ads

ادبي کره کتنه

ادبي کره کتنه د مصري ليکوال ډاکتر محمد مندور ليکنه ده. مندور د ادبي مسايلو په کره کتنه کې په عربي، اروپايي او په تېره بيا په فرانسوي ادبياتو کې د ژور ادبي ليد څښتن دی. ادبي کره کتنه د مصري ليکوال ډاکتر محمد مندور ليکنه ده. مندور د ادبي مسايلو په کره کتنه کې […]

نویسنده: The Killid Group
18 غویی 1390
ادبي کره کتنه

ادبي کره کتنه د مصري ليکوال ډاکتر محمد مندور ليکنه ده. مندور د ادبي مسايلو په کره کتنه کې په عربي، اروپايي او په تېره بيا په فرانسوي ادبياتو کې د ژور ادبي ليد څښتن دی.

ادبي کره کتنه د مصري ليکوال ډاکتر محمد مندور ليکنه ده. مندور د ادبي مسايلو په کره کتنه کې په عربي، اروپايي او په تېره بيا په فرانسوي ادبياتو کې د ژور ادبي ليد څښتن دی.

دغه کتاب افغان ليکوال اجرالدين اقبال پښتو کړی او په ۱۳۸۰ لمريز کال د دانش خپرندويې ټولنې له خوا په زرو ټوکو كې چاپ شوی دی.

دغه کتاب ۱۲۶ مخه دی چې په ترڅ کې يې په څلورو څپرکو کې د ادب نقد او تاريخ، تعریف او ډولونه، د نويو پېړيو کره کتونکي او د کره کتنې ډولونه يې، تياتر او د تياتر نقد او ادبي ښکلا پوهنې بيان شوې دي.

ليکوال د کتاب لومړی څپرکی د ادبي نقد تاريخ، تعریف، ډولونو او ځانګړنو ته بېل کړی.

هغه ليکي چې د ادب نقد د ادب له تاریخ نه مخکې دی او په دې باور دی چې د ادب تخلیق کوونکی هم پخپله نقاد دی. نوموړي د خپلې د ادعا د ثبوت لپاره پخوا زمانه، په عربي جاهليت کې د الزدیاني نابغه مثال وړاندې کوي او وايي چې هغه وخت کې يې د ده لپاره کېږدۍ درولې وه او ده د هغې کېږدۍ په منځ کې د شاعرانو آثار نقدول.

مندور ادبي نقد، د ادبي سبکونو د څېړنې او مطالعې فن او د هر يوه سره بېلول بولي او پر دې تعریف د پوهېدو لپاره غوره ګڼي چې لومړی سبک وپېژندل شي.

د سبک د تعريف په اړه مندور، په دې اند دی چې له سبک نه مطلب یوازې له لفظي پلوه د بیان څرنګوالی نه دی، بلکې د تالیف، تعبیر، فکر او احساس په کیفیت کې د ليکوال عمومي چلند دی، د ده هدف  دا دی چې باید د يو اثر څلورګونو رغنده عناصرو: تالیف، تعبیر، فکر او احساس خبرې وشي، خو نوموړی دا هم وايي چې د نقد بنسټ پر شخصي ازمايښت ولاړ دی.

هغه ليکي: کله چې موږ د يو لیکوال سبک تر څېړنې لاندې نيسو، نو د اثر د څلور ګونو رغنده عناصرو په اړه خبرې کوو.

مندور په دې بحث کې د نقد د دوو سترو مکتبونو یادونه کوي او وايي، سربېره پر دې چې نقد پر شخصي ازمايښت ولاړ دی، خو بیا هم دوه ستر مکتبونه چې يو يې پر ذاتي نقد او تاثر او بل يې پر عيني يا موضوعي نقد ولاړ دی؛ منځ ته راغلي دي.

د ذاتي نقد په تشريح کې ليکوال ليکي، ذاتي نقد عقيده لري چې ادب خپلواک او مستقل واحدونه لري. عموميت په کې په ځای نه دی او ډېرو ذوقي مسايلو ته دليل نه شو راوړلای او داسې نه شو ښودلای چې نور يې هم ومني.

مندور عيني نقد د ذاتي نقد برعکس بولي، ځکه د ثابتو قواعدو له مخې د يو اثر تطبیق او تعمیم دی چې دغه اثر پرې ولاړ دی. د لیکوال باور دا دی چې ذاتي نقد د شخصي ذوق په بنيادونو او عيني نقد پر عقلي قواعدو ولاړ دی.

په دغه څپرکي كې ليکوال د نقد ډولونه داسې راپېژني: علمي نقد، اعتقادي نقد، تاريخي نقد، لغوي يا ژبني نقد.

په دويم څپرکي کې ليکوال په نويو پېړيو کې د کره کتنې تاريخي پس منظر بیانوي او پر هغو مکتبونو او شخصيتونو غږېږي چې په دې برخه کې له تاريخي پلوه سترتيا لري.

مندور د دغه بحث په پای کې د معاصر نقد تر سرلیک لاندې مو په اروپا کې له درې ډوله نقد سره اشنا کوي چې مطبوعاتي نقد، پوهنتوني نقد او د شاعرانو او ليکوالانو نقد دی، ده ته په دې درې واړو نقدونو کې د لیکوالو او شاعرانو نقد غوره ښکاري.

هغه ليکي: دلته ناقدين په خپله ادبیان، شاعران او لیکوال دي. معمولا دا ناقدين ادبي ښکلا پوهنې ته زیاته پاملرنه لري.

د کتاب درېبم څپرکې تیاتر او د هغه نقد ته بېل شوی او په ترڅ کې يې پر يوناني او لاتيني تياترونو بحث شوی او همدارنګه د تراژیدي او کوميډي پېژندنه په کې شوې.

ليکوال، همدارنګه پر سمبوليکې یا رمزي ډرامې هم غږېږي، نوی تياتر هم راپېژني، په ژوند کې د تياتر ونډه راښيي او د تياتر د کره کتنې پر طريقې رڼا هم اچوي.

د کتاب په څلورم او وروستي څپرکي کې پر ادبي ښکلاپوهنې بحث شوی، د لیکوال په نظر د ادبي نقد او د ادب تاريخ تر څنګ يو ډول نوې ادبي څېړنې پیدا شوې چې د ښکلا پوهنې د مشهور علم له يوې برخې ګڼل کېږي او ادبي ښکلا پوهنه يې بولي.

هغه وايي، ادبي ښکلا پوهنه پر دوو موضوعاتو غږېږي چې په دې ډول دي:

لومړي: د ليکوال په روح کې د يوې ادبي ليکنې راټوکونه.

دويم: پر ولسي پرګنو د ادبي ليکنې اغېز.

د مندور په عقیده د لیکوال په روح کې د يوې ادبي ليکنې راټوکونه په رواني اصولو ولاړه ده. پر ولسي پرګنو د ادبي ليکنې اغېزې په اړه مندور په دې نظر دی چې دا بحث له وګړي او ټولنې سره د ادب بېلابېلې اړیکې بیانوي.

د ټولنې او ادب اړيکې په باب مندور په دې ګروهه دی چې رواني او ټولنيزې نظريې يو له بله سره په جګړه کې دي او د ادب د اصلي موضوع په باب اختلاف لري چې ایا وظيفه يې د وګړي د روح تعبیر ده يا د ټولنې د ژوند تصوير؟

ليکوال د کتاب په پای کې د يادښتونو په بڼه پر هر څپرکي کې د راغلو نومونو لنډه لنډه پېژندنه کړې چې هر يو يې د ادبي نقد په سبکونو کې د يو ځانګړي سبک خاوند دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA