ads

بنو كې ځانمرګي بريد ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان  په بنو سیمه کې د سرحدي پوليسو پر مركز ځانمرګی برید شوى، چې له كبله يې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بنو د پوليسو مشر عبدالله شاه د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه پېښه له بنو څخه نږدې پنځه كيلومتره لرې د ميرانشاه پر سړك رامنځته […]

نویسنده: The Killid Group
3 مرغومی 1390
بنو كې ځانمرګي بريد ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان  په بنو سیمه کې د سرحدي پوليسو پر مركز ځانمرګی برید شوى، چې له كبله يې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بنو د پوليسو مشر عبدالله شاه د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه پېښه له بنو څخه نږدې پنځه كيلومتره لرې د ميرانشاه پر سړك رامنځته

 

 

د پاکستان  په بنو سیمه کې د سرحدي پوليسو پر مركز ځانمرګی برید شوى، چې له كبله يې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بنو د پوليسو مشر عبدالله شاه د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه پېښه له بنو څخه نږدې پنځه كيلومتره لرې د ميرانشاه پر سړك رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته كړه، چې نن سهار وختي يو ځانمرګي بريد له چاودېدونكو توكو ډك موټر د ياد مركز له شا دېوال سره وجنګاوه، چې په ترڅ كې يې د سرحدي (فرنټير كور) پوليسو ۶ سرتيري مړه او ۱۱ نور ټپيان شول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له ځانمرګي بريد وروسته يو شمېر ناپېژاندو وسله والو ډزې هم كړي دي.

له پېښې سمدستي وروسته سيمه د امنيتي ځواكونو لخوا كلابند شوه او له ډزو وروسته ورته نور ځواكونه هم راغلل.

د پېښې پړه پاكستان طالبانو پرغاړه اخيستې او د همدې ډلې وياند احسان الله احسان د بي بي سي اردو څانګې ته په ټليفوني اړيكه كې ويلي، چې دا بريد د دوى ملګرو كړى، خو له كبله يې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې له يوې مودې راهيسې په پاكستان كې په ځانمرګو او وسله والو بريدونو كې كمښت راغلى و، خو د جمعې په ورځ د خيبر پښتونخوا په ټانګ ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او ورپسې يوه ورځ وروسته بنو كې د سرحدي پوليسو مركزونه په نښه شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA