ads

په كابل ښار كې اورلګېدنه رامنځته شوه

نن سهار د كابل ښار د بهارستان سيمې په يوې ودانۍ كې اورلګېدنه رامنځته شوه.

نویسنده: mayar
19 لیندۍ 1397
په كابل ښار كې اورلګېدنه رامنځته شوه

نن سهار د كابل ښار د بهارستان سيمې په يوې ودانۍ كې اورلګېدنه رامنځته شوه.د كابل د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد وايي، اور په يوه دوكان كې ولګېد، خو په ټولنيزو شبكو كې خپاره شوي انځورونه ښيي، اور د ودانۍ نورو برخو ته، چې دغه دوكان په كې دى، خپور شوى.نوموړي د پېښې د علت او له كبله يې د رامنځته شوو زيانونو په تړاو معلومات نه لرل.د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د كابل ښار د نادر پښتون سيمې په څو ماركېټونو كې اورلګېدنې لسګونه دوكانونه وسوځول او خلكو ته يې ميليونونه ډالر زيان واړاوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA