د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي سياليو په لړ کې دويمه لوبه هم وګټله. دا ځل افغانستان له پاپو نيو ګيني هېواد سره لوبه درلوده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي سياليو په لړ کې دويمه لوبه هم وګټله.
دا ځل افغانستان له پاپو نيو ګيني هېواد سره لوبه درلوده.
پچه د پاپو نيو ګيني لوبډلې وګټله او په ټاكل شويو شلو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د 167 منډو هدف وټاکه، خو د باران له كبله لوبه د شلو اورونو پر ځاى 7 اورونو ته راټيټه شوه او افغان لوبډلې ته په 7 اورونو کې د 69 منډو هدف ورکړل شو.
د هېواد ملي لوبډلې وکړاى شول، چې يوازې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د سيالې لخوا وركړل شوى هدف پوره كړي او لوبه وګټي.
تردې مخكې افغانستان سكاټلنډ ته په ۱۷منډو ماتې وركړې وه، خو په بله لوبه كې بيا د هالنډ لوبډلې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
افغانستان به بله لوبه د نومبر په شلمه نېټه له برموډا سره ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ