ايران ادعا كړې، چې د دې هېواد په ختيزه برخه كې يې د امريكا يوه بې پيلوټه الوتكه راغورځولې ده. د دوى په وينا، دغه الوتكه، چې د جاسوسۍ لپاره كارول كېږي نوې (RQ1-70 ) ماډل ده، چې په رادار كې نه ليدل كېږي، د جوړېدو اعلان يې امريكا دوه كاله وړاندې كړى و.
ايران ادعا كړې، چې د دې هېواد په ختيزه برخه كې يې د امريكا يوه بې پيلوټه الوتكه راغورځولې ده.
د دوى په وينا، دغه الوتكه، چې د جاسوسۍ لپاره كارول كېږي نوې (RQ1-70 ) ماډل ده، چې په رادار كې نه ليدل كېږي او د جوړېدو اعلان يې امريكا دوه كاله وړاندې كړى و.
د ايراني رسنيو د راپور له مخې دغې بې پيلوټه الوتكې ته ډېر زيان نه دى اوښتى او د هغې يو شمېر برخې ترلاسه شوې دي.
ايراني پوځي چارواكو ويلي، چې د ايران په فضايي حريم دغه راز تېرى به په راتلونكي كې د ايران حدودو پورې محدود پاتې نشي.
امريكا لا د ايران د دغې ادعا پخلى نه دى كړى.
په دې وروستيو كې د امريكا په ګډون د لويديزو هېوادونو او ايران ترمنځ د اتومې وسلې د جوړلو پر سره اړيكې ترينګلې شوي او يادو هېوادونو پر ايران له همدې كبله اقتصادي بنديزونه هم لګولي، خو ايران وايي، چې د دوى اتومي پروګرام د سوله ييزو موخو لپاره دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ