ads

د موسیقۍ د بهبود لپاره بې نتیجې هڅې

يو شمېر سندرغاړي د موسيقۍ  اوسني وضيعت ته په كتو وايي، چې د افغاني موسيقۍ د بهبود لپاره يې په تازه هلو ځلو لاس پورې کړی. د دوی په عقیده افغاني موسیقي اوسمهال د کمزوري کېدو په حال کې ده او چې د نه مخنیوي په صورت کې به یې د له منځه تلو وېره […]

نویسنده: The Killid Group
24 غبرګولی 1390

يو شمېر سندرغاړي د موسيقۍ  اوسني وضيعت ته په كتو وايي، چې د افغاني موسيقۍ د بهبود لپاره يې په تازه هلو ځلو لاس پورې کړی. د دوی په عقیده افغاني موسیقي اوسمهال د کمزوري کېدو په حال کې ده او چې د نه مخنیوي په صورت کې به یې د له منځه تلو وېره احساس شي.

يو شمېر سندرغاړي د موسيقۍ  اوسني وضيعت ته په كتو وايي، چې د افغاني موسيقۍ د بهبود لپاره يې په تازه هلو ځلو لاس پورې کړی.

د دوی په عقیده افغاني موسیقي اوسمهال د کمزوري کېدو په حال کې ده او چې د نه مخنیوي په صورت کې به یې د له منځه تلو وېره احساس شي.

استاد ګل زمان چې څلور لسيزې يې د افغانستان د اصيلې موسيقۍ  خدمت كړى وايي: ((د دولت د بې غورۍ له كبله زموږ موسيقي د له منځه تللو تربريده رارسېدلې ده.))

ګل زمان وايي د يو شمېر سندرغاړو په ملګرتيا به پر دولت زور راوړي څو د افغانستان د اصيلې موسيقۍ ننګه وكړي، څو په دې هدف عملي ګامونه پورته شي.

نوموړى وايي:(( بازاري سندرو د افغاني موسيقۍ ډګر ظاهرا تود ساتلى خو دغه حالت له لويه سره د اصيلې موسيقۍ په زيان دى او په مجموع كې يې موسیقي له ځوړ سره مخ کړې.))

د ګل زمان په باور که چېرې دغه حالت همداسې دوام وکړي، نو ښايی د غربي موسیقۍ وزرې په ټول افغانستان خورې شي: (( له دې حالته د موسیقۍ ايستل د دولت او هنرمندانو ټينګ هوډ او زياتو هلو ځلو ته اړتيا لري.))

ګل زمان په دې باور هم دی چې د اصیلې موسیقۍ د خوندیتوب لپاره د هنرمندانو یو موټي کېدل هم مهم دي: (( باید پرې نږدو چې خپل اصالت له لاسه ورکړو.))

انجنیر محمد يونس “عزيز” چې د ۲۳۰ په شاوخوا كې كليوالي او كلاسيكې سندرې لري هم له ښاغلي ګل زمان سره هم عقیده دی او وايي، څو چې په خپله افغان سندرغاړي د اصيلې موسيقۍ د ښه كېدو لپاره مټې را ونه نغاړي، هڅې به بې ځایه وي.

انجنیر يونس وايي څه د پاسه دريو لسيزو جګړو كليوال سندرغاړي اړ كړي چې سندرې پرېږدي يا د كليوالي ژوند پر ځاى ښارونو ته مخه كړي او بازاري سندرې ووايي.

نوموړى وايي: (( اوږدو جګړو زموږ اصيله موسيقي زيانمنه كړه، كليوال سندرغاړي نه شي كولاى په  كليو كې سندرې ووايي ځكه نو ډېرو هنرمندانو له خپل هنري ژوند سره مخه ښه كړې.))

د پښتو ژبې نامتو سندرغاړى عبدالله مقرى هم انجنیر يونس ته ورته نظر لري او وايي:(( زموږ موسيقي ډېره ځپل شوې ده  او زموږ د تاريخي آثارو په څېر پلورل شوې.))

مقرى وايي د افغاني موسيقۍ د خرڅلاو او له منځه تللو لپاره په پټه ډېر كارونه كيږي خو دولت ورته چپ پاتې دى.

د مقري د وينا له مخې ځينې نوي سندرغاړي د پيسو د پيدا كولو لپاره  پر ولس غربي موسيقي تپي او هغوى له دې لارې غواړېغربي فرهنګ حاكم او زموږ كلاسيكه موسيقي له منځه يوسي.

خو سندرغاړى رفيع حنيف وايي افغاني موسيقي پرمخ روانه ده او اوس يې په هره برخه كې پر مختګ كړى د رفيع په باور نويو ځوانانو زموږ د موسيقۍ د ودې لپاره ډېرد پام وړكارونه كړي: ((دا د سندرغاړو ګناه نه ده چې غربي سندرې وايي، بلكې خلك د دې سندرو فرمايش وركوي.))

رفيع حنيف وايي كه غربي موسيقۍ د خلكو په منځ كې پلويان نه درلوداى هېڅكله به هم سندرغاړو دا كار نه واى كړى.

د څلورمې كارتې اوسيدونكې حميده ستانكزۍ وايي: ((موسيقي يوازې د دې لپاره نه اورېدل كيږي چې خلك يې له اورېدو خوند واخلي، بلكې موسيقي په خپل ذات كې ډېرارزښتونه لري چې ساتل يې د دولت اوسندرغاړو مسوليت دى.

نفيسه له چارواكو غواړي چې د افغاني موسيقۍ  په برخه كې بې غوري ونه كړي، خو د غربي موسیقۍ سندري غاړي او اورېدونکي هم نه ملامته کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA