ads

واهګه؛ كراچۍ او ګوادر كله؟

د سوداګرۍ وزارت سرپرست وزيرغلام محمد اييلاقي پاكستان  ته تېره اوونۍ د خپل سفر په ترڅ کې دې موافقې ته رسيدلي چې د افغانستان سوداګريزې لاری به د پاكستان تر واهګه بندري ښار پورې تللى شي. د سوداګرۍ وزارت سرپرست وزيرغلام محمد اييلاقي پاكستان  ته تېره اوونۍ د خپل سفر په ترڅ کې دې موافقې […]

نویسنده: The Killid Group
1 غبرګولی 1389

د سوداګرۍ وزارت سرپرست وزيرغلام محمد اييلاقي پاكستان  ته تېره اوونۍ د خپل سفر په ترڅ کې دې موافقې ته رسيدلي چې د افغانستان سوداګريزې لاری به د پاكستان تر واهګه بندري ښار پورې تللى شي.

د سوداګرۍ وزارت سرپرست وزيرغلام محمد اييلاقي پاكستان  ته تېره اوونۍ د خپل سفر په ترڅ کې دې موافقې ته رسيدلي چې د افغانستان سوداګريزې لاری به د پاكستان تر واهګه بندري ښار پورې تللى شي. د واهګې بندرې ښار د هند او پاكستان پر پوله په صفري نقطه كې پروت بندر دى چې د هند پنجاب ايالت امرتسر او د پاكستان پنجاب ايالت لاهور سره نښلوي.
د اییلاقی په وينا په دې اړه په لومړنيو دوو ناستو كې خبرې شوې وې، خو وروسته دغه مسئله له دې كبله اجنډا څخه وايستل شوه چې پاكستاني سوداګرو فكر كاوه  په تاوان ده.
اييلاقي وايي دغه موضوع په پنځمه ليدنه كې مطرح شوه او پاكستان ته په دې اړه قناعت وركړل شو. د دغه تړون پرېكړه ليك به د می مياشتې په پای کې هله لاسليك شي چې يو پاكستاني پلاوى كابل ته راورسيږي.
د خصوصي سكټور د متشبثينو د بورد رييس عبدالهادي فرهنګ دا هڅه ګټوره بولي: ((د افغان سوداګرومالونه د پاكستان په خاوره کې ډېر ځنډيږي.))
د صناېعو او سوداګرۍ اتاق د سوداګرۍ برخې مرستيال خان جان الكوزى وايي، لا تر اوسه پرې باوري نه دى، خو هيله من دى چې دا كار د عمل جامه واغوندي.
د هغه په وينا كه دغه كار عملي شي د افغانستان تازه مېوې به پر خپل وخت ماركېټونو ته ورسيږي  او تمام شوى قيمت به هم كښته وي.
هغه وايي: “اوس موږ يو موټر له كابل څخه تر پېښوره باروو، بيا په پېښور كې بل موټر ته لېږدول كېږي او له دغه ځايه د هندوستان كوالا ته ځي.  هم یې بیه لوړیږي او هم  خرابیږي.”
اوس مهال د هغه تړون له مخې چې په ۱۹۶۵ كال كې د افغانستان او پاكستان تر منځ لاسليك شوى د افغانستان سوداګريز موټرو يوازې پېښور او وېش پورې تللى شي، حال دا چې د پاكستان سوداګريز موټر حق لري چې د افغانستان هر سوداګريز بندر ته چې وغواړي تجارتي مالونه ورسوي.
کارپوهان وايي د دې لپاره چې پاکستان د افغان سوداګرو موټرو تر کراچۍ او ګوادر پورې د تګ اجازه ورکړي ورته اقدام ته اړتیا ده.
خان جان الكوزى وايي: ” كه  د افغانستان دولت د دې توان ولري او په دې عقيده وي چې بايد د خپلو خلكو حق وغواړي او په افغانستان کې د پاکستان د موټرو تګ راتګ محدود کړي بې له شكه پر پاكستان تاثير لري، ځكه ورته اقدام د پاكستان ټرانسپورټ او اقتصاد ته زيان رسوي.”

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA