د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د ژمي په راتلو سره سږ کال د سون توکو بيې لوړې شوې نه دي، په داسې حال کې چې، هر کال به بازار کې د سون د توکو بیې لوړېدې.
په کندهار کې د نفتو د چارو مسوولین وایي، چې د پخوا به د سون توکو کیفیت هم خرابېده، خو دا ژمی د تېر کال په پرتله د سون توکي هم په بيو ټيټوالی راغلی او هم د کيفیت له اړخه ښه شوي دي.
په ورته وخت کې د کندهار د انحصاراتو مدیرصفي الله صدیقي وایي، سږ کال ژمي لپاره په پوره اندازه سون توکي لري، چې په ژمي کې به هېڅ ډول بیو کې لوړوالی رانه شي.
د صدیقي په خبره، د سون توکو د ښه کیفیت لپاره یې د ښار ټول د تېلو پمپونه او د ګازو پلورنځایونه په سمه ده توګه جوړ کړي، ترڅو خلک په کيفيت نفتي توکي ترلاسه کړي.
د يادولو ده، چې دا لومړی ځل دی، د کندهار د انحصاراتو مسوولین د ژمي په را رسېدو سره د سون توکو د بیو د کموالي خبر کوي، او دوی هڅه کوي، ترڅو د يادو سون توکو بيې نورې هم راټيټې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ