ads

له آسانتیاوو بې برخې کروندګر

د کندز ولایت د ارچې ولسوالي چې له تاجکستان سره په ګډه پوله پرته ده، دا مهال د کرنې په برخه کې له ډېرو جدي ستونزو سره لاس او ګریوان ده. دغه ولسوالي چې په ټولیزه توګه  کرنیزه بلل کېږي، زیاتره اوسېدونکي یې په بزګرۍ بوخت دي،   د کندز ولایت د ارچې ولسوالي چې […]

نویسنده: The Killid Group
15 مرغومی 1389

د کندز ولایت د ارچې ولسوالي چې له تاجکستان سره په ګډه پوله پرته ده، دا مهال د کرنې په برخه کې له ډېرو جدي ستونزو سره لاس او ګریوان ده. دغه ولسوالي چې په ټولیزه توګه  کرنیزه بلل کېږي، زیاتره اوسېدونکي یې په بزګرۍ بوخت دي،

 

د کندز ولایت د ارچې ولسوالي چې له تاجکستان سره په ګډه پوله پرته ده، دا مهال د کرنې په برخه کې له ډېرو جدي ستونزو سره لاس او ګریوان ده.

دغه ولسوالي چې په ټولیزه توګه  کرنیزه بلل کېږي، زیاتره اوسېدونکي یې په بزګرۍ بوخت دي، خو تراوسه یې د کرنې ډګر چندان وده نه ده موندلې.

د کندز ولایت د ارچې ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۵ کلن حضرت نبي په دغه ولسوالۍ کې وروستۍ ناامنۍ د کرنې د ټکني کېدو لپاره ناوړه بولي او وایي چې زیاتره مهال د مخالفینو او د دولت ترمنځ د جګړو له امله بزګران نه شي کولای چې له کوره بهر خپلو فصلونو ته ورسېږي.

نوموړی زیاتوي: “ځینې نور اوږد مهاله فکتورونه، لکه د کروندو د خړوبولو د سیستم نشتوالی هم سبب شوی چې کرکیله ټکنی کړي په داسې حال کې چې ارچي ولسوالي د کوکچې د سیند پرغاړه پرته ده.”

نوموړي وویل: “په دغه ولسوالۍ کې دوه نهرونه (نهر جدید او نهر کهنه) بهیږي، خو د اړوندو ادارو نه پاملرنه سبب شوې چې د نهرونو اوبه ضایع او فصلونو ته د اړتیا پر وخت اوبه ونه رسیږي. که چېرې د دې ولسوالۍ د خړوبولو سیستم عصری کړای شي، نو دا ولسوالي د دې ظرفیت لري چې کرنیز محصولات یې نیمايي هېواد ته ورسېږي.”

دغه راز د یادې ولسوالۍ ځینې نور بزګران د میکانیزې بزګرۍ نشتوالی هم تر ډېره بریده لویه ستونزه بولي او وایي چې د بزګرانو ټیټ اقتصاد او د کرنیزو عصري سامان آلاتو نشتوالي هم د دې ولسوالۍ پر کرنې ډېر بد اغېز کړی.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکی ۲۳ کلن عزیزالله رحیمي چې د کندز په مرکز کې په زده کړو بوخت دی، کرنیز ماشین آلاتو ته د بزګرانو نه لاسرسی د کرنیزو محصولاتو د کمښت مهم فکتور ګڼي: “دا وخت په ارچې ولسوالۍ کې د هېواد د نورو ولسوالیو په څېر د کر سیستم دودیز دی او لا تراوسه میکانیزه شوی نه دی. کروندګر د لور، بیل، کلنګ، شاخۍ او نورو دودیزو وسایلو په وسیله کر کوي.”

د رحیمي په خبره که چېرې کرنیز سیستم میکانیزه کړای شي ځمکې به د تېر په نسبت لا اقل دوه چنده حاصل ورکړي.

د نوموړي په وینا د دې هدف د ترسرنې لپاره د کرنې وزارت ته په کار دي چې د دې ولسوالۍ بزګرانو ته کوپراتیفونه جوړ او عصري ماشین آلات په اختیار کې ورکړي او په بدل کې ور څخه یوه اندازه مزد واخلي چې له دې اقدام سره ښایي د بزګرانو کورنی او د هېواد ملي اقتصاد پیاوړتیا ومومي.

رحیمي د دغې ولسوالۍ د بزګرانو بله لویه ستونزه ټرانسپورت په ګوته کوي او وایي چې د کرنې بهیر یې له جدي ستونزې سره مخ کړی دی: “د ارچې ولسوالۍ او کندز ښار ترمنځ سړک په بشپړه توګه له منځه تللی، تر دې پورې چې موټر پر پلیو لارو مزل کوي او په ساعتونو ساعتونو وخت نیسي چې په نتیجه کې یې د تمام شد پر قیمت هم بد اغېز پرېباسي.”

پورته یادو ستونزو په دې ولسوالۍ کې د بزګرانو د محصولاتو لپاره د بازار موندنې ستونزه هم راپورته کړې چې اکثره وخت د سیمې په کچه کرنیز حاصلات په ډېره ټېټه بیه پلورل کېږي.

۲۸ کلن محمد الله له همدې کبله شکایت لري او وايي چې هرکال بزګران تاواني کېږي او حاصلات پرې خرۍ خرۍ پاتې وي.

هغه وایي: ” د دې ترڅنګ د ناروغیو د درملنې مرکزونه هم نشته، یوه اندازه حاصل مو نباتي ناروغۍ هم خرابوي.”

د کرنې پوهنځي لیسانس محمد رضا وایي، که چېرې اړوندې ادارې او مرستندویه موسسې د دې مرکزونو پر جوړونې اقدام وکړي او په سبسایډۍ سره بزګرانو ته د کرنیزو ناروغیو درمل برابر او د تخم د کښت او د ناروغیو د مخنیوي مشورې ورکړي، نو ښایي په دې ولسوالۍ کې به د کرنې سکټور وغوړیږي.

دغه راز نوموړی د کرنې په سکټور کې د هېواد د شمالي ولایتونو نقش پیاوړی بولي او وایي چې اړوندې ادارې باید دغو ولایتونو ته ډېره ترجیح ورکړي او د بزګرانو پر مخ ټولې پرتې ستونزې چې که د سړک وي او که د بازار موندنې، حل کړي.

خو د کرنې وزارت وايي چې د یوه نوي پروګرام له مخې به پر کندز سربیره په اکثرو ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو د لوړاوي او بازار موندنې په برخه کې اقدامات وکړي.

د کرنې وزارت په دغه پروګرام د کرنیزو محصولاتو د لوړولو په هدف، د سیمه ییزو طبیعي سرچنیو څخه ښه استفاده او د سیمه ییزو کرنیزو ادارو تقویه کېدل شامل دي.

د کرنې وزیر ښاغلي اصف رحیمي ویلي چې د دغې طرحې په پلې کېدو سره به د غنمو په هر هکټار ځمکه کې د بزګرانو د عاید کچه له ۵۰۰ ډالرو څخه ۱۵۰۰ ډالرو ته لوړه شي.

خو د رحیمې په خبره د دغې طرحې پلې کېدل به لا اقل له پنځو تر لسو کلونو وخت وغواړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA