ads

هادي خان د غلو د یوه بانډ مشري کوي

حقيقت د افغان سينما يو نوى او په زړه پورې سريال دى چې ډېر ژر به د ځينو خصوصي ټلوېزيونو په پرده را ښكاره شي. دغه سريال د افغان سينماګر اقبال په كارګردانۍ جوړيږي چې تقريبا ۹۰ فيصده كار يې بشپړ شوى دی. په حقيقت کې تر ډېره هڅه شوې چې د ناخوالو حقيقت د […]

نویسنده: The Killid Group
19 مرغومی 1390
هادي خان د غلو د یوه بانډ مشري کوي

حقيقت د افغان سينما يو نوى او په زړه پورې سريال دى چې ډېر ژر به د ځينو خصوصي ټلوېزيونو په پرده را ښكاره شي. دغه سريال د افغان سينماګر اقبال په كارګردانۍ جوړيږي چې تقريبا ۹۰ فيصده كار يې بشپړ شوى دی. په حقيقت کې تر ډېره هڅه شوې چې د ناخوالو

حقيقت د افغان سينما يو نوى او په زړه پورې سريال دى چې ډېر ژر به د ځينو خصوصي ټلوېزيونو په پرده را ښكاره شي.

دغه سريال د افغان سينماګر اقبال په كارګردانۍ جوړيږي چې تقريبا ۹۰ فيصده كار يې بشپړ شوى دی. په حقيقت کې تر ډېره هڅه شوې چې د ناخوالو پر وړاندې د مبارزې لار وموندل شي.

ياد سريال چې هنري اړخ هم لري، موضوع يې په افغانستان كې روانو نا امنيو او جنايي جرمونو ته ځانګړې شوې ده.

دا سريال كه له يوې خوا د افغان سينما نوې لاس ته راوړنه ده له بلې خوا د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په لار كې ډېر ګټور تمامېدلاى شي، ځکه په تېرو لسو كلونو كې د جنايي جرمونو پر وړاندې د نويو روزل شويو پوليسو وړتيا او زړورتيا په ګوتو كوي.

د دې سريال مركزي رول افغان لوبغاړي هادي خان دلسوز لوبولى دى، هادي خان  دلسوزپه دې سريال كې د غلو د يو لوى بانډ مشري كوي او د خپل ځواكمن بانډ په وسيله په بېلا بېلو جنايي كړنو لاس پورې كوي، د طلافروشۍ او صرافۍ ماركيټونه لوټوي او د دولت لپاره يو سرخوږۍ جوړوي.

دا چې هادي خان ولې دا منفي رول غوره كړ په اړه يې نوموړي کلید ته داسې وویل: (( د سينما هرنقش كه هغه منفي وي او كه  مثبت، پر ليدونكو لږه او ډېره اغېزه كوي، په تېره بيا منفي رول د مثبت رول په پرتله ډېرموثر دى چې د ډېرو خلكود ژوند تګلوري ته بدلون وركولى شي.))

هادي خان وايي، په حقيقت سريال كې د غلو د بانډ د مشر رول يې كه له يوې خوا د ډاېركټر غوښتنه وه له بلې خوا نوموړي هم علاقه درلوده، څو په دې رول سره خلكو ته د جنايتونو ناوړه پايله وښيي او د خپل هېواد په امنيت كې مرسته وكړي.

هادي خان وايي، له دې وړاندې يې كميډي رولونه ډېر لوبول، خو له سينما سره دعلاقې له مخې په دې رول كې چې يو جدي رول دى، ډېر ښه ولوبېد : (( په حقيقت كې له خپل كار څخه ډېر خوښ يم.))

هادي خان وايي، دى پر حقيقت سربېره په يوه فلم كې چې كميډي صحنې لري او د اسد طائزي په كارګردانۍ جوړشوى دوه ساعته فلم دى، هم په مركزي رول كې راڅرګنديږي.

هادي وايي، په دې فلم كې يې د فلم د ډاېركټر اسد طائزي پر وړاندې لوبه كړې او د يو سوداګر په رول كې راڅرګند شوى دى.

دا چې ياد فلم په كومه موضوع راڅرخي په اړه يې هادي خان وايي : ((  دا فلم د يو افغان مامورد ژوند كيسه ده چې د هغه د ژوند تراژيدي يې په كميډي صحنو كې راخستې ده.))

د هادي په وينا د ياد فلم سناريو د نړۍ د نامتو ليكوال شكسپير له اثر څخه اقتباس شوې ده. دی زياتوي، د دې فلم ټولې صحنې په كابل او شاوخوا ولسواليو كې شوټينګ شوي او سربېره پر دې چې هنري ژانر دى، مستندې صحنې هم لري چې د افغان ولس بې وزلي او د چارواكو بې غوري په ګوته كوي.

هادي خان وايي، په دې فلم كې يو تجربه كاره مامور د كور د كرايې د لوړوالي له كبله دې ته اړ كيږي چې له ښار څخه كډه وكړي او د اطراف ژوند غوره كړي. كله چې ياد مامور د خپلې دندې پر مهال د معاملاتو د لارښوونې دفترونو ته ورځي، هغوى ورته په ډالرو د كورونو د كرايې خبره كوي.

هادي خا ن دلسوز پر راډيويي او ټلوېزيوني سريالونو سربېره په تياتري پروګرامونو كې هم راڅرګنديږي، نوموړى له تېرو اتو كلونو راهيسې د بي بي سي راډيو سره په نوي كور نوي ژوند ډرامه كې د مجيد په رول كې كار كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA