ads

په دايميرداد ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري

د ميدان وردګ په دايميرداد ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده.

نویسنده: mayar
19 وږی 1397
په دايميرداد ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري

د ميدان وردګ په دايميرداد ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده.
د دې ولايت د والي وياند عبدالرحمن منګل كليد ته وويل، طالبانو وړمه شپه پر دې ولسوالۍ بريد وكړ، چې د امنيتي ځواكونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
د منګل په وينا، په دې جګړه كې تراوسه شاوخوا ۶۰ طالبان وژل شوي او له ۱۰۰ زيات نور ټپيان دي.
هغه د نښتې په مهال د دايميرداد ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون د ۱۱ امنيتي سرتېرو وژل كېدل او د شاوخوا ۱۰ نورو سرتېرو ټپي كېدل هم تاييد كړل.
منګل زياته كړه، ولسوالي د امنيتي ځواكونو په كنټرول كې ده او هڅه كوي، چې پاتې سيمې هم له طالبانو ونيسي او تر خپلې ولكې لاندې يې راولي.
وسله والو طالبانو بيا د يادې ولسوالۍ د نيولو، افغان سرتېرو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو او د زياتو وسلو او مهماتو د ترلاسه كولو ادعا كړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA