دامريکا د بهرنيو چارو وزيره هيليري کلنټن په درې ورځني سفر نن هند ته ځي چې له هند سره داتومي ټکنالوژۍ د همکاريو اودافغانستان – پاکستان د حالت په باب د متحدو ايالتونو پراندېښنو خبرې وکړي.
دامريکا د بهرنيو چارو وزيره هيليري کلنټن په درې ورځني سفر نن هند ته ځي چې له هند سره داتومي ټکنالوژۍ د همکاريو اودافغانستان – پاکستان د حالت په باب د متحدو ايالتونو پراندېښنو خبرې وکړي.
دمتحدوايالتونو د بهرنيو چارو وزيره به له هندي چارواکو سره له افغانستانه د لومړنيو امريکايي پوځي قطعو د وتلو په درشل کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه خبرې وکړي.
د امريکا د جمهور ر ئيس بارک اوباما له پرېکړې سره سم به په يوه کال کې ۳۳ زره امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي.
هند له طالبانو سره د افغانستان او امريکا د سولې د خبرو په باب اندېښنه لري او په دې پروسه کې د پاکستان د زياتېدونکي نفوذ په وړاندې نارضايتي ښيي.
له مېرمن کلنټن سره به د هند د بهرنيو چارو وزير په خپلو خبرو کې له پاکستان سره د هند د خبرو دپرمختګ او په سيمه کې د ترهګرۍ د خطرونو په باب مالومات وړاندې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ