ads

لنډې کيسې به څنګه ليکو؟

لنډې کيسې به څنګه ليکو د عرب ليکوال حسین القباني اثر دی چې ځوان ليکوال محمد اجمل پسرلي پښتو کړی. دغه کتاب په ۱۳۷۹ لمریز کال د داستانونو مجلې د شپږمې ګڼې پر ځای په ۱۳۹ مخونو کې چاپ شوی دی. لنډې کيسې به څنګه ليکو د عرب ليکوال حسین القباني اثر دی چې ځوان […]

نویسنده: The Killid Group
18 غبرګولی 1390
لنډې کيسې به څنګه ليکو؟

لنډې کيسې به څنګه ليکو د عرب ليکوال حسین القباني اثر دی چې ځوان ليکوال محمد اجمل پسرلي پښتو کړی. دغه کتاب په ۱۳۷۹ لمریز کال د داستانونو مجلې د شپږمې ګڼې پر ځای په ۱۳۹ مخونو کې چاپ شوی دی.

لنډې کيسې به څنګه ليکو د عرب ليکوال حسین القباني اثر دی چې ځوان ليکوال محمد اجمل پسرلي پښتو کړی. دغه کتاب په ۱۳۷۹ لمریز کال د داستانونو مجلې د شپږمې ګڼې پر ځای په ۱۳۹ مخونو کې چاپ شوی دی.

دغه اثر په لسو فصلونو کې د لنډې کيسې اساسي تکنیکونه راته بیانوي.

په لومړي فصل کې ليکوال د (کيسه فن که استعداد) تر سرلیک لاندې، د کيسې پر ډولونو، ژبه، اساسي توکو او د لنډې کيسې او ناول ترمنځ په توپیرغږېږي.

ليکوال په دې باور دی چې کیسه لیکنه فن دی، خو ذوق او استعداد په کې اساسي ونډه لري. د قباني په اند په کيسه ليکنه کې د اصولو او قواعدو په نظر کې نيول حتمي دي.

ليکوال له لويه سره، لنډه کيسه په دوو اساسي څانګو، ساده کيسه او تحليلي ويشي. تحليلي کيسه تر نورو سخته راپېژني او زیاتوي، هغه يو ډول نبوغ، الهام او موهبه غواړي، خو د ساده کيسې په برخه کې په دې نظر دی چې تکنیک او د لیکلو استعداد لرل کافي دي.

دغه اثر په کيسه کې د ژبې په کارولو ټينګار کوي او په کې راغلي، نوى کيسه ليکوال بايد له ژبنيو اصولو څه ناڅه خبر وي، څو افکار په سمه توګه لوستونکي ته ولېږدولای شي.

ليکوال لنډه کيسه د پېښې، کرکټر او تلوسې ترمنځ يو نه شلېدونکی تړون بولي او د کيسې اساسي توکي داسې راپېژني؛ څوک: کرکټر يا کرکټرونه

چېرته: مکان

څه وخت: زمان

څرنګه: پېښه او پېښې

ولې: د پېښو منطقي دلايل

څه شی: پای

د ليکوال په باور يو شمېر نور عناصر هم په اساسي توکو کې شمېرلای شو لکه تلوسه، معقول تصادف، ډراماتيک يون، په فني مسلسل ډول ټکر، اوج او بيا داسې پای چې لوستونکی ونه انګېري ليکوال تېر ایستی دی.

د کيسې د ((موضوع)) په فصل کې لولو چې د کيسه ليکنې لومړی ګام د موضوع موندل دي. قباني ليکي: (( نړيوال کره کتونکي په دې اند دي  چې کيسه ييز موضوعات تر ۷ نه اوړي، خو دغه هره يوه يې په يو مليون لارو او زاويو کښل کېږي، يعنې اووه مليونه موضوعات ترې جوړېږي. ليکوال کولای شي  چې د کيسې موضوعات په کور، ډګر، موټر، تمځای، کارځای او هرځای کې ومومي.))

ليکوال وايي، هره خبره که ډېره عادي هم وي او هره هغه خندا چې څوک يې د شپې اوري، کېدای شي د کيسې پر يوې او يا ګڼو موضوعاتو بدل شي، خو په دې شرط، چې خيال ورسره مل شي. ليکوال وړاندې ليکي، کيسه ليکوال بايد لوستونکو ته داسې موضوع وړاندې کړي چې هغه ته دا پوښتنې پیدا شي:

له کرکټر سره څه کېږي؟

څنګه به کرکټر له دې ستونزې نه وځي؟

آیا د غوټې اوارېدا ته به سم د منلو وړ حل پيدا شي؟

له دې پوښتنو مطلب دا دی چې په موضوع کې حرکت پیدا کړئ، راويې سپړئ، ويې پېچئ او تلوسه په کې خوندي کړئ چې لوستونکی موضوع تر وروستۍ کلمې په خوند ولولي.

د ليکوال وړانديز دا دی چې په کيسه کې دې خيال له حقیقت سره ونغاړل شي او موضوع دې د خيال په مټ پر مخ يوړل شي.

د موضوع له پیدا کولو وروسته قباني نویو ليکوالو ته سپارښتنه کوي چې موضوع دې ذهن ته وسپاري، کله چې پخه شي پېښه او کرکټرونه يې د ده په نظر ښکاره او روښانه شي بيا دې کيني او کيسه دې پرې وليکي.

که څه هم ليکوال په دې ټينګار کوي چې يوازې په زده کړه څوک تکړه کیسه ليکوال کېدای نه شي، خو په دې باور دی  چې ځينې قواعد او لارې  چې د کيسې چوکاټ جوړوي، د هغو په زده کړه يو مبتدي ليکوال کولای شي کاميابې کيسې وليکي. دی د کيسې چوکاټ پر دريو اساسي ستنو ولاړ ګڼي چې غوټه، له غوټې رازېږېدلی ټکر او له ټکره پېدا شوې پايله ده.

د ليکوال په اند د کيسې د چوکاټ توکي دا مرسته راسره کوي چې لاندې پوښتنو ته ځواب پیدا کړو چې آيا د کيسې موضوع غوټه درلوده، آيا کرکټر له کومې ستونزې سره مخ شو، آيا داسې څه په کې وو چې کرکټر يوې ځانګړې پرېکړې ته اړ کړي او په پای کې کرکټر څنګه له پېښې سره مخ شو او آيا ترې ووت؟

تر دې وروسته په کتاب کې د کيسې په پیل او پای، د کيسې پر غوټه، کرکټر، د نثر پر اسلوبو او مکالمې رڼا اچول شوې.

دلته مکالمه د کيسې يو مهم توکی ګڼل شوی، ځکه په کيسه کې د دې عنصر شته والی د موضوع له حرکت او پرمختګ سره مرسته کوي. ليکوال په دې بحث کې وړاندې ليکي، ماهر کيسه ليکوال کله هم مکالمه کټ مټ د عوامو د خبرو اترو په څېر نه وړاندې کوي. ځکه چې خلک عادتا مشخصې او هدفدارې خبرې نه کوي او ټکي په ټکي د خلکو د خبرو اترو رانقلول په کيسه کې د رښتني ژوند استازیتوب نه کوي.

بلکې هغه وخت دا خبرې رښتوني بڼه خپلوي چې ليکوال يې وچڼي، ويې تلي، سم يې کړي او په هغه لیکه يې وربرابر کړي  چې د کيسې له پېښو سره سمون خوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA