ads

د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې لږ تر لږه ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د پاكستان د دولتي تلويزيون د راپور له مخې ، دغه بريد چې نن سهار د افغانستان او پاكستان پولې ته څېرمه په ميرمل سيمه كې رامنځته شو پكې […]

نویسنده: The Killid Group
21 چنګاښ 1390

د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې لږ تر لږه ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د پاكستان د دولتي تلويزيون د راپور له مخې ، دغه بريد چې نن سهار د افغانستان او پاكستان پولې ته څېرمه په ميرمل سيمه كې رامنځته شو پكې يو موټر په نښه شوى دى.

د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې لږ تر لږه ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پاكستان د دولتي تلويزيون د راپور له مخې ، دغه بريد چې نن سهار د افغانستان او پاكستان پولې ته څېرمه په ميرمل سيمه كې رامنځته شو پكې يو موټر په نښه شوى دى.

د سرچينې په وينا: په دغه بريد كې يادې الوتكې پر موټر دوه مزايل توغولي، چې په ترڅ كې يې ۴ تنه وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.

د ميرمل سيمه د افغانستان او پاكستان پولې ترمنځ پرته ده.

د يادونې وړ ده، چې تېره چهارشنبه د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې د بريد پرمهال څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي وو.

يوه دولتي چارواكي چې نوم يې نه دى ذكر شوى رسنيو ته ويلي وو، چې په دغه بريد كې پر كور ۴ مزايل توغول شوي، چې له كبله يې د كور درې خونې له منځه تللي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې دغه كور د ځايي قبايلي رحمان داوړ دى، خو له څه مودې راهيسې په كې د دولت وسله وال مخالفين مېشت وو.

د ده په وينا: په بريد كې وژل شوي كسان ځايي طالبان دي، چې د حافظ ګل بهادر له مخالفې وسله والې ډلې سره تړاو لري.

ياد دولتي چارواكي زياته كړې، چې په دغه بريد كې د رحمان داوړ يو خوريى هم وژل شوى دى.

د پاكستان په قبايلي سيمو په تېره وزيريستان كې د بې پيلوټه الوتكې بريد اوس ورځنۍ چاره ګرځېدلې او د شمالي او جنوبي وزيرستان پر فضا دغه الوتكې څلرويشت ساعته الوت كوي.

ځايي خلكو رسنيو ته ويلي، چې په يوه وخت د دغې سيمې په فضا كې له ۴ نيولې ان تر شپږو الوتكو پورې الوت كوي، چې د غږ له امله يې دوى نور تر پوزې راغلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA