له بل لوري په کابل او شمېر نورو ولایتونو کې افغان موسيقۍ ته زيات شمېر داسې ځوانانو مخه كړې چې د پخوانيو سندرغاړو په پرتله يې د موسيقۍ په كمپوز اوجوړښت كې ژور بدلون ترسترګو كيږي.
له بل لوري په کابل او شمېر نورو ولایتونو کې افغان موسيقۍ ته زيات شمېر داسې ځوانانو مخه كړې چې د پخوانيو سندرغاړو په پرتله يې د موسيقۍ په كمپوز اوجوړښت كې ژور بدلون ترسترګو كيږي.
شواهد ښيي چې د نویو سندرغاړو ټلويزيوني كلیپونه د پخوانيو سندرغاړو په پرتله جلا رنګ لري چې يو زيات شمېر يې د غربي موسيقۍ سره مكس ( ګډ) جوړ شوي كلپونه دي. په دې كلېپونو كې تر ډېره بهرنۍ نجونې هم عجیبه نڅا وړاندې کوي.
نوي سندرغاړي د موسيقۍ په برخه كې د بهرنيو نجونو نڅا او له غربي موسيقۍ سره مكس سندرې ويل نوښت او د خلكو غوښتنه بولي، د موسيقۍ ډګر ته راننوتي تازه كار سندرغاړي وايي، اوس نړۍ د پرمختګ او بدلون په حال كې ده، موسيقي هم بايد د نورو په څېر د وخت د غوښتنو ته ځواب ووايي.
د دې سندرغاړو له ډلې يو هم مهدي فرخ دى، هغه وايي:(( نوي ځوانان نوې غوښتنې لري، زموږ ځوانان تر ډېره په غربي موسيقۍ ټينګار كوي، ځكه نو اوسني سندرغاړي اړ دي له غربي آلاتو سره مكس افغاني سندرې ووايي.))
د موسيقۍ د بنياد دا غړی زیاتوي چې (( د خپلې پنځه كلنې هنري سابقې له مخې ورته جوته شوې، غربي موسيقي ډېر پلويان لري.)) نوموړي چې تر دې دمه اته سندرې جوړې كړې او درې نورې سندرې يې د چمتو کېدو په حال كې دي، زياتوي چې د سندرو ډېره برخه يې د غربي موسيقۍ سره ویل شوې سندرې دي. د مهدي د وينا له مخې د يو شمېرسندرو كلیپونه يې د دې لپاره په پاكستان کې جوړ كړي چې خلك دا ډول موسيقي ډېره خوښوي او بل دا چې په پاكستان كې د موسيقۍ د ودې لپاره ښه زمينه مساعده ده او په ډېر كم قيمت يو كلیپ جوړيږي.
دا چې ولې ځوانان غربي موسيقي ډېره خوښوي مهدي وايي:(( د غرب حاكم فرهنګ زموږ په موسيقي هم اغېز كړى او اوس د دې وخت راغلى چې خلك غربي موسيقي ډېره واوري.))
نوموړى وايي چارواكي د افغانستان اصيلې موسيقۍ ته پام نه كوي او دوى د موسيقۍ په نامه بنياد كې د اصيلې موسيقۍ د وسايلو له كمبود سره مخامخ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ