ads

د هرې ناستې د ښکلا رنګ کلام

د پښتو شعر يوه ښه ځانګړنه سندريزتوب ده، دغه ځانګړنه ډېر ځله په شعر کې د وزن، دروني اهنګ او غږيزو کلماتو د شتون په بڼه تجسم مومي. په دې بحث کې داسې يو شاعر درپېژنو چې کلام يې له همدغې ښکلا او ځانګړنې برخمن دى. د پښتو شعر يوه ښه ځانګړنه سندريزتوب ده، دغه […]

نویسنده: The Killid Group
11 تله 1391
د هرې ناستې د ښکلا رنګ کلام

د پښتو شعر يوه ښه ځانګړنه سندريزتوب ده، دغه ځانګړنه ډېر ځله په شعر کې د وزن، دروني اهنګ او غږيزو کلماتو د شتون په بڼه تجسم مومي. په دې بحث کې داسې يو شاعر درپېژنو چې کلام يې له همدغې ښکلا او ځانګړنې برخمن دى.

د پښتو شعر يوه ښه ځانګړنه سندريزتوب ده، دغه ځانګړنه ډېر ځله په شعر کې د وزن، دروني اهنګ او غږيزو کلماتو د شتون په بڼه تجسم مومي. په دې بحث کې داسې يو شاعر درپېژنو چې کلام يې له همدغې ښکلا او ځانګړنې برخمن دى.

خاوره د ولیانو ده کور د ننګ و نام دی
نوم چې دې جانان وطنه واورمه سلام
ګل ګلستانه زار شمه زار
ګران افغانستانه زار شمه زار

ترپايه

دغه شعر د خپل ډېر سندریز والي له کبله د ګڼو هنرمندانو توجه خپله کړې او تکړه سندرغاړي فرهاد غفور په يو ښکلي طرز کې ويلی دی.

د دې سندريز کلام ويونکی شفيع الله بابرزى دى. بابرزى زموږ د پېر هغه شاعر دى چې کلام يې پخپله د ده پرتله ډېر مشهور دى، دا ځکه چې دى ډېر فقيرانه مزاج لري او ګوښه ګير پاتې شوى دى، تر دا وروستیو ډېرو خلکو، حتى شاعرانو او اديبانو هم نه و ليدلى. د دې يو علت ښايي دا وي چې بابرزى له پيله دومره په ادبي غونډو کې ګډون نه دی کړی، خو اوس ښه دى ادبي ناستو ته راځي او کلام يې د هرې ناستې د ښکلا رنګ دى.

استاد اسدالله غضنفر وايي: (( شاید له ډېرو خلکو سره سوال وي، ښايي له ډېرو سره دا پوښتنه وي چې د بابرزي صاحب شعرونه سندرغاړي ولې ډېر اخلي. البته ځينې خلک به چې بدګمانه دي، دا فکر کوي چې بابرزی به خپله سندر غاړو پسې ورځي چې زما شعرونه واخلئ، حقيقت داسې نه دی، سندرغاړي په خپل فن کې ډېر ماهر دي. دوی پوهېږي چې کوم شعرونه خلک خوښوي او کوم شعرونه په سندرو کې ښه راځي او دا د شعر یو لوی کمال دی.))

د استاد غضنفر په اند د بابرزي شعرونه، د موسيقۍ په لحاظ ډېر روان ويل کېږي او جزيل کلام دی.))

د بابرزي لومړنی شعر شمس الدين مسرور کمپوز کړی او ويلی دی: (( زه د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د لومړي کال محصل وم، شعرونه به مې په انيس او هېواد اخبار کې چاپېدل، شمس الدين مسرور زما یو شعر ويلی و چې باده یوسه دغه زېری سردرو کې ـ انقلاب د شهيدانو هديرو کې. او له هغه وروسته منګل و نغمې يو شمېر سندرې وویلې، لکه کوتره الوتمه تا ولیدم که نه، وخت مازیګر و…))

د بابرزي دغه شعر د شپيتمو کلونو په وروستیو کې ډېر زیات مینه وال درلودل، په تېره چې خوږ غږې سندرغاړې مېرمن نغمه ورته د موسیقۍ جامه هم په غاړه کړه.

د بابرزي شعر، د ولسي او معاصر شعر يو ګډ ترکیب دى، ده ډېر ځله په ملي اوازانو کې شعر ويلى او له دې کبله شعرونه يې ولسي رنګ لري.

يوهنمل محمد اسمعيل يون وايي چې بابرزی د پښتو د ولسي شاعرانو په ډېرو ښو شاعرانو کې حسابېږي: (( خپله په ولس کې اوسېدلی دی، ولسي اصطلاحات او محاورې، حتی په ولس کې د هغو بوټو او ونو نومونه چې ولس يې په کومه لهجه کاروي، ده شاعرۍ ته ور داخل کړي دي.))

یون وړاندې وايي چې د پښتو ډېر شعرونه، داسې دي چې په ملي اوزانو کې دي او ولس يې ډېر خوښوي، د يون په وينا، کله چې دغه شعرونه خلک لولي او یا يې د هنرمندانو له خولې اوري پرې ډېر ښه لګېږي، ځکه چې هم په ملي موسيقۍ کې ډېر برابر راځي او هم له دې وړاندې د ولس ذهن له دغسې شعرونو سره اشنا دی.

يون د بابرزي په شعر کې د یو بل کمال یادونه هم کوي او هغه دا چې ژبه ډېره ساده او پسته کاروي: ((دی په ولسي شاعرانو کې يو ډېر ښه شاعر دی.))

د بابرزي يو کمال دا هم دی چې په خپلو ډېرو شعرونو کې يې د جنګ د کلونو شېبې هغه هم په ډېر لطيف انداز کې انځور کړې دي.

استاد غضنفر وايي، څوويشت کلنو جګړو، د مليونونو افغانانو بېځایه کولو، پرديو هېوادونو ته تللو، له کليو نه ښارونو ته راتګ، له ښارونو نه کلو او کمپونو ته تګ، ډېره عظيمه او دردناکه تجربه وه، خو لکه څومره چې ښايي زموږ اوسني شعر ورته پام نه دی کړی: (( خو بابرزی په هغو شاعرانو کې دی چې دغو هجرتونو، دغو مساپريو، دغو له هېواده لرې کېدلو ته يې په خپل شعر کې لطیفې اشارې کړې دي چې زما په فکر دی زموږ په هغو شاعرانو کې دی چې پر ادب او بیا پر افغان ادب ډېر حق لري. مثلاً دی وايي:

زما د تورې حجرې ورکه یاره
راشه چې بیا مې ستا ناستی په کار دی

دا ګورئ یوه تجربه ده، زموږ ډېر یاران او دوستان، له موږ نه په ناستې يوې خوا او بلې خوا لاړل، که مرګي را نه وانخستل، مساپرۍ، غريبۍ او نا امنۍ را نه واخستل. لرې ځايونو ته لاړل او بیا ارمان ورپسې کوو.

غضنفر د بابرزي په شعر کې د جنګ د کلونو د روحي حالاتو انعکاس مهم او هغه راتلونکو نسلونو ته يوه ستره هنري تجربه ګڼي، ځکه دغه ډېرش کلن جنګ چې په افغانستان کې و، د هر افغان روح ته يې زیان رسولی دی، د هر افغان زړه یې مات کړی دی: (( ښايي داسې افغان چې له دې ټولو جنګونو نه روغ راوتلی وي، په روحي لحاظ ممکن نه وي. د دغو روحي حالاتو انعکاس په شعر کې، دا ډېر مهم کار دی، راتلونکو نسلونو ته يوه ډېره عظيمه او هنري تجربه ده چې بايد شاعران یې منتقل کړي. بابرزي صاحب په دې کې فعاله او ښه برخه اخيستې ده، مثلاً دی وايي:

اوس د بلبلو اوازونه په موږ بد لګېږي

د پسرلي د ګل رنګونه په موږ بد لګېږي

هغه چا چې غم ليدلی، په واقعي ډول يې غم ليدلی وي، هغه په دې پوهېږي چې حتی د ګل د ليدو حوصله نه وي ور پاتې او د سندرو د اورېدو حوصله نه لري.

يا وايي:
د جانان نوم چې اخلو خپلې غريبۍ ته ګورو
خدایه د ښکلو اوربلونه په موږ بد لګېږي

سعدي صاحب وايي چې يو کال په دمشق کې دومره ډېره وچکالي شوه، چې خلکو مينه هېره کړه، غريبي، بدبختي، بې وسي، بې وزلي او غمونه په سړي ډېر څه هېروي، مينه هم هېروي او دا تجربه ده هغه واقعي تجربه چې، ښاغلی بابرزی يې په انعکاس کې پاتې نه راځي او يا وايي:

شپونکيه بس ده د شپېلۍ ژبه دې ګونګه ساته
د پرهرونو مرهمونه په موږ بد لګېږي

کله چې انسان په رواني لحاظ ډېر بېچاره شي، حتی بيا یې علاج هم نه خوښېږي، ګوره اوس دا تجربه عملاً موږ په دې هېواد کې وينو، اوس چې دې هېواد ته سوله راغلې ده، حتی داسې رواني ناروغان اوس هم پيدا کېږي چې ټک و پوک ته خوشاله دي، جنګ ته خوشاله دي، چې بم چولو او وينې تویولو ته خوشاله دي.ځکه په روحي لحاظ کاملاً تباه شوي خلک په دې ملک کې شته او دا ډېر اوږد جنګ ډېره ترخه تجربه ده. د بابرزي صاحب په شعر کې حتی همدغه ترخه تجربه هم منعکسه شوې ده.))

يون چې شاعر د محيط بچى بولي، له شاعر نه غواړي هغه څه چې په محيط کې پېښيږي، هغه انځور کړي: ((له محيط نه هاخوا څه شی نه شي انځورولای، اصلا شعر د محيط انعکاس دی، البته په هنري انداز باندې نو شاعر بايد خپله په محيط کې و اوسېږي او د محيط څه ناخوالې چې دي، څه برياوې چې دي یا څه نور مسايل دي هغه بايد چې په هماغه خپله بڼه له هنري ښکلا سره په شعر کې وړاندې شي، دا ولس ته خوند ورکوي او بابرزی صاحب په دې کې بريالی دی.))

غضنفر د بابرزي شعرونه د خاص و عام د ذوق شعر ګڼي او وايي چې په پښتو شعر کې يوه خاصه خلا وه چې بابرزي هغه ډکه کړې ده.

غضنفر دغه خلا واقعه ګويي بولي او وايي: (( د ده په شعر کې چې يو شی ما ډېر وليد، هغه واقعه ګويي ده. کله چې شاعر په عشقي مسايلو خبرې کوي، خو عشق يې افلاطوني عشق نه وي، ايډيال عشق نه وي، لکه د ليلا و مجنون مينه چې وه، بابرزی د همدغسې مينې داستان په خپلو شعرونو کې بيانوي او زه فکر کوم په پښتو دېواني شعر کې، دغې مينې ته توجه لږ شوې ده او دا ډېره ښه خبره ده چې اوسني شاعران توجه ورته وکړي. دا يوه خلا وه چې بايد ډکه شي او په دې برخه کې د بابرزي صاحب کار د ډېرې ستاينې وړ دی. فرضاً زه به مثال درکړم.

غريبي ده نن مو یو یو جانان بس دی
چې د ښکلو ارزاني شوه بيا به ګورو

په دې بيت کې اول خو دا ده، چې جانان یو نه دی، یعنې ډېر کسان کېدای شي چې سړی یې جانان کړي، بله خبره دا ده چې مينه یې له فقر او بېوزلۍ سره تړلې ده، حال دا چې په ايډیاله مينه کې غريبي د لارې خنډ ګرځېدای نه شي. له بلې خوا که فکر ورته وکړو یو ډول طنز هم په کې شته، ځکه موږ معمولاً کله چې مينه یادوو، نو مينې ته ډېر لوړ او عالي مقام ورکوو. دا د عادي ژوند سطحې ته يې نه را ټيټوو، خو واقعيت دا دی چې محبت هم د واقعي ژوند يوه برخه ده. په حقيقت کې دا د مينې د انځورولو يوه ښه طريقه ده، د نړۍ د نورو ژبو شاعران دېته ډېر پام کوي، بهتره ده چې زموږ شاعران هم ورته پام وکړي، بابرزی صاحب دېته پام کوي.))

په شعر کې طنزي کيفيت او واقعه ګويي ولسي ژبې ته اړتيا لري، د بابرزي د شعر ژبه هم ولسي ده او دا هغه ځانګړنه ده چې د ده دا ډول شعرونه يې لا نور هم پر کيفه کړي دي، غضنفر په دې اړه وايي: ((مثلاً په همدې بيت کې چې مخکې مو ولوسته په دويمه مسره کې: يې:

څو چې تنکي ژڼي پې مړه نه شي خولګۍ په څه شوه. دا (په) چې ده د (پر، پرې او باندې) پر ځای د شينوارو په ولسي ژبه کې کارول کېږي او دغه د محلي ژبې اصطلاح چې ده دلته راغلې ده، دغه ژبه چې دلته محلي شوې ده، دغه شعر ته يې نور هم خوند ورکړی دی. دغسې د ژبې محلي کارول او محلي استعمال د ده په شعر کې نور هم ډېر دی، مثلاً سیل ته ممکن سيال ووایي او دا د ده په شعر کې ډېر خوند کوي، ځکه چې موضوعات يې هم محلي او ولسي دي. نو دغسې ژبه د هغه له شعرونو سره ډېره ښه لګېدلې ده. یا فرضاً اعتبار ته اتبار ووایو.))

غضنفر د بابرزي په سياسي او اجتماعي شعرونو کې هم د طنز د شتون خبره کوي: (( نه یوازې په عشقي شعرونو او عشقي موضوعاتو کې، بلکې په سياسي او اجتماعي موضوعاتو کې هم د ده په شعر کې هم یو ظنز وينو. مثلاً:

دغه دوه ورځې ملکي دغلته
په دې غريب قوم هر سړي کړې ده

دغه دوه ورځې ملکي او په دې غريب قوم هر سړي کول، دا خپله يو لطیف طنز دی.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA