د لاسليكولو نه دمخه د امريكا نه په ښكاره توګه په هېواد كې د سولې راوستلو وعده غواړي، خو د مشورتي لويې جرګې رئيس صبغت الله مجددي د حامد كرزي له دې وينا سره سخت غبرګون وښود او ويې ويل: ((امريكا زموږ ټولې غوښتنې ومنلې، نو كه چېرې كرزى بيا هم د دې تړون لاسليك ځنډوي، نو دا به د افغان ولس په زيان وي او موږ دا نه منو.))

دا په داسې حال كې ده چې د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كېري او د دفاع وزير چك هيګل ټينګار وكړ چې ياد تړون بايد د ۲۰۱۳ كال تر پايه پورې لاسليك شي، تر څو په ۲۰۱۴ كال كې د امريكايي سرتېرو وتلو ته زمينه برابره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA