په انډونيزيا كې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۹۱ تنه وژلي دي.
دا زلزله د ريختر په كچه اووه درجې ښودل شوې او د انډونيزيا لومبوک ټاپو يې ځپلی دی.
چارواكي وايي، د زلزلې له كبله شاوخوا ۲۰۰ كسان ټپيان شوي هم دي او ښايي د تلفاتو شمېر زيات شي.
د انډونيزيا حکومت له خلکو غوښتي، چې له سمندره لرې واوسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ