ښځې د افغاني ټولنې هغه نيمايي برخه ده چې تل يې په خپل مثبت او ګټور زيار او هڅې سره د نارينه و برابر د ټولنې په جوړښت كې ونډه اخيستې او د دې ترڅنګ يې خپل شتون هم په ټولنه كې ثابت كړی دى.
ښځې د افغاني ټولنې هغه نيمايي برخه ده چې تل يې په خپل مثبت او ګټور زيار او هڅې سره د نارينه و برابر د ټولنې په جوړښت كې ونډه اخيستې او د دې ترڅنګ يې خپل شتون هم په ټولنه كې ثابت كړی دى.
ګل جان هم له دې شمېرې ښځو څخه يوه ده چې د كابل په شهر آرا بڼ كې يې يو كانتين پرانيستى او د خوراكي توكو د خرڅلاو ترڅنګ پخپله هم خوراكي شيان لكه پيره كي، منتو، آشك، چپلي كباب او داسې نورې هوسانې پخوي.
د نوموړې په وينا، دغه كانتيتن يې د مياشتې په ۷ زره افغانۍ په كرايي نيولى او د سهار له ۹ بجو څخه د مازديګر تر ۴ بجو پورې پكې په كار بوخته وي: ” د رخصتۍ په ورځو كې راباندې ډېره ګڼه ګوڼه وي او په يوازې ځان د ټولو غوښتنه نه شم پوره كولاى، نو ځكه دوه تنه نورې ښځې هم په كار ګمارم او دوه نيم سوه افغانۍ وركوم.”
ګل جان په اصل كې د كندوز ولايت اوسېدونكې ده، خو اوس له خپل مېړه او دوو اولادونو سره په كابل كې ژوند كوي.
د هغې په خبره، د ژوند پرمخ بېول او د ماشومانو او كور د اړتياوو پوره كول ډېر ستونزمن كار دى، په تېره بيا چې د چا مېړه ناروغ او پر ځاى پروت وي: ” كله ناكله مې ورور هم په كارونو كې راسره مرسته كوي، د كانتين چارې پرمخ وړي او د هوسانو د پخولو لپاره مواد هم راته له بازاره رانيسي.”
ګل جان وايي، د مياشتې ورته ۵ زره افغانۍ پاتې كېږي چې يوه اندازه يې د كور پر سودا او د ماشومانو پر زده كړې مصرفوي او په پاتې پيسو د بل ځل لپاره خوراكي مواد اخلي: (( د ژوند ګوزاره مې په ډېره ښه توګه كېږي او لاس مې چاته اوږد نه دى.))
هغه اندېښنه چې د كابل ښار د ښځينه بڼ ټولې پلورونكې يې په زړونو كې لري د ژمي راتګ دى، ځكه چې ښځې د تفريح لپاره بڼ ته نشي ورتلاى او د دوى كار به هم په ټپه درېدلاى وي.
د ګل جان لپاره هم د نورو په څېر د ژمي ورځې له ستونزو سره يو ځاى دي، خو د نوموړې په وينا، الله (ج) ته امېد لري چې چاته يې لاس اوږد نه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ