ads

تابش: د موسيقۍ په حقيقت پوهېدلى یم

احمد فريد تابش وايي هغه مهال د موسيقۍ په حقيقت پوه شو چې كله له مستو غزلو ويلو يې پام د قوالي لوته واوښت.  احمد فريد تابش، د هېواد د موسيقۍ له پخوانيو او پېژندل شويو سندرغاړو څخه دى چې له پنځه ويشتو كلونو راهيسې يې خپلو مينه والو ته بې شمېره مستې سندرې ويلې، […]

نویسنده: The Killid Group
28 وری 1390

احمد فريد تابش وايي هغه مهال د موسيقۍ په حقيقت پوه شو چې كله له مستو غزلو ويلو يې پام د قوالي لوته واوښت.  احمد فريد تابش، د هېواد د موسيقۍ له پخوانيو او پېژندل شويو سندرغاړو څخه دى چې له پنځه ويشتو كلونو راهيسې يې خپلو مينه والو ته بې شمېره مستې سندرې ويلې، خو يونيم كال وړاندې يې لاره  بېله او اوس قوالي سندرې وايي.

احمد فريد تابش وايي هغه مهال د موسيقۍ په حقيقت پوه شو چې كله له مستو غزلو ويلو يې پام د قوالي لوته واوښت.

احمد فريد تابش، د هېواد د موسيقۍ له پخوانيو او پېژندل شويو سندرغاړو څخه دى چې له پنځه ويشتو كلونو راهيسې يې خپلو مينه والو ته بې شمېره مستې سندرې ويلې، خو يونيم كال وړاندې يې لاره  بېله او اوس قوالي سندرې وايي.

تابش د لومړي ځل لپاره خپله موسيقي د ځوانۍ له لومړیو شېبو له (شوربازاره) په مستو غزلو او له شوره ډكو ولولو پيل كړه:(( د افغانستان راډيو ټلوېزيون لپاره مې ګڼ شمېر مستې او كليوالي  سندرې ويلي دي.)) خو د ده په خبره، يو نيم كال وړاندې يې له مستې موسيقۍ او غزلو ويلو سره په داسې حال كې خداى په امانې وكړه چې خپل مينه وال يې له مجازې مينې حقيقي مينې ته سوق كړل: (( په يوه خانقاه كې مې د تصوفي موسيقۍ (قوالي) شور او جذبه وليده چې  د مينه والو له خوا په سپېڅلو او له شوره ډكو احساساتو بدرګه كېده، په  دې خاطر مې له هغې ورځې د غزل ويل پرېښودل او د قوالي ويلو ته مې مخه كړه. ))

نمي باشد زمرګ هرګز نجاتم
نمانده چيزي باقي از حياتم

فريد وايي چې قوالي  په اصل كې تصوفي موسيقي ده چې صوفیان یې ډېره اوري.

فريدتابش زياتوي: (( قوالي موسيقي مې ځكه غوره كړه چې دا د موسيقۍ شاه(پاچا) بلل كېږي، له څه وخته چې  مې د قوالي موسيقۍ پر لور پام اوښتی د موسيقۍ په حقيقت پوهېدلى يم او ډېر آرام يم.))

د تابش په وينا:قوالي موسيقي په نړۍ كې ډېره مخينه لري او د خپل اصليت له مخې يې د نړۍ په بېلابېلوبرخو كې د مينه والو پام  ځانته اړولی.

د تابش په باور، د دې موسيقۍ اصلي بنسټ  په بلخ كې د امير خسرو بلخي له خوا له نن  پوره ۲۸۰ كاله وړاندې اېښودل شوی او همدا سبب دى چې په منځنۍ آسيا او د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو كې بې شمېره مينه وال لري.

تابش  زياتوي چې په لومړيو كې به دغه موسيقي له حمد او نعت سره په كوڅو، څلورلارو او نورو سیمو كې وېل كېده او په زرګونه مينه وال به ورته غوږ وو، خو كله چې د امير خسرو ورته پام شو، نو امر يې وكړ چې د عارفانو او شاعرانوقول ( خبرې ) بايد په سپېڅلو ځايونو( خانقاه  او زيارتونو كې) وويل شي او له   هغې ورځې تر نن پورې د نړۍ په بېلابېلو خانقاوو او زيارتونو كې ويل كېږي.

تابش وايي، دغه موسيقۍ ځكه ډېر پلويان لري چې يو  وجد راوړونكې، له احساساتو او جذباتو ډكه  ده او ډېرى پلويان يې د ټولنې خيرخوا،اهل تصوف او اهل عرفان دي چې اوس يې شمېر تر مليونونو رسي.

د فريد په وينا: (( ډېر خلك د دې موسيقي له لارې معرفت او ذهني سكون مومي.))

نوموړى وايي، سره له دې چې دغه موسيقي له سترګو اوښكې بهوي يو خاص كيف او لذت لري چې هغه د زړه خوښي او د سترګو او ذهن آرامتیا ده.

داچې ولې دې موسيقي ته قوالي وايي او د موسيقي له كوموآلاتوپه كې استفاده كېږي په اړه يې تابش وايي:(( په دې موسيقي كې د اهل علم، شاعرانو،صوفيانو… قول او وينا روايت كېږي او د موسيقۍ تر ټولو مهمو او اصلي آلو ارمونيې،دوه سری ډول،تبلې او دف يا چمتې (د موسيقۍ ځانګړى زنګ دى) څخه په كې استفاده كېږي. ))

فريد وايي، د قوالي موسيقۍ كمپوز نسبت غزل او… ته مشكل دى اود پيل، منځ او پاى لپاره ځانګړي ((سرونه)) او ((انترې)) لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA