د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په دوحه کې له قطري چارواکو سره د دوه اړخيزو مسايلو په اړه خبرې کړې دي.
پاکستاني رسنيو د پوځ د مطبوعاتي ادارې چارواکو له قوله ويلي، چې باجوه پرون په دوحه کې د قطر د دفاع وزير خالد بن محمد العطيه سره پر دفاعي چارو خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي، چې دواړو مشرانو په دفاعي چارو کې د همکارۍ ژمنې وکړې.
دغه راز د پاکستان د پوځ مشر د قطر د پوځ لوى درستيز سره هم ليده کاته ګټور بللي دي.