ads

د فلمونو سناريو او ډايركټ پام غواړي

افغان سينمايي لوبغاړى حاجي ګل، په هېواد كې مروج  فلمونه  بې كيفيته بولي، د ده په خبره د سناريو او ډايركټ په برخه كې يې جدي پام نه كېږي.ياد افغان فلمي لوبغاړي چې تر دا مهاله په دې برخه كې جايزې هم ترلاسه كړې وايي چې په افغانستان كې د فلمونو روان وضعیت، له فلمي […]

نویسنده: The Killid Group
30 سلواغه 1390
د فلمونو سناريو او ډايركټ پام غواړي

افغان سينمايي لوبغاړى حاجي ګل، په هېواد كې مروج  فلمونه  بې كيفيته بولي، د ده په خبره د سناريو او ډايركټ په برخه كې يې جدي پام نه كېږي.
ياد افغان فلمي لوبغاړي چې تر دا مهاله په دې برخه كې جايزې هم ترلاسه كړې وايي چې په افغانستان كې د فلمونو روان وضعیت، له فلمي نړۍ څخه زړه تورى كړى او كه دا لړۍ دوام وكړي، ممكن د افغان سينما ډېر مسلكي او پېژندل شوي لوبغاړي به له سينما مخ واړوي.

افغان سينمايي لوبغاړى حاجي ګل، په هېواد كې مروج  فلمونه  بې كيفيته بولي، د ده په خبره د سناريو او ډايركټ په برخه كې يې جدي پام نه كېږي.

ياد افغان فلمي لوبغاړي چې تر دا مهاله په دې برخه كې جايزې هم ترلاسه كړې وايي چې په افغانستان كې د فلمونو روان وضعیت، له فلمي نړۍ څخه زړه تورى كړى او كه دا لړۍ دوام وكړي، ممكن د افغان سينما ډېر مسلكي او پېژندل شوي لوبغاړي به له سينما مخ واړوي.

حاجي ګل چې له تېرو ۱۸ كلونو راپه دې خوا د سينما ډګر ته راغلى زیاتوی چې (( په افغانستان كې ډېری جوړېدونكي فلمونه د افغان ولس له فرهنګ سره په ټکر کې دي.))

نوموړى وايي:(( په دې وروستيو كې راته د شلو تنو فلم جوړونكو له خوا په فلم كې د كار بلنه راكړل شوه، خو د سناريو تر لوستو  وروسته مې هېڅ داسې فلم پيدا نه كړ چې په هغه كې رول ولوبوم.))

د حاجي ګل په وينا، يو شمېر سينماګران د دې پر ځاى چې د فلم كيفيت ته پام وكړي كميت ته  يې ډېره توجه اړولي او په لږ وخت كې بې كيفيته فلمونه جوړوي چې په خبره یې په پای کې د سینما د بدنامېدو سبب کېږي.

ياد فلمي ستوري اندېښنه وښوده چې دغسې خراب وضعيت د سينما اصلي څېره خړه كړې ده: دا كار د دې سبب شوى چې د سينما د اصلي څېرې په اړه د ټولنې نظر بدل شي او خلك سينما د ساعت تيرۍ او عياشۍ ځاى وبولي.))

حاجي ګل وړاندې وايي: (( سينما، ښوونځى دى چې ولس ته د ټولنيزو اخلاقو درس وركوي.))

د نوموړي په خبره، ښايي ډېر داسې فلمي لوبغاړي وي چې هغوى دې د رول لوبولو لپاره ليوالتيا ولري، خو دى ځكه په سينما كې رول لوبولو ته زړه نه ښه كوي چې په افغانستان كې دم ګړۍ جوړېدونكي فلمونه د كتونكو هنري تنده نه شي ماتولى: (( په افغان سينما كې چې نن سبا كوم فلمونه جوړيږي، ډېرى  يې د نورو هېوادونو تقليد دى.))

حاجي ګل د بچه كابلي په فلم كې تر لوبېدنې وروسته نړيوال شهرت ترلاسه كړ او  په دې فلم كې د ده د مركزي رول له كبله دغه فلم په ۱۲ نړيوالو فيسټيوالونو كې نندارې ته وړاندې شو.

دغه فلم  څه موده وړاندې د ايران د فجرپه سينمايي فيسټيوال كې د سيمرغ طلايي جايزه هم ترلاسه كړه.

بچه كابلي چې په فرانسه، امريكا، المان او… هېوادونو سربېره  د ۲۰۰۸ كال د سپتمبر په اتلسمه نېټه د كابل په اريانا سينما كې نندارې ته وړاندې شو، د سينمايي كارپوهانو، دولتي چارواكو او عامو خلكو له خوا يې تود هركلى وشو.

دغه فلم د يوه داسې نوي زېږېدلي كوچني هلك د ژوند كيسه انځوروي چې خلك ورته د مجرم په سترګه ګوري او د ژوند په لومړيو شيبو كې له راز راز ستونزو سره مخ كېږي.

د دغه فلم مركزي كركټر حاجي ګل دی، نوموړی غواړي د دغه ماشوم ژوند خوندي كړي.

حاجي ګل په دغه فلم كې د خالد په نوم د يوه ښاري ټكسي چلوونكي په رول كې راڅرګنديږي او د يوه زړه سوانده  كابلي په څېر د يوه ټكسي موټر په چلولو خپله ګوزاره کوي.

دغه فلم د برمك اكرم په نوم د يومسلكي سينماګر په کارګردانۍ جوړشوی، نوموړی دا مهال په فرانسه كې اوسي.

دا فلم په حقيقت كې د هغو كوچنيو افغان ماشومانو د ژوند تمثيل دى چې د نورو د تېروتنو له كبله د ژوند په كوچني عمر كې هم د ناسمو ټولنيزو دودونو ښكار كېږي.

د يادونې ده چې دغه فلم د”كان” په نړيوال فلمي فيسټیوال كې د بشري حقونو جايزه  هم ترلاسه كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA