ads

فلپين كې د سېلاب له كبله وژل شويو شمېره ۴۰۰ ته ورسېده

په فلپين كې د سېلابونو راوتو له كبله د وژل شويو كسانو شمېره له څلور سوو واوښته او لسګونه نور نادركه دي. دغه سېلاب د واشي په نامه سمندري طوفان له امله د سختو بارانونو وروسته راووت او له دې امله ډېرى مرګ ژوبله د فلپين   په فلپين كې د سېلابونو راوتو له كبله […]

نویسنده: The Killid Group
27 لیندۍ 1390
فلپين كې د سېلاب له كبله وژل شويو شمېره ۴۰۰ ته ورسېده

په فلپين كې د سېلابونو راوتو له كبله د وژل شويو كسانو شمېره له څلور سوو واوښته او لسګونه نور نادركه دي. دغه سېلاب د واشي په نامه سمندري طوفان له امله د سختو بارانونو وروسته راووت او له دې امله ډېرى مرګ ژوبله د فلپين

 

په فلپين كې د سېلابونو راوتو له كبله د وژل شويو كسانو شمېره له څلور سوو واوښته او لسګونه نور نادركه دي.

دغه سېلاب د واشي په نامه سمندري طوفان له امله د سختو بارانونو وروسته راووت او له دې امله ډېرى مرګ ژوبله د فلپين په جنوب كې پرتې منډاناو جزيرې كې رامنځته شوې ده.

پر دغې جزيرې له سخت باران وروسته نيمه شپه يو ناڅاپه سېلاب راغى او خلكو ته يې د هيڅ كار موقع په لاس ورنه كړه.

د چارواكو په وينا، په ډېر شمېر كې خلك نادركه دي او زرګونه خلك د جزائر لوړو ځايونو ته لېږدېدلي دي.

په فلپين كې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر بينيټو راموس رسنيو ته ويلي، چې منډاناو جزيرې كې د مړو شويو كسانو شمېرې كې ښايي ډېروالى راشي.

راموس يوه ځايي تلويزېزيون سره په خبرو كې وويل، چې دغه سېلاب داسې مهال په ناڅاپي ډول راووت، چې خلك په خواږه خوب ويده وو او له همدې امله هېچا ته د كوم اقدام موقع په لاس ورنغله.

په فلپين كې هر كال لږ تر لږه ۲۰ ستر طوفانونه راځي او د روان كال په سبټمبر كې د دوو سترو طوفانونو له كبله له سلو زيات كسان وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA