ads

لوګرۍ سرینده د لوګرۍ موسیقۍ خوند او شخوند

((لوګرۍ سرینده له یو ټوټه لرګي او څو تارونو رغیدلې،  همدا سبب دى چې د دې سریندې له نوم سره هرومرو د لوګر د موسيقۍ روښانه انځوراولوړغږ د هرچا په ذهن کې تصویرېږي.)) ((لوګرۍ سرینده له یو ټوټه لرګي او څو تارونو رغیدلې،  همدا سبب دى چې د دې سریندې له نوم سره هرومرو د […]

نویسنده: The Killid Group
9 زمری 1390
لوګرۍ سرینده د لوګرۍ موسیقۍ خوند او شخوند

((لوګرۍ سرینده له یو ټوټه لرګي او څو تارونو رغیدلې،  همدا سبب دى چې د دې سریندې له نوم سره هرومرو د لوګر د موسيقۍ روښانه انځوراولوړغږ د هرچا په ذهن کې تصویرېږي.))

((لوګرۍ سرینده له یو ټوټه لرګي او څو تارونو رغیدلې،  همدا سبب دى چې د دې سریندې له نوم سره هرومرو د لوګر د موسيقۍ روښانه انځوراولوړغږ د هرچا په ذهن کې تصویرېږي.))

دا د لوګرۍ سريندې د پنځوونكي استاد دورمحمد لوګري د زوى استاد سلام لوګري وينا ده، خو د لوګرۍ موسيقۍ مينه وال وايي چې د دغې سريندې له كبله لوګرۍ موسيقۍ نوې بڼه او نوى خوند خپل كړى چې ورځ تربلې يې مينه وال په زياتېدا دي.

دا چې دغه موسيقي څه ډول وځلېده او څنګه رامنځته شوه په اړه يې د لوګر د موسيقۍ د بنسټ اېښودونكي سندرغاړي استاد (دورمحمد لوګري) زوی او د افغان موزيك د رياست غړى استاد سلام لوګرى وايي :(( زما پلار د غازي امان الله شاه د واكمنۍ پر مهال عسكر و، نوموړي  د عسكرۍ په وخت کې له یوه لرګي او تار څخه د موسیقي يوه داسې آله جوړه كړه چې ډېر ښكلى غږ يې كاوه او ده پرې په خپله غیچک (سرینده) نوم کېښود.))

نوموړى زياتوي چې د امان الله شاه د واکمنۍ په ختمېدو یې پلار عسکري پرېښوده او ایران ته کډوال شو، هلته يې  له خپلو درېيو نورو افغان  ملګرو چې هغوى هم د هنر استادان وو( کمال، جمال او شمس الدین) د يوې نوې موسيقۍ د رامنځته كېدو تمرين كاوه .

د سلام لوګري د معلومات پر بنسټ، لومړى ځل د لوګرۍ موسيقي بنډار د كابل په خيرآباد سيمه كې د ده د پلار استاد دورمحمد لوګري له خوا جوړ شو: ((له دې وروسته د لوګرد موسیقۍ آوازې په ټول افغانستان کې خپرې شوې آن تر دې چې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه هم دغه موسيقي ډېره خوښه شوه او زما پلار استاد دورمحمد خان لوګري ته يې په  راډیو افغانستان كې د کار کولو بلنه وركړه.))

د لوګرۍ موسيقۍ  بل تكړه سندرغاړى استاد بېلتون چې له استاد دوري څخه يې لوګري موسيقي زده كړې وايي :(( لوګرۍ موسیقي د خپل مست او زړه راښکونکي ساز له کبله د هېواد د شمال او ختیځو موسیقیو سره فرق لري چې دا فرق  يې د لوګرۍ سریندې څخه پيل شوى.))

۸۰ كلن استاد بېلتون چې د لوګرۍ موسيقي سره يې په زرګونه سندرې زمزمه كړې دي په دې اعتراف كوي چې د دور محمد لوګري له خوا جوړه شوې سريندې لوګرۍ موسيقي ته نوى خوند وركړی:((سرينده د لوګرۍ موسيقۍ ځانګړې آله ده، ځكه چې دغه آله د لوګر خپله ده او همدغه آله د لوګرۍ موسیقي د مستوالي وسیله ګرځېدلې ده.))

نوموړى وايي سرینده په نورو دودیزو او آن نړیوالو موسیقیو كې هم شته چې ویلون ورته وايي، خو لوګرۍ سرینده د غږ او جوړښت له پلوه له هغو سره خورا توپیر لري او د لوګرۍ موسیقۍ له سترو ځانګړتیاوو څخه شمېرل کېږي چې لوګرۍ موسیقي  یې له نورو دودیزو موسیقیو څخه جلا کړې ده.

د لوګرۍ موسيقۍ يو تن مينه وال استاد عبدالجليل لوګرى په دوديزه موسيقي كې لوګرۍ سرينده اړينه بولي: ((په دودیزه موسیقۍ کې لوګرۍ سرینده داسې ده لکه د هزاره جاتو په موسیقي کې دمبوره چې پرته له هماغو سیمه ییزو خلکو څخه بل څوک یې نه شي غږولی.))

نوموړى استدلال كوي چې لوګرۍ سرینده د نورو موسیقي آلاتو په څېر سازمان ورکړل شوې آله نه ده چې د څو سرونو په اجرا کولو سره دې هرڅوک وغږولی شي، بلکې ځانته ځانګړی مهارت غواړي.

۲۲ كلنه نظيفه چې د لوګر ولايت اصلي اوسېدونكې ده او دا مهال په كابل كې اوسي وايي: ((  سره له دې چې دا مهال په كابل كې شاوخوا دېرش ټلوېزيوني چينلونه او د څلويښتو په شاوخوا كې ايف ايم راډيوګانې بېلابېلې سندرې خپروي، خو زما تنده پرې نه ماتيږي.))

نظيفه وايي چې لوګرۍ موسيقي  ځكه ډېر خوند وركوي چې دا يې د خپلې پلرني سيمې ځانګړې موسيقي ده.

د لوګرۍ موسيقۍ معاصر تاریخ د افغان انګلیس له درېیمې جګړې(۱۹۱۹) څخه وروسته پیلېږي او د دې ځانګړې موسیقي بنسټګر او پنځوونکی ( دور محمد لوګرى) چې په دوري لوګري مشهوره دی، دى.

دا مهال لوګري موسیقي د افغانستان له پولو دباندې، هند، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، چین، جرمني، فرانسه، کاناډا، یوګوسلاویا او ان امریکا ته رسېدلې او ډېر مینه وال لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA