ads

ويښ زلمیان

ويښ زلميان د دغه تحریک د رښتيني غړي محمدعلم خان بڅرکي اثر دی چې په ۱۳۷۹ لمریز کال په نیدرلنډ کې افغاني کلتوري ټولنې له خوا، د ښاغلي نثاراحمد پوپل په مالي لګښت په ۱۵۸ مخونو کې چاپ شوی دی. ويښ زلميان د دغه تحریک د رښتيني غړي محمدعلم خان بڅرکي اثر دی چې په […]

نویسنده: The Killid Group
3 زمری 1390
ويښ زلمیان

ويښ زلميان د دغه تحریک د رښتيني غړي محمدعلم خان بڅرکي اثر دی چې په ۱۳۷۹ لمریز کال په نیدرلنډ کې افغاني کلتوري ټولنې له خوا، د ښاغلي نثاراحمد پوپل په مالي لګښت په ۱۵۸ مخونو کې چاپ شوی دی.

ويښ زلميان د دغه تحریک د رښتيني غړي محمدعلم خان بڅرکي اثر دی چې په ۱۳۷۹ لمریز کال په نیدرلنډ کې افغاني کلتوري ټولنې له خوا، د ښاغلي نثاراحمد پوپل په مالي لګښت په ۱۵۸ مخونو کې چاپ شوی دی.

د دې اثر په پیل کې لومړی د خپروونکي ټولنې يادښت او ورپسې د ښاغلي ډاکتر طارق رشاد ۳۳مخيزه سريزه راغلې چې په ترڅ کې يې په پرتليزه توګه د دغه ګوند په اړه د ځينو کورنيو او بهرنيو لیکوالو نظريې څېړلي او په افغانستان کې يې د روښانفکري ګوندونو پر تاريخي شالید رڼا اچولې ده. ډاکتر رشاد د خپلې سريزې په يوه برخه کې د ويښ زلميانو په اړه ليکي: (( …خو په هر ډول زموږ ګران هېواد افغانستان د سياسي ډلو د جوړېدو اوږد تاریخ نه لري، که له لومړيو او دوهمو مشروطه غوښتونکو او اخوان افغان يا ملي سري جمعيت څخه راتېر شو، په اوسني تعریف او تعبير باندې يوازینۍ سياسي ډله چې د لومړي ځل لپاره د سياسي پروګرام او جوړښت له پلوه د سياسي ډلې او ګوند حکم ورباندې کېدای شي، هغه د ويښ زلمیانو ګوند و.))

که څه هم د ويښ زلميانو اساس او بنسټ په کابل کې ايښودل شوی، خو وروسته په کندهار کې ورته ډېر کار وشو او ښاغلي محمد علم بڅرکي پخپل دې کتاب کې يوازې د کندهار د ويښو زلمو په بهير رڼا اچولې. ليکوال ليکي: (( دلته دې تحريک دومره وده وکړه چې د نور افغانستان د ويښو زلمو اجراات يې تر سيوري لاندې راوستل، نو په دې اساس کوم جریان چې ستاسو حضور ته وړاندې کېږي هغه عموما د کندهار د ويښو زلمو دی.))

ښاغلي بڅرکي هڅه کړې چې په کتاب کې له خپلو معلوماتو او يادښتونو سره سم د ويښ زلميانو سياسي نظریات، سرګذشت او واقعات راوړي. هغه هم په داسې شکل چې هغه منفي اړخونه يې هم پټ نه دي ساتلي.

د کتاب ليکوال په ۱۳۰۰ لمريز کال په کندهار کې زېږېدلی، لومړنۍ زده کړې يې د کندهار په احمدشاهي ليسه کې کړې. بیا د کابل طب پوهنځي ته بریالی شو، خو د خپل ذوق له مخې يې دغه مسلک ته دوام ورنه کړ او په مطبوعاتو کې يې کار پیل کړ چې لومړی د کندهار مجلې مدیر، بیا د کندهار د مطبعې مدیر و. د ويښ زلمیانو د سیاسي غورځنګ په وخت کې د کندهار د زلمو د ګوند منشي و او د ويښ زلمیانو په عمومي بنديګريو کې څلور کاله د کندهار په عسکري چوڼۍ کې بندي و.

پخپله وينا يې، په ۱۳۲۴ لمریز کال ولسي جرګې ته کاندید شو، خو د مرکزي حکومت له خوا زابلی صاحب يې په وړاندې ودرېد. په ۱۳۵۸ کال يې هجرت ته مخه وکړه او بالاخره په ۱۳۸۱ لمریز کال يې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

روسي یرغل په افغانستان باندې، افغانستان مې حکمران پارټي په اردو ژبه، تاج د رابندرنات ټاګور د مکټ په نوم د کتاب ژباړه، د خان صاحب محمد ایوب خان سوانح، طلسم عمل ژباړه او د هګل فلسفه ژباړه، د بڅرکي صاحب چاپ شوي کتابونه دي.

د ښاغلي بڅرکي په وينا، د ويښ زلمیانو تحریک يو ولسي تحریک و چې د ډموکراتيکو آزادیو د لاس ته راوړلو په خاطر، د هېواد روشنفکرو زلمو پیل کړ او په هغه کې مذهبي مبلغين، نشنلستان، سوشلستان او د ټولنې هر ډول خلک شامل وو.

ښاغلی بڅرکی ليکي چې د ويښ زلمیانو تحریک په ۱۳۲۵ لمریز کال سر راهسک کړ او دا هغه وخت و چې نړۍ تازه له دویم نړیوال جنګ څخه خلاصی موندلی و او د افغانستان په ختيځ اړخ کې يو نوی هيواد د پاکستان په نوم جوړ شو. د پېښور او بلوچستان پښتانه او بلوڅ په کې ورګډ کړای شول، په داسې حال کې چې پښتنو نشلستانو د پښتونستان په نوم د يو بېل هېواد دعوا کوله. ليکوال ليکي چې ويښ زلمیانو په سر کې کوم ټاکلی مرام او منشور نه درلود، خو د عامه اذهانو د بیدارولو لپاره سرکاري مطبوعات چې د منورینو په لاس کې و، کارول. لیکوال په مشخص ډول د کابل مجلې نوم اخلي او لیکي: ((د دې مجلې مدیر ارواښاد عبدالروف بېنوا و، د دې وخت د خپرونو مقصد په ځوانانو کې د ملي احساس راويښول او د ځوانانو يو له بله تعارف او شناخته کول وو او هم په دغه رنګه ځوانان پر يوه منبر يا ستېژ راټولول او انسجام ورکول وو.))

د ښاغلي بڅرکي په وینا، په تحریک کې ملایان، صوفیان، متجدد، عصري ځوانان او قدامت پرسته شامل او د ټولو مقصد دا و چې هیواد ته د فکر آزادي، د تعلیم آزادي، سیاسي آزادي او داسې نور راشي.

ښاغلی بڅرکی استاد عبدالروف بینوا، ارسلان سلیمي، قیام الدین خادم، نورمحمد تره کی، فیض محمد انګار، غلام حسن خان ساپی، صدیق الله رښتین او استاد ګل پاچا الفتد دغه تحریک موسسین راپېژني چې لومړی يې په کابل کې يوه ادبي ټولنه جوړه کړه او بیا چې سیاسي زمینه مساعده شوه دا تحریک رامنځته شو. د لیکوال په نظر دغه تحریک په لنډه موده کې د هېواد ټولو ولایتونو کې وزرې خورې کړې او په کندهار کې تر ټولو ژر ځوانانو ورته ښه راغلاست ووايه.

ښاغلی بڅرکی ويښ زلميان په افغانستان کې د ټولو راوروسته رامنځته شوو ګوندونو مور راپېژني چې د فکري آزادۍ لپاره يې ډېرې قربانۍ ورکړې.

تر دې وروسته لیکوال تر بېلابېلو عنوانونو لاندې د دغه تحریک فعالین راپېژني، پر مرامنامو يې غږېږي او پر غړو يې راغلې سختۍ او زندانونه بیانوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA