ads

د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۱۴ تنه ووژل شول

د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوته الوتكې بريد له كبله لږ تر لږه ۱۴ تنه ووژل شول. په سيمه كې يوه دولتي چارواكي چې نوم يې نه دى ذكر شوى رسنيو ته وويل، چې له واڼا څخه نږدې ۴۰ كيلومتره لرې شمال لويديځ لوري ته په تويي سيمه […]

نویسنده: The Killid Group
7 چنګاښ 1390

د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوته الوتكې بريد له كبله لږ تر لږه ۱۴ تنه ووژل شول. په سيمه كې يوه دولتي چارواكي چې نوم يې نه دى ذكر شوى رسنيو ته وويل، چې له واڼا څخه نږدې ۴۰ كيلومتره لرې شمال لويديځ لوري ته په تويي سيمه كې امريكايي بې پيلوټه الوتكې د وسله والو مخالفينو يو مركز په نښه كړې، چې په ترڅ كې يې ۱۴ تنه ووژل شول.

 

 

د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوته الوتكې بريد له كبله لږ تر لږه ۱۴ تنه ووژل شول.

په سيمه كې يوه دولتي چارواكي چې نوم يې نه دى ذكر شوى رسنيو ته وويل، چې له واڼا څخه نږدې ۴۰ كيلومتره لرې شمال لويديځ لوري ته په تويي سيمه كې امريكايي بې پيلوټه الوتكې د وسله والو مخالفينو يو مركز په نښه كړې، چې په ترڅ كې يې ۱۴ تنه ووژل شول.

د نوموړي په وينا: په دغه بريد كې امريكايي بې پيلوټه الوتكې په ياد مركز ۲ مزايل توغولي وو، چې له كبله يې په نښه شوې ودانۍ هم په مكمل ډول له منځه تللې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه مركز د يوه ګڼ ځنګل لرونكي غره په څنډه كې وو، چې له يوه كال راهيسې د بيت الله يا حكيم الله ډلې لخوا كارول كېده.

هغه زياته كړه، چې په بريد كې ډول وژل شوي كسان د پاكستاني طالبانو د تحريك غړي وو، خو دا لا په ډاګه شوې نه ده، چې په وژل شويو كسانو كې كوم لوړ پوړى طالب هم شامل دى كه نه.

تر دې وړاندې د شمالي او جنوبي وزيرستان پولې ته څېرمه د يوې امريكايي بې پيلوټه الوتكې په بريد كې ۳ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي وو.

دغه بريدونه په داسې حال كې ترسره كېږي، چې افغان جمهور رييس حامد كرزي پر پاكستان تور لګولى، چې د افغانستان پرخاوره يې تر ۴۰۰ زيات توغندي توغولي، چې له كبله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۰ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پاكستان دغه خبره رد كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA