ads

چارواكي: هلمند کې ۶۵ فيصده خلک بې روزګاره دي

د هلمند ولايت ځايي چارواكي وايي، د اقتصاد په برخه کې د دولت ناسمې تګلارې د دې لامل شوې چې د بېکارۍ تر څنګ ناامني هم زياته شي. دوى وايي که په تېرو څو کلونو کې د يوه ښه پلان له مخې بنسټيزې او دوامداره پروژې جوړې شوې وى نو ځوانانو ته به د کار […]

نویسنده: The Killid Group
13 تله 1392
چارواكي: هلمند کې ۶۵ فيصده خلک بې روزګاره دي

د هلمند ولايت ځايي چارواكي وايي، د اقتصاد په برخه کې د دولت ناسمې تګلارې د دې لامل شوې چې د بېکارۍ تر څنګ ناامني هم زياته شي. دوى وايي که په تېرو څو کلونو کې د يوه ښه پلان له مخې بنسټيزې او دوامداره پروژې جوړې شوې وى نو ځوانانو ته به د کار زمينه هم برابره واى او نا امنيو ته به يې زړه نه ښه کاوه.

د هلمند ولايت ځايي چارواكي وايي، د اقتصاد په برخه کې د دولت ناسمې تګلارې د دې لامل شوې چې د بېکارۍ تر څنګ ناامني هم زياته شي.

دوى وايي که په تېرو څو کلونو کې د يوه ښه پلان له مخې بنسټيزې او دوامداره پروژې جوړې شوې وى نو ځوانانو ته به د کار زمينه هم برابره واى او نا امنيو ته به يې زړه نه ښه کاوه.

د هلمند د اقتصاد رييس نثاراحمد ذهيب احمدي وايي، که څه هم دوى هڅه کوي چې بې روزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره کړي، خو اوس مهال د تېر يو کال را هيسې د پروژو د کمښت له امله ډېر شمېر هغه کسان چې په پروژو کې يې د کار له امله د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې هوارولې بي کاره شوي دي چې دې کار دوى اند ېښمن کړي دي.

د ده په خبره، اوسمهال د دوى هڅې دا دي، هغه پروژې چې په ولسواليو او لرې پرتو سيمو كې پلان شوې دي، خلكو ته په کې ډېره ونډه وركړل شي تر څو  يادې ستونزې هوارې او د خلكو اقتصاد پر پښو ودرېږي.

د غه راز د هلمند د كار او ټولنيزو چارو رياست د ټولنيزو چارو امر محمد امان نېكمل هم مني، چې په دې وروستيوكې د بې كارۍ كچه لوړه شوې او لامل يې په تېرو ۱۲ كلونو كې په خپل سر عملي شوې پرژوې دي.

ده زياته كړه، چې د دوى د معلوماتو او ترسره شويو سروې ګانو له مخې ۶۵ سلنه وګړي بې روزګاره شوي او خلک له فقر سره مخ دي.

د نېکمل په وينا، كه چېرې دولت او نړيوالې ټولنې د كرنې او صنعت په برخه كې پر ځاى پروژې پلې كړې واى ، خلكو ته به په اړوندو برخو كې د کار زمينه  برابره او کورنى اقتصاد به يې غوړېدلى و.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر پاسوال جمعه ګل همت هم وايي د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له امله زرګونه ځوانان په نشه يي توکو روږدي شوي، چې هم د مخالفينو کرښې ورسره پياوړې شوي او هم د جرمونو ګراف لوړ شوى دى.

د يادونې وړ ده چې په تېرو ١٢ کلونو کې په هلمند کې د بهرنيو مرسته کوونکو لخوا سلګونه ميليونه  امريکايي ډالره په بېلابېلو پروژو ولګول شول، خو د ځايي اوسېدونکو په وينا په يادو لګول شويو پيسو فابريکې، د کرنې د توليداتو د پروسس لپاره داسې کارونه كېدل چې د خلكو اقتصاد به په پښو درېدلى واى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA