د پاكستان د پنجاب ايالت په جنوب ښار ملتان كې پر يوې امنيتي پوستې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې لږ تر لږه ۳ پوليس سرتيري ټپيان شوي دي. د ملتان د عامه اړيكو مشر زاهد زمان رسنيو ته ويلي، چې دغه بريد وروسته له هغې رامنځته شو، چې پر يوه موټرسايكل سپور د پوليسو دې امنيتي پوستې ته رانږدې شو.
د پاكستان د پنجاب ايالت په جنوب ښار ملتان كې پر يوې امنيتي پوستې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې لږ تر لږه ۳ پوليس سرتيري ټپيان شوي دي.
د ملتان د عامه اړيكو مشر زاهد زمان رسنيو ته ويلي، چې دغه بريد وروسته له هغې رامنځته شو، چې پر يوه موټرسايكل سپور د پوليسو دې امنيتي پوستې ته رانږدې شو.
د ځايي پوليسو مشر عامر ذوالفقار هم د پېښې پخلى كړى او په اړه يې رسنيو ته ويلي، چې د پېښې په پايله كې درې سرتيري ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته كړې، چې تر اوسه د چاودنې ډول لا نه دى معلوم، خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
له چاودنې وروسته امنيتي سرتېرو سيمه كلابند كړې او مرستندويه هڅې پيل شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې دمخه په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې هم د پاكستان د استخباراتي ادارې سيمه ييزې څانګې دفتر ته څېرمه چاودنه شوې وه، چې په كې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ