د اسيايي پراختيا بانک يوه نوې سروې ښيي، چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ ميلادي کلونو کې وده وکړي. په دغې سروې کې، چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې خپره شوه راغلي، چې په يادو کلونو کې به د افغانستان اقتصاد له درېيو تر پنځو فيصدو پورې
د اسيايي پراختيا بانک يوه نوې سروې ښيي، چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ ميلادي کلونو کې وده وکړي.
په دغې سروې کې، چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې خپره شوه راغلي، چې په يادو کلونو کې به د افغانستان اقتصاد له درېيو تر پنځو فيصدو پورې وده وکړي.
د اسيايي پراختيا بانک مسولين په همدې کلونو کې افغانستان ته د خپلو مرستو ډاډ هم ورکوي.
دوي وايي، له افغانستان سره به په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې څلور سوه ميليونه ډالره مرسته وکړي.
په افغانستان کې د اسيايي پراختيايي بانک رئيس جوجي توکيشي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د يادې سروې د خپرېدو پرمهال وويل، د کرنې او کانونو برخې ته پاملرنه کولاى شي په دې کلونو کې اقتصادي وده تضمين کړي.
د دې بانک څېړنې ښيي، چې په دوه زره ديارلسم او څوارلسم کال کې به اقتصادي وده بياد د تېر ميلادي کال په پرتله کمه وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ