ads

موټر بم چاودنې ۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د خيبرپښتونخوا له مركز پېښوره بهر په نيمه كليوالي سيمې متنو كې د پوليسو پوستې ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې، چې له كبله يې ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د خيبرپښتونخوا له مركز پېښوره بهر په نيمه كليوالي سيمې متنو كې د پوليسو پوستې ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې، چې له كبله […]

نویسنده: The Killid Group
31 غبرګولی 1390
موټر بم چاودنې ۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د خيبرپښتونخوا له مركز پېښوره بهر په نيمه كليوالي سيمې متنو كې د پوليسو پوستې ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې، چې له كبله يې ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د خيبرپښتونخوا له مركز پېښوره بهر په نيمه كليوالي سيمې متنو كې د پوليسو پوستې ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې، چې له كبله يې ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

په سيمه كې د پوليسو يوه چارواكي چې نوم يې نه دى ذكر شوى، رسنيو ته ويلي، چې بېګا شپه ناپېژاندو وسله والو، متنو بازار كې د پوليسو پوستې ته څېرمه يو موټر درولى و، چې په كې چاودنه رامنځته شوه او په ترڅ كې يې د يوه پوليس په ګډون ۳ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

ياد چارواكي ويلي: دا لا په ډاګه شوې نه ده، چې د دغه بريد هدف څوك و، خو ويل كېږي، چې د پېښې ځاى ته څېرمه يوه حجره ده، چې هر ماښام په كې لسګونه كسان راټولېږي.

نوموړي زياته كړې، چې دا ځانمرګى بريد نه بلكې ريموټ كنټرول يا ساعتي بم و، چې له وړاندې نه په موټر كې ځاى پرځاى شوى و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شويو كسانو كې د اقبال په نامه يو پوليس هم شامل دى او ټپيان يې د پېښور ليډي ريډېنګ روغتون ته لېږدولي دي.

متنو د پېښور او نيمه قبايلي سيمې دره ادم خېل ترمنځ پرته سيمه ده، چې په كې حكومت د طالبان پر ضد د امن يو لښكر هم جوړ كړى دى.

په دې سيمه كې د امن لښكر د مشرانو پر ضد څو بريدونه شوي، چې په كې يو څه موده وړاندې په يوې جنازې كې ځانمرګى بريد يې د يادونې وړ دى، چې په ترڅ كې يې تر شلو زيات كسان وژل شوي وو.

متنو كې د روانې ميلادي مياشتې (جون) په پنځمه او نهمه هم چاودنې شوې وې، چې په لومړۍ كې ۶ تنه وژل شوي وو او په دويمه كې ۵ وژل شوي او ۵ نور ټپيان وو.

د يادونې وړ ده، چې د اسامه بن لادن له وژل كېدو وروسته په خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو كې ورته پېښو او بريدونو زور اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA