له سيمې څخه د رارسېدليو راپورونو له مخې د سوريې د پوځ لسګونه سرتيري هغه مهال د خپلو ملګرو لخوا ووژل شول، چې غوښتل يې له يوه پوځي مركزه تېښته وكړي او له لاريون كوونكو سره يوځاى شي.
له سيمې څخه د رارسېدليو راپورونو له مخې د سوريې د پوځ لسګونه سرتيري هغه مهال د خپلو ملګرو لخوا ووژل شول، چې غوښتل يې له يوه پوځي مركزه تېښته وكړي او له لاريون كوونكو سره يوځاى شي.
تراوسه ازادو خبري سرچينو د دې ادعا پخلى نه دى كړى، ځكه دا مهال په سوريه كې ازادو او بهرنيو رسنيو ته د فعاليت اجازه نشته.
تر دې وړاندې سوريې له عربي اتحاديې سره د يوه تړون له مخې مبصرينو ته دې هېواد ته د راتګ اجازه وركړې وه، خو نور بهرنيان لا هم په دې هېواد كې د فعاليت اجازه نه لري.
د سوريې د بهرنيو چارو د وزير وليد معلم په وينا، عربي اتحاديې د سوريې لخوا په تړون كې پيشنهاد شوي اصلاحات منلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ