ads

د ځنګلونو وهلو د جلغوزو حاصلات کم كړي

د ننګرهار ولایت د سپين غره په لمنو کې د ځنګلونو وهلو او کمېدو د جلغوزو په حاصلاتو کې كموالی راوستی. د سیمې اوسېدونکي وايي چې دغه  د ځايي اوسېدونکو او زورورو له لوري وهل شوي دي.   د ننګرهار ولایت د سپين غره په لمنو کې د ځنګلونو وهلو او کمېدو د جلغوزو په […]

نویسنده: The Killid Group
28 لیندۍ 1389

د ننګرهار ولایت د سپين غره په لمنو کې د ځنګلونو وهلو او کمېدو د جلغوزو په حاصلاتو کې كموالی راوستی. د سیمې اوسېدونکي وايي چې دغه  د ځايي اوسېدونکو او زورورو له لوري وهل شوي دي.

 

د ننګرهار ولایت د سپين غره په لمنو کې د ځنګلونو وهلو او کمېدو د جلغوزو په حاصلاتو کې كموالی راوستی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دغه  د ځايي اوسېدونکو او زورورو له لوري وهل شوي دي.

د خوګیاڼیو ولسوالۍ  ډېری اوسيدونکي همدا خبره کوي. د خوګیاڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی او د ځنګلونو پخوانی مدیر حاجي نصرالله ویلي چې د دغې سیمې ځنګلونه ډېر مشهور وو او د جلغوزو حاصلات به یې آن ګاونډیو ته صادرېدل.

نوموړي ویلي چې اوس مهال د دغو ځنګلونو د وهلو له امله د جلغوزو په حاصلاتو کې ډېر کموالی راغلی دی.

هغه  روز خبري آژانس ویلي: “پخوا به د دغو ځنګلونو د وهلو لپاره د قومونو د مشرانو ترمنځ  قومي پرېکړې کېدې او هم به د دولت له خوا پرې بندیز و، که چېرې اوس د دغه عمل مخنیوی ونه شي، نو ښایي چې په راتلونکې کې د سپین غره دغه طبیعي  سرمایه له منځه ولاړه شي.”

دغه راز د یادې ولسوالۍ د وزیرو تنګي اوسېدونکي ویلي، مخکې به د هر کال د مني په موسم کې د جلغوزو حاصلات راټولېدل چې د سېمې اوسېدونکو د عاید منبع ګرځېدلې وه: “اوس دوې ستونزې دي، لومړی دا چې دغه ځنګلونو زیاتره له منځه تللي او دوهمه ستونزه له وخت مخکې د جلغوزو د حاصلاتو راټولول دي چې په نتیجه کې یې د حاصلاتو کچه راټیټه شوې ده.”

د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکي شمشاد خان ویلي چې د سیمې د اوسېدونکو له خوا د جلغوزو غوټې له څانګو سره ماتېږي چې دغه عمل هم د جلغوزو د حاصلاتو په کمښت تاثیر پریباسي.

نوموړي ویلي: “د تنظیمي واکمنۍ پر مهال د سپین غره زیاتره ځنګلونه له منځه تللي دي.”

خو په خبره یې اوس د دغو ځنګلونو د وهلو په اړه قومي پرېکړه شوې او  څوک نه شي کولای چې په خپل سر هغه پرې کړي: “د قومې پرېکړې له مخې هغه څوک چې د جلغوزو یو بوټی هم پرې کړي، نو پنځوس زره افغانۍ جریمه کېږي.”

هغه زیاتوي، د هسکې مینې ولسوالۍ ځنګلونه ډېر وهل کېږي او بیا دغه چارتراش لرګي نورو سیمو ته په قاچاق وړل کېږي: “د دې ولسوالۍ ځنګلونه د سیمې د قومونو ترمنځ ویشل شوي او هر قوم خپله برخه ځنګلونه پرې کوي چې اوس مهال د سیمې زیاتره ځنګلونه له منځه تللي او ځمکې یې په ډاګ بدلې شوې دي.”

د هسکې مینې ولسوالۍ اوسېدونکي محبت خان ویلي، د دې ولسوالۍ د اوغز، کڅونو، د لوړې مینې سیمو ځنګلونه اویا په سلو کې له منځه تللي: “د دې سیمو د ځنګلونو چارتراش لرګي د حیواناتو په وسیله زموږ ګاوڼدي هېواد پاکستان ته وړل کېږي او بیا له هغه ځایه د نړۍ نورو هېوادونو ته انتقال مومي.”

که څه هم د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د قومي پرېکړو له مخې د ځنګلونو د وهلو مخه نیول شوې، خو په شېرزاد، خوګیاڼیو، پچیراګام، هسکې مینه، اچین او دور بابا ولسوالیو کې د ځنګلونو د وهلو لړۍ ښه په درز کې روانه ده او د مخنیوي یې څوک نه شته.

څه موده وړاندې ویل شوي وو چې د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ځنګلونو په وهلو تالان ګډ دی.

د دې سیمې عیني شاهدانو ویلي چې هره شپه د چارواکو په خوښه او مشوره چارتراش لرګي له جلال آباد څخه د پښتونخوا په لارې وړل کېږي.

د دغې ولسوالۍ ولسوال حاجي همیشه ګل هم په دې ولسوالۍ کې په خپل سر د ځنګلونو وهل تایید کړي او ویلي وو چې دوی د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي هڅې کوي، خو تراوسه یې په مخنیوي نه دي توانیدلي.

د ننګرهار د کرنې رییس محمد حسین صافي هم په وار وار دا منلې چې د ننګرهار د سپین غره په لمنو کې د پرتو ولسوالیو ځنګلونه وهل شوي چې د جلغوزو په حاصلاتو یې هم اغېزه کړې، خو وایي چې اوس یې د ځنګلونو د بیا احیا کولو په هدف د نیالګیو کینولو ته ملا تړلې.

صافی وایي: “د اداري تشکیلاتو له امله نه شي کولای چې د خپلو مامورینو په زریعه د ځنګلونو پوره ساتنه وکړي.”

د ننګرهار ولایت د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي ویلي، دغه ځنګلونه چې زیاتره یې د جلغوزو ونې دي د هېواد طبیعي شتمني ده او ولایتي ادارې د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي لپاره ولسوالانو ته جدي لارښونه کوي چې لاس په کار شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځ د لمانځنې پر مهال د هېواد د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر شاه محمود مومند ویلي وو چې د ختیځ درېیو ولایتونو ننګرهار، کونړ او نورستان شپیته فیصده ځنګلونه له منځه تللي او له دې سره سره د ځنګلونو د وهلو لړۍ په کې روانه ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA