ads

په” الکریم” فلم بنديز امریکايي جنایات لا بربنډوي

په امريكا كې د مېشتو افغانانو په  يو تازه جوړ شوي فلم ” الکریم” د دې هېواد د فلمونو په لوى فیسټيوال کې چې په كليفورنيا کې جوړ شوی و، بندیز لګېدو د ډېرو افغانانو غوسه راپارولې ده. په امريكا كې د مېشتو افغانانو په  يو تازه جوړ شوي فلم ” الکریم” د دې هېواد […]

نویسنده: The Killid Group
28 چنګاښ 1390
په” الکریم” فلم بنديز امریکايي جنایات لا بربنډوي

په امريكا كې د مېشتو افغانانو په  يو تازه جوړ شوي فلم ” الکریم” د دې هېواد د فلمونو په لوى فیسټيوال کې چې په كليفورنيا کې جوړ شوی و، بندیز لګېدو د ډېرو افغانانو غوسه راپارولې ده.

په امريكا كې د مېشتو افغانانو په  يو تازه جوړ شوي فلم ” الکریم” د دې هېواد د فلمونو په لوى فیسټيوال کې چې په كليفورنيا کې جوړ شوی و، بندیز لګېدو د ډېرو افغانانو غوسه راپارولې ده.

الکريم د هغو نيويارک مېشتو افغانانو کيسه ده چې د سپټمبر د يوولسمې نېټې تر پېښې وروسته يې په ژوند كې ژور بدلون راځي او د امريکايانو او امريکايي چارواکو له لاسه  له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

الکريم فلم په نيويارک کې د” بزکشۍ “په نامه فلمي شرکت د افندي فاروق په قلم او لارښوونه او د نجيب يوريش په ملګرتيا جوړ كړی.

د دغه فلم يوه صحنه او کيسه په امريکا کې د مېشتو افغانانو د ژوند د رښتينو پېښونکلونه دي چې د افندي فاروق او نجيب يوريش په قول، دغه ظلمونه يې په خپله ليدلي دي.

الكريم فلم د کاناډا، هسپانيا، اسټراليا او انګلستان په ۱۶ نندارو او فيسټیوالونو کې ننداره شوی او سره له دې چې ډېره ستاينه يې شوې، غوره جايزه يې هم ګټلې ده، خو له دې سره سره هم دغه فلم ته د امريكا په سينمايي فيسټيوالونو كې د نندارې اجازه نه ده وركړل شوې او په امریکا کې د۳۱ فلمي فيسټیوالونو له خوا رد شوى دی.

د افغان سينما ډاېركټر او فلمي ستورى رسول ايمان وايي، سره له دې چې امريكا د بيان د آزادۍ او د بشر د حقونو ډېرې چېغې وهي، خو د افغان سينما ګر جوړ شوي فلم الكريم ته چې د افغانانو پر وړاندې د امريكايي سپين پوستو ناوړه رويه ښيي د نندارې اجازه نه وركوي.

ايمان وړاندې وايي:((زموږ په هېواد كې هم د هاليووډ ډېر داسې فلمونه  نندارې ته وړاندې كېږي چې زموږ د فرهنګي او مذهبي اصولو خلاف مسايل بيانوي، خو بيا هم  د افغانستان  په څېر په يوه سنتي او مذهبي ټولنه كې د خپرېدو اجازه لري، ولې هغه فلم چې د بشر پر وړاندې د امريكايانو تاوتريخوالى ښيي، د دوى په هېواد كې د خپرېدو حق نه لري.))

ايمان د “لانه سياه” یا تورې ځالې په نامه د هاليووډ يو فلم ته چې يوه افغانه نجلۍ په كې د افغانانو د كلتور خلاف په يوه رسټورانټ كې شراب وركوونكې (ساقي) ښودل شوې په اشارې وايي: (( زموږ په افغاني فرهنګ كې د پیغلې ساقي توب ډېره بده خبره ده، خو بيا هم څه موده وړاندې د هاليووډ دغه فلم په كابل كې د يو خصوصي ټلويزيون له لارې خپور شو.))

د افغانستان سينما پیغله لوبغاړې تمنا اميني وايي: ((امريكا د ښځو پر وړاندې د افغانانو تاوتريخوالي ته په بده سترګه ګوري، خو په الكريم فلم كې ليدل كېږي چې يو امريكايي د يوې افغانې پېغلې پر وړاندې څومره ظلم كړى دى، ځكه نو دوى نه غواړي د ښځو پر وړاندې د هغوى تاوتريخوالى نړى ته افشا شي.))

د افغان سينما يو بل فلمي  ستورى سردار سعيد وايي، په الكريم فلم بنديز د افغان چارواكو بې كفايتي او د امريكايي چارواكو بې عدالتي او ظلم په ډاګه كوي: ((سره له دې چې الكريم د بيان د آزادۍ د اصولو سره سم جوړ شوى دى، خو دا چې دغه فلم د شاهرخ خان د فلم ( زمانوم خان دى زه تروريست نه يم) په څېر يو بريالى فلم دى، نو امريكايان نه غواړي چې د هنر په برخه كې د افغان سينماګرانو وړتيا او د امريكايانو بې رحمانه كړنې نړيوالو ته څرګندې شي.))

سعيد له افغان چارواكو وغوښتل چې د الكريم فلم موضوع جدي ونيسي او په اړه يې له امريكايي مقاماتو سره خبرې وشي.

د افغانستان د سينما يوه پېژندل شوې څېره زمرى مفكر، بيا پر الكريم فلم د امريكايانو بنديز د افغانانو پر وړاندې د هغوى بې پروايي او تكبر بولي.

نوموړى وايي: (( كه امريكايي چارواكي په رښتيا هم د عدل  او بيان د آزادۍ پلويان وي، نو بيا ولې الكريم فلم ته چې د دوى له بې رحمانه كړنو پرده پورته كوي او د امريكا په واټونو او كوڅو كې پر افغان مهاجرينو د هغوى ظلم ښودل كېږي، د خپرېدو اجازه نه وركوي.))

د الكريم فلم ډاېركټر او سناريسټ افندي فاروق وايي: (( امريکايان افغاني نجونو ته لاس ور اچوي او تر بې پته کېدو وروسته يې وژني او په بېلا بېلو تورونو کړول کېږي، وژل کېږي، شتمنيو او عبادت ځايونو ته يې اور اچول کېږي چې دا ډول ډېرې خبرې د امريکا رسنيو پټې ساتلي.))

كه څه هم چې د ۲۰۱۱ كال د سپټمپر تر يوولسمې نېټې پورې، په دې هېواد كې له مېشتو افغانانو سره د هيڅ ډول تبعيض خبرې نه كېدې، خو له هغې ورځې چې افغانستان ته د راغليو امريكايي سرتېرو د مړينې خبرونه په رسنيو كې خپرېږي، ورسره سم د امريكا د ځينو خلكو له خوا د افغانانو پر وړاندې كركې زور اخستى چې الكريم فلم يې رښتینې هنداره ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA