ads

شفیق مريد: ښايسته افغانستانه

شفیق مرید د افغاني موسيقۍ په ډګر كې هغه ځوان او نوښتګر سندرغاړی دی چې په ډېر کم وخت کې يې په خپلو نوښتګرو سندرو سره پښتو موسيقي وځلوله. شفیق مرید د افغاني موسيقۍ په ډګر كې هغه ځوان او نوښتګر سندرغاړی دی چې په ډېر کم وخت کې يې په خپلو نوښتګرو سندرو سره […]

نویسنده: The Killid Group
9 سلواغه 1390
شفیق مريد: ښايسته افغانستانه

شفیق مرید د افغاني موسيقۍ په ډګر كې هغه ځوان او نوښتګر سندرغاړی دی چې په ډېر کم وخت کې يې په خپلو نوښتګرو سندرو سره پښتو موسيقي وځلوله.

شفیق مرید د افغاني موسيقۍ په ډګر كې هغه ځوان او نوښتګر سندرغاړی دی چې په ډېر کم وخت کې يې په خپلو نوښتګرو سندرو سره پښتو موسيقي وځلوله.

٢۶ كلن مريد د کابل په ښار کې نړۍ ته سترګې پرانيستي، د انصاري عالي ليسه يې لوستې او په خپله مورنۍ ژبه پښتو سربېره په دري او هندي ژبو هم سندرې لري چې دده د شهرت بريدونه يې نړيوال كړي دي.

شفيق يو لوستى انسان دى، د كانكور په ازموينه كې د خپلې خوښې پوهنځي ژورناليزم ته بريالى شوى، خود ځينو بوختياوو او رسمي دندې له كبله تر دې دمه نه دى توانېدلى په دې پوهنځي كې خپلو زده كړو ته دوام وركړي، ولې هوډ لري چې د خپلې خوښې په پوهنځي ژورناليزم كې خپلې لوړې زده كړې بشپړې كړي.

د شفيق هره سندره يو نوى انداز لري، خو د هغه “د مورې سندره”  او د افغانستان لپاره ويل شوې سندره” ښايسته افغانستانه” سندرو په ولس كې دده مينه نوره هم زياته كړه ځكه چې دا دواړه ( مور او افغانستان) د مينې سمبولونه دي چې هر يو يې ده په خپل خواږه غږ كې په ښكلي انداز تصوير كړي دي.همدې ته په پام دده د ښايسته افغانستان سندرې ته څه موده وړاندې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا جايزه وركړل شوه او دا سندره يې ډېره وستايل شوه.

مورې مورې تږى يم په لپه كې اوبه راكه، هره لار ده رانه وركه، ښايسته افغانستانه، بنګړي په تا مين دي، تاسره مينه لرم ( له سيتا قاسمي سره ګډه سندره)، هسې ولې رانه لاړې، زما مينه  نه ده هغه مينه د بل چا ده، بې وفا ولې راته وايې، چې دې وكړه بهانه زه درنه لاړم، چې داغرور دې شي مات، دا افغانستان، سرزمين ما، به نګاهت، سرخيلي نازنينم، بيا اى راحت جانم، اى تمام هستي بودي، يار كو ميلې يارو… يې مشهورې سندرې دي چې هره يو يې د يو خاصې طبقې لپاره ويل شوې.

شفيق هغه مهال ډېر وځلېد چې  څلور كاله  وړاندې د ده د بې وفا ولې راته وايې سندرې د كابل په ګڼو اېف اېم راډيو سټېشنونو كې غوغا جوړه كړه او هره ګړۍ به په لسګونو ېف اېم راډيو ګانو ته دده ددې سندرې فرمايشونه وركول كېدل.

د شفيق مريد د سندرو ويلو بهير دومره مخينه نه لري، خو شهرت يې تر ډېرو مشهورو سندرغاړو هم زيات دى او سربېره پر دې چې کلاسيکه موسيقي يې زده کړې، هارمونيه، كيبورد او شپيلۍ هم په مزه غږولى شي.

د شفیق مرید د بریاليتوب راز يوازې د هغه د ښكلي غږ انګازې نه، بلكې د هغه د شعرونو په انتخاب كې او د ښکلو هنري کليپونو او موسیقۍ په جوړولو كې نغښتى دی:(( د خپلو يو شمېر سندرو لپاره كمپوز پخپله جوړوم.))

د شفيق مريد سندرې ساده، خو تر ډېرو رنګينو سندرو هم ښكلې او خوندورې دي او دا خوند هغه څه دى چې نوموړي په ساده والي كې موندلى دى: (( زه يو ساده انسان يم او له ساده والي سره مينه لرم، ځکه چې ښکلا په ساده توب کې ده.))

شفيق وايي، دى د خپلې كورنۍ لومړى كس دى چې د هنر ډګر ته يې رادانګلي او په وينا يې په لومړيو كې له يو لړمخالفتونو سره هم مخ شوى دى: (( له ماشومتوب څخه مې د سندرو ويلو سره مينه درلوده، خو كله مې چې په لومړي سر كې د سندرو ويلو هڅه وكړه، مور مې راسره مخالفت وكړ.))

د دې پوښتنې په ځواب كې چې آيا  د موسيقۍ په برخه کې يې مسلکي زده کړې ترلاسه کړې دي، په ځواب كې يې مريد وايي: ((ما د موسيقۍ په اړه مسلکي زده کړې نه دي ترلاسه کړي، خو د وتلي سندرغاړي نذير خارا سره  مې کار کړى دى او په دې وروستيو کې مې له يو تن پاکستاني ښوونکي څخه د کلاسيکې موسيقۍ په برخه كې زده کړه كړې ده.))

شفيق وايي، په دې وروستيو کې په هېواد كې د موسيقۍ وضعيت ښه شوى او په وينا يې ګڼ شمېر داسې نويو سندره غاړو دې هنر ته مخه کړې ده چې موسيقۍ ته د وده ورکولو تمه ترې كېدلاى شي.

شفیق سره له دې چې يو غوره هنرمند دى یو مخ ماتی او صمیمي شخص هم دی چې غلی انداز یې هم په سړي ډېره اغېزه كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA