پامير هوايي شركت د هغې الوتكې د موندل كېدو خبر وركړل شو، چې له تيرو څلورو ورځو راپديخوا لادركه وه . يوې باورې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه كوله كليد ته وويل، چې د غه الوتكه د فرزه او سرخ پارسا ولسواليو ترمنځ په غرونو كې لوېدلې ده.
د پامير هوايي شركت د هغې الوتكې د موندل كېدو خبر وركړل شو، چې له تيرو څلورو ورځو راپديخوا لادركه وه .
يوې باورې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه كوله كليد ته وويل، چې د غه الوتكه د فرزه او سرخ پارسا ولسواليو ترمنځ په غرونو كې لوېدلې ده.
خو له دې وړاندې ويل كېدل چې دغه الوتكه د سالنګونو په غرونو كې لويدلې ده.
د كابل هوايي ډګر قوماندان رسول يعقوبي يو شمير خبريالان وربللي، چې پامير هوايي شركت د لويدلې الوتكې ځاى له نږدې وگوري.
تر اوسه دا نه ده معلومه ،چې د الوتكې سپرلۍ او عمله به په څه حالت كې وي په دغه اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي .
د ترانسپورت او هوايي چلند سر پرست وزير محمدالله بتاش رسنيو ته وويل، چې د لوېدلې الوتكې ځاى موندل شوى دوى د الوتكې او په الوتكه كې مړو شويو كسانو د ليږدولو په اړه په خپل پلان كار كوي .
د يادلو وړ ده، چې په دغې الوتكې كې چې تيره دوشنبه له كندزه كابل ته روانه وه،اته ديرش تنه مسافر او پنځه تنه عمله سپاره وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ