ads

کورنۍ او طالبان افغان فلمي ستورې ګواښي

د سينما يو شمېر لوبغاړي وايي چې کورنۍ او طالبان دواړه د دوی د کارونو پر وړاندې ستونزې او خنډونه جوړوي. افغاني الاصله کاناډایۍ فلمي ډایرکټره” نیلوفر پذیرا” چې دا وخت په افغانستان کې په یوه کورني فلم كې په کار بوخته ده وایی: (( کورنیو ستونزو د ډېرو هغو ښځو لوبغاړو د كار مخه […]

نویسنده: The Killid Group
14 چنګاښ 1390
کورنۍ او طالبان افغان فلمي ستورې ګواښي

د سينما يو شمېر لوبغاړي وايي چې کورنۍ او طالبان دواړه د دوی د کارونو پر وړاندې ستونزې او خنډونه جوړوي. افغاني الاصله کاناډایۍ فلمي ډایرکټره” نیلوفر پذیرا” چې دا وخت په افغانستان کې په یوه کورني فلم كې په کار بوخته ده وایی: (( کورنیو ستونزو د ډېرو هغو ښځو لوبغاړو د كار مخه نېولې چې په تېرو څو كلونو كې يې زموږ سره په بېلا بېلو فلمونو كې رول لوبولى دى.))

د سينما يو شمېر لوبغاړي وايي چې کورنۍ او طالبان دواړه د دوی د کارونو پر وړاندې ستونزې او خنډونه جوړوي.

افغاني الاصله کاناډایۍ فلمي ډایرکټره” نیلوفر پذیرا” چې دا وخت په افغانستان کې په یوه کورني فلم كې په کار بوخته ده وایی: (( کورنیو ستونزو د ډېرو هغو ښځو لوبغاړو د كار مخه نېولې چې په تېرو څو كلونو كې يې زموږ سره په بېلا بېلو فلمونو كې رول لوبولى دى.))

پذيرا زياتوي چې د اسامه فلم لوبغاړې مارینا ګلبهاري او دیبا بارکزۍ چې يوه يې ۱۶ او بله ۱۹ کلنه ده، له دې وېرې له فلمونو په څنګ شوې چې په خبره یې محافظه کاران به ورته زیان ورسوي.

افغان ډایرکټر او د افغان فلم موسسې مشر انجنیر لطیف احمدي هم مني چې د افغان سينما ډېر لوبغاړې د ناامنیو له  کبله  په سينما كې له کار كولو منع كړل شوي دي.

فلمي ستورې مارینا ګلبهاري وايي چې طالبان دوی ته ګواښونه کوي او كله چې په خپل چم ګاونډ كې ګرځي د خلکو له ترټنو سره مخ کېږي:((دا سم کار نه و چې (اسامه) لومړی په ۲۰۰۳ کال نندارې ته وړاندې شو، يو شمېر خلكو به ماته سپکې سپورې ويلې  او اوس هم ګواښل كېږم.))

خو په افغان سينما كې د ښځو لوبغاړو ترڅنګ نارينه لوبغاړې بيا له دې كبله چې دولت ورته پاملرنه، نه كوي شكايت كوي، د دوى په وينا د دولت نه پاملرنه د دې سبب شوې چې د كورنۍ دغړو او د طالبانو له مخالفت سره مخ شي.

د افغان سينما ستورى او فلمي ډاېركټر غفار ظلام وايي: (( د دې لپاره چې په عشق پيري سريال كې مې د بوډا سمندر رول ولوباوه او د دې سريال ډېرې برخې مې ډاېركټ كړې د خپلو زامنو له خوا راسره مخالفت وشو چې په نوموړي رول كې ونه لوبېږي.))

ظلام وايي، كه څه هم چې سخت دريځو ورته ډېر ګواښونه كړي، خو دى لا هم خپل كار ته دوام وركوي، مګر د ډېرو اخطارونو له وجې يې د دې سريال له ډايركټ څخه لاس اخستى دى.

يو شمېر فلمي ستوري د سینما پر وړاندې يادې ستونزې د افغان سینما د پاتې راتګ عمده دلیل بولي چې د دولت د بې توجهۍ ترڅنګ یې پر فلمي نړۍ سیوری غوړېدلی دی.

سليم شاهين چې هم فلمي اداکار دی او هم په فلمونو کې رول لوبوي همدا خبره کوي: (( د سینما د وده لپاره په کار ده چې د سینماګرانو ژوند خوندي شي، ځکه له هغه پرته به ګواښونه دوام ولري.))

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي چې د سينما ستونزو او لاسته راوړنو ته په پام يې څو ورځې وړاندې ((د افغانستان د سینما نن، پرون او سبا)) په نوم دوه ورځنی کنفرانس چې ګڼ شمېر سینمايي لوبغاړو په كې ګډون درلود جوړ او د افغان سينماګرانو ستونزې او بریاوې یې په کې وڅېړلې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين د فلمي ستورو پر وړاندې ستونزې مني، خو وايي چې د افغانستان سينما ښځینه لوبغاړې له ستونزو سره سره هم له كار څخه نه دي منعه شوې او دولت دا زمينه مساعده كړې چې ښځې په سينما كې كار وكړي.

رهین د سینمايي لوبغاړو کړنې ستایي او وايي چې ښځېنه لوبغاړو د کورنیو، ټولنیزو ناخوالو د وسایلو له کموالي سره سره په دې برخه کې د ستاینې وړ هڅې کړې دي او تر نن ورځې پورې يې خپل كار ته دوام وركړى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA