د پاکستان یوه قضايي چارواکي د دغه هېواد پخواني جمهور رييس پروېز مشرف ته خبرداری ورکړ، چې هېواد ته د راستنیدا په صورت کې به ونیول شي. د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې چودري ذوالفقار علي ویلي، چې پرویز مشرف به پاکستان ته د راتګ پر مهال د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظر بوټو د وژنې
د پاکستان یوه قضايي چارواکي د دغه هېواد پخواني جمهور رييس پروېز مشرف ته خبرداری ورکړ، چې هېواد ته د راستنیدا په صورت کې به ونیول شي.
د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې چودري ذوالفقار علي ویلي، چې پرویز مشرف به پاکستان ته د راتګ پر مهال د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظر بوټو د وژنې په تور ونیسي.
نوموړي پرون په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، چې د پرویز مشرف د نیولو بیاځلي امر ته اړتیا نشته، ځکه هماغه پخوانی امر لا پر ځای دی.
جنرال پرویز مشرف په ۲۰۰۸ کال کې وروسته تر هغې له خپلې دندې لاس په سر او لندن ته لاړ، چې د پاکستان پارلمان د نوموړي د استیضاح غوښتنه وکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ