ads

غزني کې د ۱۸ پاکستانيانو په ګډون ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي وايي، د غزني ولايت د مرکز، اندړو، قره باغ او ګېرو ولسواليو په اړوندو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتو کې د دولت ۲۴ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

نویسنده: The Killid Group
14 کب 1395
غزني کې د ۱۸ پاکستانيانو په ګډون ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي وايي، د غزني ولايت د مرکز، اندړو، قره باغ او ګېرو ولسواليو په اړوندو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتو کې د دولت ۲۴ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د غزني والي انجنير عبدالکريم متين نن په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل، چې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو وسله والو تېره ورځ سهار وختي د کابل ـ کندهار د لويې لارې په اوږدو کې چېک پاينټونه جوړ کړي او د مسافر وړونکو موټرو پر تلاشۍ سربېره يې د دغې لارې په اوږدو او د ګېرو، قره باغ او اندړو ولسواليو په اړوندو کې هم پر پرتو ځينو امنيتي پوستو وسله وال بريدونه پيل کړي وو، چې تر تېرې شپې پورې يې دوام درلود.
والي وايي، په دغو نښتوکې د ګڼ شمېر مسافرو له برمته کېدو د مخينوي ترڅنګ د ۱۸ پاکستانيانو په ګډون د دولت ۲۴ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
متين زياته کړه، په دغو نښتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی.
د غزني والي وايي، د ژمي موسم په خلاصېدو سره وسله وال هڅه کوي خپلو فعاليتونو ته زور ورکړي، خو په وينا يې، امنيتي ځواکونه يې د هر راز فعاليتونو ناکامولو او ځپلو ته بشپړ چمتووالي لري.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA