ads

ټوله مينه مينه يم

((ټوله مينه مينه يم)) دا د پېغلې فرزانه نازهغه ښكلې او په زړه پورې سندره ده چې څو مياشتې وړاندې يې د يو كنسرټ پر مهال د سټېج پر سر وویله. ((ټوله مينه مينه يم)) په حقيقت كې د جنګ او ځانځانۍ پر وړاندې كركه او نفرت ښيي، د آغلې ناز په خوږه ژبه او […]

نویسنده: The Killid Group
8 کب 1389

((ټوله مينه مينه يم)) دا د پېغلې فرزانه نازهغه ښكلې او په زړه پورې سندره ده چې څو مياشتې وړاندې يې د يو كنسرټ پر مهال د سټېج پر سر وویله. ((ټوله مينه مينه يم)) په حقيقت كې د جنګ او ځانځانۍ پر وړاندې كركه او نفرت ښيي، د آغلې ناز په خوږه ژبه او له نازه ډكو اداګانو د مينې پيغام لېږدوي، ځكه ښايي همدا علت وي چې ياده سندره د ډېرو خلکو پر ژبه زمزمه کېږي.

((ټوله مينه مينه يم)) دا د پېغلې فرزانه نازهغه ښكلې او په زړه پورې سندره ده چې څو مياشتې وړاندې يې د يو كنسرټ پر مهال د سټېج پر سر وویله.

((ټوله مينه مينه يم)) په حقيقت كې د جنګ او ځانځانۍ پر وړاندې كركه او نفرت ښيي، د آغلې ناز په خوږه ژبه او له نازه ډكو اداګانو د مينې پيغام لېږدوي، ځكه ښايي همدا علت وي چې ياده سندره د ډېرو خلکو پر ژبه زمزمه کېږي.

ياده سندره فرزانه نازهم ډېره خوښوي او ډېره يې اوري. ناز په دې اړه خپل احساسات داسې بیانوي:(( زما د مينې سندره مې ډېره خوښيږي او تل يې اورم، د همدې سندرې له كبله ډېر خلك زما سره مينه ښيي او د همدې سندرې په بركت د هېواد له پنځوس فيصده ډېرخلک مې پېژني.))

په داسې يوه هېواد كې چې د جګړې له كبله  د هر وګړي په بڼه كې ژور درد احساسېږي، د ((مينې)) خبره كول بې له شكه، د كركې پرتوره پرده د سولې د سپين څادر د خپرولو معني ښندي.

همدا اوس اوس په كابل او د هېواد د نورو ولايتونو په راډيوګانو، ټلوېزنونو او كيسټ پلورنځيو كې د فرزانه ناز ((ټوله مينه مينه يم)) سندره چې په شوخ انداز ویل شوې د اورېدونكو او لېدونكو پرغمجونو څېرو د خوښۍ وږمې خوروي او ځینو خو یې له ځانه سره په خوند خوند زمزمه کوي، ټوله مینه مینه یم او ټوله مینه….

فرزانه ناز چې د ژوند ۱۹پسرلي ته لا نه ده رسېدلې د پنځلسو كلونو په عمر وه چې د لومړي ځل لپاره، د اميد فردا يا د ( سبا هيلې) په نوم يوه سريال كې راڅرګنده شوه، وروسته يې د نوي كال په مناسبت د يوې سندرې (( نوى كال دې مبارك شه!)) په ويلو د موسيقۍ نړۍ ته لاره وكړه او په لږ وخت كې د سينما او موسيقۍ په هنري ستیجونو د لیدونکو پر وړاندې ښه وځلېده.

فرزانه ناز وايي چې سينما او موسيقي يې خوښيږي، خو دا چې څنګه له سینما لرې شوې ده وايي: ((د دې لپاره چې د هنر يوه برخه په ښه توګه مخته یوسم، له سینمايي نړۍ په څنګ یم.))

فرزانه ناز چې نورې ډېرې سندرې هم لري وايي چې د لا ډېرې تجربې په لټه کې ده: ((غواړم د موسيقۍ په نړۍ كې ښه وځلېږم او د مېرمن نغمې په څېر نړيوال شهرت پيدا كړم.))

دا چې فرزانه ناز به د نغمې په څېر نړیوال شهرت ترلاسه کړي، باید انتظار وباسو، خو له ظواهرو ښکاري چې د خلکو زړونو ته یې په مینه مینه لار کړې.

فرزانه ناز پر کورني شهرت سربېره د نړیوال شهرت د موندنې په لټه کې ده او وايي چې غواړي انګریزي ژبه زده او پرې سندرې ووایي.

د ناز زيات مينه وال ادعا كوي چې په كم وخت كې له ډېرو هنرمندانو مخکې شوې ده.

د كابل د خوشحال مينې اوسېدونكى حكمت الله وايي: ((د فرزانه ناز هره سندره جلا خوند لري، خو د هغې د مينې سندرې زما ټول حواس اغېزمن كړي.))

حكمت الله زياته كړه: ((هره شېبه دغه سندره اورم، په تېره بيا كله چې د شپې پرمهال د خوب خونې ته ځم د دې سندرې له بار بار اورېدو پرته خوب هم نه راځي.))

د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي محصله ۲۱ كلنه مينې پوپل په خندا وويل: (( زه د فرزانه ناز د مينې سندرې په رښتيا مينه كړم، زه نه پوهېږم چې د ناز سندرې ولې دومره مينه وال پيدا كړل، نن سبا ټولو ټلويزيوني او راډيويي شبكو ته د دې سندرې د اورېدو فرمايشونه وركول كيږي.))

مينه پوپل وايي، له هر كور، دكان او هرې خوا د فرزانه ناز د (( ټوله مينه مينه يم)) سندره اورېدل كېږي.

مينه پوپل زیاتوي:(( د فرزانه ناز دې سندرې هڅولې يم چې د مينې په اړه يو ښه كتاب وليكم.))

لنډه دا چې فرزانه ناز ۱۲غږيزې او انځوريزې سندرې لري او همدا اوس اوس يې څلور نورې سندرې چې لا نه دي خپرې شوې، جوړې کړې دي.

ناز وايي دا څلور سندرې به يې د راتلونكي ۱۳۹۰ كال د نوروز په مناسبت په جوړ شوي كنسرټ كې خپلو مينه والو ته وړاندې كړي.

فرزانه ناز شخصي ژوند په یوازیتوب کې تېروي او وايي:((تراوسه د واده تصميم نه لرم .)) خو خبرداری ورکوي چې د ژوند ملګری به یې هنرمند وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA