ads

نايجيريا كې د يوه بريد له كبله ۱۷ تنه ووژل شول

د نايجيريا په داماوا ولايت په موبي سيمې كې يوه تن د عيسويانو پر يوې ډلې بريد كړى، چې له كبله يې ۱۷ تنه وژل شوي دي.د دې ترڅنګ د نايجيريا په مركز يوله كې هم د بريدونو خبرونه وركړل شوي دي.     د نايجيريا په داماوا ولايت په موبي سيمې كې يوه تن […]

نویسنده: The Killid Group
17 مرغومی 1390
نايجيريا كې د يوه بريد له كبله ۱۷ تنه ووژل شول

د نايجيريا په داماوا ولايت په موبي سيمې كې يوه تن د عيسويانو پر يوې ډلې بريد كړى، چې له كبله يې ۱۷ تنه وژل شوي دي.
د دې ترڅنګ د نايجيريا په مركز يوله كې هم د بريدونو خبرونه وركړل شوي دي.

 

 

د نايجيريا په داماوا ولايت په موبي سيمې كې يوه تن د عيسويانو پر يوې ډلې بريد كړى، چې له كبله يې ۱۷ تنه وژل شوي دي.

د دې ترڅنګ د نايجيريا په مركز يوله كې هم د بريدونو خبرونه وركړل شوي دي.

په موبي كې د وژل شويو كسانو په اړه عيني شاهدانو د بي بي نړيوالې څانګې ته ويلي، چې دغه كسان د جنوبي سيمو اوسېدونكي دي او د لګبو په نامه قبيلي سره تړاو لري.

د دوى په وينا، دغه بريد هغه مهال ترسره شو، چې دوى سره په خپلو كې د جمعې په ورځ د وژل شوي كس، د مړي د لېږد په اړه، چې د نامعلومو موټرسايكل سورو لخوا وژل شوى و خبرې اترې كولې.

د عيني شاهدانو په وينا، دغه كسان سره په خپلو كې په خبرو بوخت وو، چې يو تن د الله اكبر ناره وكړه او پر دوى يې ډزې پيل كړې.

د يادونې وړ ده، چې د لګبو قبيلې ډېر خلك په شمالي نايجيريا كې دوكانونه او نور سوداګريز كاروبار لري، خو اوس مهال په موبي ښار كې ډېر لګبو سوداګرو خپل دوكانونه او كاروبار تړلى او له دې سيمې څخه د تګ په اړه فكر كوي.

د بريد پړه د بوكو حرام په نامه يوې ډلې پرغاړه اخيستى او د دغې ډلې وياند عبدل قاقا رسنيو ته ويلي، چې ګومي او موبي كې شوي بريدونه دوى كړي دي.

نوموړي زياته كړې: ((موږ خپل دغه راز بريدونه هرې خوا ته غزوي، څوك د نايجيريا حكومت ته په ډاګه شي، چې پر موږ د دوى بېړنى حالت اعلانول كوم اغېز نه كوي، موږ چې چرته هم وغواړو تلاى شو.))

د ده په وينا، دا بريدونه په شمالي سيمو كې د جنوبي سيمو اوسېدونكو ته د وتو خبردارى – ده له حكومته وغوښتل، چې له بوكو حرام سره تړاو لرونكي بنديان دې زر تر زره خوشې كړي.

كه څه هم د نايجيريا عيسوي جمهور رييس جناتن ګډلك د بوكو حرام ډلې د سركوبولو  اعلان كړى، خو د دې هېواد عيسوي حزبونو پر ده تور لګولى، چې دى د دوى د ساتنې لپاره اړين ګامونه نه پورته كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA