ads

خواړه، د كار په بدل كې

د خوست په ليرې پرته او سرحدي ولسوالۍ ځاځي ميدان كې پر هغو خلكو  1229 ټنه خوراکي توکي، وويشل شول، چې د ملي پيوستون په چوکاټ کې د خوست په ليرې پرته او سرحدي ولسوالۍ ځاځي ميدان كې پر هغو خلكو  1229 ټنه خوراکي توکي، وويشل شول، چې د ملي پيوستون په چوکاټ کې د […]

نویسنده: The Killid Group
12 تله 1389

د خوست په ليرې پرته او سرحدي ولسوالۍ ځاځي ميدان كې پر هغو خلكو  1229 ټنه خوراکي توکي، وويشل شول، چې د ملي پيوستون په چوکاټ کې

د خوست په ليرې پرته او سرحدي ولسوالۍ ځاځي ميدان كې پر هغو خلكو  1229 ټنه خوراکي توکي، وويشل شول، چې د ملي پيوستون په چوکاټ کې د ورسپارل شويو پروژو چارې سرته رسولې وې.

دغه خوراکي توکي، چې د نړیوال خوراکي پروګرام  يا WFP لخوا ورکړل شول، پکې بیلا بېل خوراکي توکي لکه، غنم، دال، غوړي او مالګه شامل وو.

خوست کې د اقتصاد رياست کارکونکی او د نوموړو موادو د نظارت ګروپ مشر رئيس ګل وویل، چې د دې ولسوالۍ ګڼو اوسيدونکو په نږدې دولسو ورځو کې د خپلو سيمو د ويالو کېندلو، د اوبه خورونو جوړولو او په خامه سړکونو د جغل اچولو چارې بشپړې کړې دي، نو ځکه ورته دا توکي په وړیا ډول د کار په بدل کې ورکول کيږي.

د دې ولايت د کليو پراختيا او بيارغونې رياست له لورې د ملي پيوستون په چوکاټ کې په دې برخو کې 26 پروژې پلې شوې دي.

خلک د کار په بدل کې د خوراکي موادو د ورکولو دا ډول پروګرامونه ګټور بولي او وايي، چې په دې کار سره به له يوې خوا د خلکو لپاره يو څه کار پيدا شي او له بلې خوا به نېغ په نېغه خلک د خوراکي موادو نه برخمن شي.

خو دا، چې دا پروسه څومره رڼه او شفافه وه، د سیمې ځینې اوسیدونکې یې په اړه بېلا بېل نظرونه لري، خو د خوست ولایت د اقتصاد ریاست يو تن کارکونکی او د دغه پروګرام د څارنې يوه مشر ریس ګل بیا دا په ډاګه کړه، چې پدې کې داسې څوک نشته، چې په پروژه کې دې یې کار نه وي کړی او مرسته دې يې  تر لاسه کړې وي.

د رئيس ګل په خبره، دا مواد د شوراګانو له تائيد وروسته وركول كيږي.

د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ د اکا کلي يو تن اوسیدونکی، چې خوست ښار ته د دې موادو د تر لاسه کولو په موخه راغلى و، د ملي پيوستون دا پروګرام وستايه.

د ده په وينا، که له يوې خوا په خپلو سيمو کې خپلې چارې ترسره کوي له بلې خوا ورسره دولت د کار په بدل کې د خوراکي موادو مرسته کوي.

د سیمې خلکو د دغه ډول پروګرام لاس نیوی کاوه او په دولت یې غږ وکړ، چې په راتلونکې کې دې دا ډول مرستو لړي پراخه کړي.

خو له دغو مرستو سره په څنګ کې بیا د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسيدونکو له دولته ګیله کوله، چې په دغه ولسوالۍ کې امنیت ته په کتو سره د بیا رغونې کارونه ډېر کم دي.

څو ورځې وړاندې د خوست د مرکز په درې سيمو لکڼ، متون او شمل کې هم دې ته ورته پينځه دېرش پروژې بشپړې شوې دي.

د يادولو وړ ده، چې د خوست ولايت د مرکز په ګډون په 9 ولسواليو کې WFP یا نړیوال خوراکي پروګرام په مرسته دا مهال دې ته ورته 305 نورې پروژې تر كار لاندې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA