ads

په هند كې د پښتو ادبياتو د ايجاد او ودې پړاوونه

په هند كې د پښتو ژبې او ادبياتو د ايجاد او ودې پړاوونه كتاب په ۱۳۷۳ لمريز كال د دويم ځل لپاره د احمد موسى افغان په مالي مرسته په ۵۰۰ ټوكه او ۶۵۷ مخه په لاهور كې چاپ شوى دى. ليكوال یې سر محقق زلمى هيوادمل دى. په هند كې د پښتو ژبې او […]

نویسنده: The Killid Group
17 کب 1389

په هند كې د پښتو ژبې او ادبياتو د ايجاد او ودې پړاوونه كتاب په ۱۳۷۳ لمريز كال د دويم ځل لپاره د احمد موسى افغان په مالي مرسته په ۵۰۰ ټوكه او ۶۵۷ مخه په لاهور كې چاپ شوى دى. ليكوال یې سر محقق زلمى هيوادمل دى.

په هند كې د پښتو ژبې او ادبياتو د ايجاد او ودې پړاوونه كتاب په ۱۳۷۳ لمريز كال د دويم ځل لپاره د احمد موسى افغان په مالي مرسته په ۵۰۰ ټوكه او ۶۵۷ مخه په لاهور كې چاپ شوى دى. ليكوال یې سر محقق زلمى هيوادمل دى.
پر دغه كتاب د درويشتو مخونو په ترڅ كې د ليكوال د لارښود استاد ارواښاد پوهاند رحيم الهام، ارواښاد پوهاند علامه عبدالشكور رشاد، پوهاند محمد حسين ضمير ساپي او سر محقق ارواښاد محمد اكبر تقريظونه راغلي چې د هر يوه تقريظ په ترڅ كې د دغه علمي تحقيقي آثار ښېګڼې او ورسره ځاى نيم ښویېدنې بيان شوي دي.
دغه علمي او تحقيقي اثر په شپږو برخو كې د يادې موضوع په اړه معلومات وړاندې كړي دي.
په لومړي برخه كې ليكوال د پښتانه او هندوستان ترسرليك لاندې په اسلامي عصر كې هند ته د پښتنو د ورتګ سوابق رابرسيره كړي چې پښتانه په دوهمې هجري پيړۍ كې د كسې د غره له لمنو د اباسين لمر لوېديځې غاړې ته وخوځېدل او د څلورمې هجري پيړۍ په دوران كې د خپل زړورتوب، مهارت، وجاهت او په سيمه كې له حاكمو هندو راجاګانو سره د تفاهم له کبله د هندوستان په يوه پېڅه كې يې لودي حكومت تاسيس كړ. په دغه بحث كې پر دې هم خبرې شوې چې پښتانه ولې او څنګه هندوستان ته تلل؟ ليكوال ليكي چې له لومړيو اسلامي پيړيو نيولې د دوولسمې پېړۍ تر دوهمې نيمايي پورې چې څومره فاتحان زموږ د هېواد له لارې هندوستان ته تللي دي، د دوی په لښکرو کې په کافي تعداد پښتنو هندوستان ته مخه کړې چې ځينې هورې په جګړو كې مړه شوي، ځينې يې همالته پاتې شوي او ځينې بېرته راغلي دي. د دی برخې په پاى كې ليكوال د پښتني او هندي فرهنګ متقابل تاثيرات څېړلي دي.
ليكوال په خپل اثر كې په هند كې د پښتو ژبې او ادبياتو د ايجاد او ودې پړاوونه په دريو دورو كې څېړلي دي.
د كتاب په دوهمه برخه كې د موضوع لومړۍ دوره تر بحث لاندې نيول شوې او په كې ويل شوي چې په هند كې لومړني ايجاد شوي پښتو آثار په څلورمې هجري پيړۍ پورې اړه لري چې دا دوره د ادبي آثارو د خپل منځي اړيكو او خصوصياتو له پلوه د يوولسمې پيړۍ تر پيله دوام كوي. ليكوال ليكي چې دا ايجاد شوي آثار منظم نه دي او په نامنظم ډول ځينې متفرقې پارچې تر موږه رارسېدلي دي.
په دې بحث كې په هند كې د پښتو شعر پيلامه د ملتان لودهي شاهي كورنۍ سره په ارتباط كې ښوول شوى دى. ليكوال ليكي چې په هندوستان كې د لومړنۍ جوړې شوې پښتني شاهي كورنۍ په غړو كې ځينې كسان د پښتو آثارو ايجاد ته مخه كوي. شيخ رضي لودي او نصر لودي د همدغې كورنۍ غړي ياد شوي چې په پټه خزانه كې د دوى يوه شعري مناقشه خوندي شوې ده. په دغه برخه كې په هند كې د پښتو ادبياتو ايجاد او ودې دوهمه دوره هم تر بحث لاندې نيول شوې چې د لومړۍ دورې له ختمېدو يو څه دمخه پيل كېږي. دغه دوره ليكوال د دريو څپركو په لړ كې څېړلې ده. د دې بحث په سر كې ليكوال ليكي چې په هندوستان كې د پښتو ادبياتو د ايجاد او ودې د دوهمې دورې څو عمده پړاوونه له هغو ادبي او فرهنګي جريانونو رازېږيدلي ښكاري چې اساس يې دمخه لا په افغانستان او روه كې اېښوول شوى و.
په څلورمه برخه كې په هندوستان كې د پښتو ژبې او ادب او د پښتني فرهنګ په وده كې د ځينو پښتني كورنيو او مركزونو ونډه څېړل شوې چې په دې برخه كې د نواب علي احمد خان، حافظ رحمت خان او نواب نجيب الدوله عمرخېل د كورنيو او د ځينو نورو رامنځته شوو رياستونو او مركزونو پر اغېز او ونډې منظم بحث شوى.
دا د كتاب يوه ډېره مهمه خبره ده او د علامه استاد رشاد په خبره د پښتو ادبياتو د بشپړ تاريخ په ليكلو كې به ډېره ونډه ولري.
په پنځمه برخه كې په هند باندې د انګريزي واكمنۍ په دوران كې د پښتو موقف بيان شوى. په دغه برخه كې راغلي چې د هند پر خاوره د انګرېزانو اوږده تسلط په دوران كې پښتو ژبې ته د انګريزانو پر توجه بحث شوى چې پښتو یې زده كړې، د پښتنو په فرهنګ، تاريخ او ادب كې يې پلټنې پيل كړې، پښتو آثار يې په انګريزي ترجمه كړي او له نورو ژبو یې په پښتو آثار ژباړلي او څېړنې يې كړي چې په دې لړ كې د انګريزي ليكوالو ليچ، واګهن، راورټي او نورو نومونه اخيستل شوي چې ژبنۍ او ادبي څېړنې يې كړې دي.
په شيږمه برخه كې په هند كې د معاصرو پښتو ادبياتو په اړه بحث شوى. ليكوال دغه برخه په دوو پړاوونو كې مطالعه كړې او وايي، په هند كې د پښتو معاصرو ادبياتو لومړى پړاو تر آزادۍ د مخې پړاو دى چې په دې پړاو كې پښتو ادبيات او پښتو ژبه په دې ځمکه کې خپل خاص موقف لري او پښتو آثار او پښتو ادبيات په كې د يو لړ ځانګړو شرايطو تر اغېز لاندې ايجاديږي او وده كوي. دوهم پړاو يې د هند د نيمې وچې تر وېش او آزادۍ وروسته پيل كيږي او تر نن پورې دوام كوي او د نويو او ځينو تازه شرايطو تر اغېز لاندې خپل انکشافي سير طی كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA