ads

ګيتار د غرب نه، بلكې د افغان موسيقي آله ده

ګيتار د موسيقۍ يوه سيم لرونكې آله ده چې ډېر خلك يې په تېروتنه د غربي موسيقۍ آله بولي. پخواني ګيتارونه يوازې د شپږو اوږدو تارونو په وسيله جوړېدل، ولې ننني ګيتارونه په ۴، ۷، ۸، ۱۰،۱۱، ۱۲، ۱۳ او آن ۱۸ تارونه جوړېږي چې د دې آلې اصلي حالت يې بدل كړى. ګيتار د […]

نویسنده: The Killid Group
3 زمری 1390
ګيتار د غرب نه، بلكې د افغان موسيقي آله ده

ګيتار د موسيقۍ يوه سيم لرونكې آله ده چې ډېر خلك يې په تېروتنه د غربي موسيقۍ آله بولي. پخواني ګيتارونه يوازې د شپږو اوږدو تارونو په وسيله جوړېدل، ولې ننني ګيتارونه په ۴، ۷، ۸، ۱۰،۱۱، ۱۲، ۱۳ او آن ۱۸ تارونه جوړېږي چې د دې آلې اصلي حالت يې بدل كړى.

ګيتار د موسيقۍ يوه سيم لرونكې آله ده چې ډېر خلك يې په تېروتنه د غربي موسيقۍ آله بولي.

پخواني ګيتارونه يوازې د شپږو اوږدو تارونو په وسيله جوړېدل، ولې ننني ګيتارونه په ۴، ۷، ۸، ۱۰،۱۱، ۱۲، ۱۳ او آن ۱۸ تارونه جوړېږي چې د دې آلې اصلي حالت يې بدل كړى.

د ګيتار د تاريخچې په اړه بېلابېلې خبرې كېږي، خو اوسنيو محققانو په خپلو نويو څېړنو كې جوته كړې چې ګيتار ۴۰۰۰ كاله پخوا په افغانستان کې جوړ شوی دی.

د موسيقۍ د چارو كارپوه قاسم زرين خېل رامشګر همدغو موندنو ته په پام وايي: (( په زغرده وايم چې ګيتار يوه افغاني آله ده چې خلك يې په تېروتنه غربي بولي.))

رامشګر چې د كابل پوهنتون د ښكلو هنرونو له پوهنځي څخه د كلاسيك ګيتار په برخه كې د ليسانس سند اخستى، دا خبره ردوي چې ګيتار د لومړي ځل لپاره په اروپا كې جوړ شوی دی.

رامشګر مني چې اوسنى ګيتار له پخواني سره توپير لري، هغه وايي:(( هغه ګيتار چې په افغانستان كې جوړ شو اوغرب ته يوړل شو، غربيانو يو څه تغيیر په كې راوست او غربي ګيتار نوم يې پرې كېښود، خو له دې حقيقت څخه بايد سترګې پټې نه شي چې د موسيقۍ دغه مهمه آله د لومړي ځل لپاره افغان هنرمندانو جوړه كړې ده.))

دا خبره يوازې د رامشګر نه ده، بلكې غربي څېړونكي هم په دې باور دي چې ګيتار په افغانستان كې جوړه شوې آله ده.

رامشګر وايي: ((څه موده وړاندې يوه فرانسوي څېړونكي ومنله چې ګيتار يوه افغاني آله ده،  دغه څېړونكي په خپله تازه چاپ شوې رساله كې ليكلي چې ګيتار ته ورته آله د لومړي ځل لپاره د افغانستان په شمال كې رامنځته شوې ده.))

د قاسم رامشګر په باور ګيتار د تخار ولايت له ((آی خانم )) د سكندر مقدوني له لوري د  GFC ( د هنرمندانو ګرځنده ډلې) په وسيله اروپا ته انتقال شوی او اصلي مركز يې افغانستان دى.

د افغان موسيقي پېژندل شوې څېره ګل زمان، هم قاسم رامشګر ته ورته نظر لري او ګيتار د لرغونوافغانانوهنري آله بولي چې زرګونه کاله وړاندې په آريانا كې جوړه شوې ده.

ګل زمان وايي، دا چې جګړو افغانان وروسته پاتې وساتل د موسیقۍ په ډګر کې هم پاتې راغلل : ((زه فکر کوم چې د موسيقۍ هغه مهمې آلې چې نن يې بېلابېل هېوادونه دعوه كوي، ډېرې يې په افغانستان كې دننه جوړې شوې دي.))

استاد ګل زمان، د رامشګر د خبرو د تایید ترڅنګ وايي: (( نه يوازې دا چې ګيتار د افغانستان د اصيلې موسيقۍ جز دى، بلكې د هند د موسيقى مشهوره آله (( سرود))  هم د افغانستان د اصيلې موسيقۍ د يوې آلې (( رباب)) څخه تقليد دى او په ډېر كم توپير يې ورته جلا نوم اېښى او دغه آله د ځان بولي.))

استاد ګل زمان وايي، نه يوازې دا چې زموږ دوست هېواد هندوستان او غرب زموږ د موسيقۍ ډېرې آلې خپلې كړې دي، بلكې د نړۍ ډېرو هېوادونو، د هېواد ډېرې آلې په كم توپير د ځان بللې او يو څه پر مختګ يې وركړى دى چې مهمې بېلګې يې ګيتار او (سرود) دي چې هنديان او غربيان يې د خپلو آلو جز بولي.

افغان سندرغاړى احمد فانوس هم ګل زمان ته ورته باور لري او وايي: (( د موسيقۍ پخوانۍ آلې د نننيو آلاتو په بڼه نه وې، بلكې  د وخت په تېرېدو يې په بېلا بېلو هېوادونو كې توپير موندلى او اوسنۍ بڼې يې غوره كړې دي.))

استاد فانوس وړاندې وايي: (( د غرب ډېرو هيوادونو دا ډول چلونه كړي او د افغانستان په څېر وروسته پاتې هېوادونو په لرغونو فرهنګي او هنري ميراثونو يې ګېډه اچولې چې نن يې د غربي موسيقۍ په نوم يادوي خو په حقيقت كې د نوروهيوادونو هنر دى.))

فانوس وايي: (( نه يوازې دا چې ګيتار غربي آله نه ده، بلكې ويلون هم د غرب د موسيقۍ آله نه شو بللاى او ډېر احتمال دا دى چې ويلون دې هم په افغانستان كې جوړ شوى وي.))

د فانوس په خبره دا نامعلومه ده چې ويلون د لومړي ځل لپاره څه وخت او په كومه سيمه كې جوړ شو، خو په خبره یې دې آلې هم په غرب کې وده موندلې.

استاد فانوس همداراز ادعا كوي چې سيتار هم  د لومړي ځل لپاره په افغانستان كې جوړ شوى او وروسته هند ته وړل شوى: ((هلته يې په يو څه بدلون د ځان په نامه ترې ګټه كړې چې نن سبا يې ډېر خلك هندي آله بولي، ولې كه پلټنه وشي سيتار هم د افغان موسيقۍ لرغونې آله ده چې هنديانو يو څه منظمه كړې ده.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA