په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي سياليو په لړ کې تېره ورځ افغانستان د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له كينيا وګټله او نېغ په نېغه يې په بنګله دېش كې د ۲۰۱۴ميلادي كال د نړيوال شل اوريز جام سياليو ته لار پيدا كړه.

د دې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۸ منډې جوړې كړې، خو د کينيا لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ۱۱۴ منډو وسوځېده او افغانستان دا لوبه د ۳۴ منډو په توپير وګټله.
په دې لوبو كې افغانستان په پرله پسې توګه د شپږو لوبو په ګټلو ۱۲ نومرې ترلاسه كړې او پخپل ګروپ کې يې لومړى مقام خپل کړ.
افغانستان تر دې مخکې د كركټ پنځوس اوريزو نړيوالو سياليو ته هم بريالی شوی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ