ads

د افغانستان د تېلو زیرمې

افغانستان د تیلو او ګازو پریمانه زیرمې لري، خو د جنګ او اقتصادي ضعف له کبله نه دي استخراج شوې. د هغه  تړون له مخې، چې په ۱۳۸۴كال د امريكا له فضايي ادارې ناسا سره د زیرمو د سروې په هدف امضا شو او ناسا د الوتكو په وسيله د افغانستان په فضا كې د  […]

نویسنده: The Killid Group
22 غبرګولی 1389

افغانستان د تیلو او ګازو پریمانه زیرمې لري، خو د جنګ او اقتصادي ضعف له کبله نه دي استخراج شوې. د هغه  تړون له مخې، چې په ۱۳۸۴كال د امريكا له فضايي ادارې ناسا سره د زیرمو د سروې په هدف امضا شو او ناسا د الوتكو په وسيله د افغانستان په فضا كې د  ۳۰۰ زره كيلومټرو په واټن

 

 

افغانستان د تیلو او ګازو پریمانه زیرمې لري، خو د جنګ او اقتصادي ضعف له کبله نه دي استخراج شوې. د هغه  تړون له مخې، چې په ۱۳۸۴كال د امريكا له فضايي ادارې ناسا سره د زیرمو د سروې په هدف امضا شو او ناسا د الوتكو په وسيله د افغانستان په فضا كې د  ۳۰۰ زره كيلومټرو په واټن پروازونه درلودل څرګنده شوه چې په شمال كې د نفتو زيرمې تر پخوانيو اټكلونو ۱۲ تر۱۵ برابره او د غازو زیرمې پنځه تر۶ برابره ډېرې دي.

دا راپور کارږي، د هېواد په شمالي څنډو كې د غازو شاوخوا ۳۶\۳ مترمكعبه او د نفتو ۶\۳ مليارد مترمكعبه زيرمې شته دي.

که تېر ته مراجعه وکړو په ۱۹۵۰میلادي کال كې د نفتو د پلټنې هڅو پراختيا وموندله او په  ۱۹۵۸ كال كې افغان ځمك پېژندونكو له خپلو روسي ملګرو سره د نفتو او ګازو د موندلو چارې په برياليتوب سره پاى ته ورسولې او دا تثبیت شوه، چې په سرپل کې د انګوت او اق دریا میدانونه، په شبرغان کې د خواجه برهان، یتیم تاق، خواجه ګوګرد او جرقدوق ګازي میدانونه ډېر د پام وړ دي، چې په کې د نفتو څاګانې هم کیندل شوي.

مګر افغانستان لاهم په دې نه دى توانېدلى، چې له خپلو دغو زيرمو د هېواد اړتياوې پوره كړي. د الجزيرې د خبرې سرويس په حواله نن سبا په نړۍ كې لا اقل د نفتو يوه بشكه په ۵۰ ډالرو پلورل كېږي او د خليج فارس په څنډو كې موجود هېوادونه له خپلې دغې شتمنۍ څخه هركال په ملياردونو ډالره ګټه اخلي.

په ۱۳۸۸کال ولسي جرګې د نفتو او ګازو قانون هم  تصويب كړ. دا قانون شپږ فصلونه او ۷۱ مادې لري او د هغه له مخې هغو بهرنيو استخراج كوونكو ډلو ته، چې د نفتو او ګازو د استخراج ليواله وي دا اجازه وركوي، چې ځانته افغان شريكان ونيسي.

همدارنګه دا علان هم شوى، چې  دوه روسي او امريكايي شركتونه به د هېواد په شمال كې د نفتو او ګازو سرچينې په مشتركه توګه استخراج او دوه افغان شركتونه به له هغوى سره همكاري وكړي. دا چې څه وخت به افغانستان د تیلو له درکه خپلې اړتیاوې پوره کړي نه ده معلومه؟ خو لا اقل دومره ویلای شو چې افغانستان هرکال تر درې ملیونه ټنو پورې نفتي موادو ته اړتیا لري، چې ډېره برخه یې د خصوصي سکټور له لوري د ترکمنستان او قزاقستان له هېوادونو راوړل کیږي، چې کله ناکله بې کیفیته هم وي. کابو دوه میاشتې مخکې د حیرتانو په بندر کې څلور ملیونه بې کیفیته تیل تثبت شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA