ads

د کابل- جلال اباد د دویم سړک د جوړولو چارې معیاري نه دي

په داسې حال کې چې د کابل جلال اباد لاره د افغانستان ختیځ له مرکز کابل سره تړي او تر ټولو ډېره ګڼه ګوڼه هم لري، خو یو شمېر مدني فعالان او خلک وايي، د دغه سړک د دويمې برخې کارونه غیرمعیاري دي او په ځینو سيمو کې ويجاړېدو ته نېږدې شوي. دوی وايي، په دغه سړک کې ناسم او بې کیفیته توکي کارول کېږي او په دې تړاو یې څو ځله شکایتونه هم کړي دي، خو تر دې مهاله یې غږ نه دی اورېدل شوی.

نویسنده: The Killid Group
9 کب 1395
د کابل- جلال اباد د دویم سړک د جوړولو چارې معیاري نه دي

په داسې حال کې چې د کابل جلال اباد لاره د افغانستان ختیځ له مرکز کابل سره تړي او تر ټولو ډېره ګڼه ګوڼه هم لري، خو یو شمېر مدني فعالان او خلک وايي، د دغه سړک د دويمې برخې کارونه غیرمعیاري دي او په ځینو سيمو کې ويجاړېدو ته نېږدې شوي. دوی وايي، په دغه سړک کې ناسم او بې کیفیته توکي کارول کېږي او په دې تړاو یې څو ځله شکایتونه هم کړي دي، خو تر دې مهاله یې غږ نه دی اورېدل شوی.
د سرخرود ولسوالۍ د چهار باغ صفا د سیمې اوسیدونکي رحمان الله کلید ته وویل چې د یاد سړک کارونه هغه ډول پرمخ نه ځي چې خلک یې هیله لري. نوموړي د کابل ـ جلال اباد د دویم سړک په جوړوونکي شرکت او ولایتي ادارې نیوکه وکړه چې په لوی لاس له خپلې خاورې سره جفا کوي: ((د دې سرخرود ولسوالۍ سره چې په سړک کار کېږي، دا شرکت خو بهرنی هم نه دی، نو ولې بیا خراب کار کوي او له خپلې خاورې سره یې دا ظلم روان کړی دی، کله به دا خلک مړېږي.))
په همـدې حــال کــې بیـا د یــادې لـویـې لارې موټر چلوونکي وایي، د دې سړک د جوړولو لپاره یې د خلکو کورونه، مارکېټونه او نورې ودانۍ ورانې کړې، خو اوس مهال چې ګوري د سړک عرض یا سور خورا کم دی. دغه موټر چلوونکي زیاتوي، د کابل ــ جلال اباد په دویم سړک کې استعمالېدونکي سیخ، سیمنټ او نور توکي ددې ظرفیت نه لري چې لوی او بار وړونکي موټرونه پرې تګ راتګ وکړي. دوی وایي، سر له اوسه په یو شمېر سیمو کې پلچکونو درزونه کړي او تمه نه کېږي، چې یو کال دې هم دوام وکړي. یوه موټر چلوونکي کلید ته وویل: ((د سړک سور کم دی او ځینې پلونو یې اوس درز کړی دی، یو کال به هم دوام ونه کړي، په دې لاره خو غټ او باروړونکي موټرونه ځي، دا زموږ چارواکي لکه چې ويده دي.))
له بل لوري بیا د خوګیاڼيو ولسوالۍ د کږې سیمې اوسیدونکي او قومي مشر حاجي میرویس کلید ته وویل، دوی تمه درلوده چې له لسګونه کلونو وروسته به یې سیمې ته پوخ سړک ورشي، خو اوس چې د یاد سړک کارونه ګوري، نو فکر کوي چې له بارانه ناوې ته کيني.
دغه قومي مشر زیاتوي، که چېرته حکومتي چارواکي د یادو بې سریو او فساد مخه ونه نیسي، نو دوی به د قومي جوړښتونو له لارې د یاد سړک د جوړولو چارې بندې کړي، څو په ښه ډول ترسره شي: ((موږ د خوګیاڼو خلک په دې تمه وو، چې سړک به جوړ شي او ابادي به ورسره راشي، خو اوس چې ګورو کارونه یې ګډوډ روان دي، که چېرته یې کارونه نه سموي، موږ یې ورباندې بندوو، تر هغې چې سم یې ترسره کړي.))
هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست له چارواکو سره خبرې وکړو، خو دوی په دې تړاو له خبرو کوله ډډه وکړه. خو د ننګرهار ولایتي چارواکي مني، چې د کابل ـ جلال اباد د دویم سړک کارونه له دې وړاندې له ستونزو ډک ترسره کېدل، مګر دوی ټینګار کوي چې اوس یې ورته ځانکړی کمسیون ټاکلی او هر وخت یې له چارو څارنه کوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي کلید ته وویل، والي ګلاب منګل د دې سړک د جوړوونکي شرکت مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د دې سړک د جوړولو چارې ګړندۍ کړي او که کوم وخت له ستونزې سره مخ کيږي، د ولایت مقام ته دې راپور ورکړي. خوګیاڼی زیاتوي، که چېرته ټاکل شوې تخنیکي ډلې د سړک کارونه غیرمعیاري وبلل، نو پر وخت به یې په اړه پرېکړه وشي: ((د کابل ـ جلال اباد په دویم لین سړک کې مخکې ستونزې وې، خو اوس موږ ورته ځانګړې تخنیکي ډله ټاکلې چې کارونه یې وڅاري، که چېرته ټاکل شوي مسلکي کسان کارونه خراب وګڼي او نيمګړتیاوې پکې ومومي شرکت ته دنده سپارل کېږي چې له سره یې جوړ کړي.)) د کابل ــ جلال اباد دویم سړک د جلال اباد ښار له لودیځ لوري پیلېږي، د سرخرود، خوګیاڼو، شیرزاد او حصارک له ولسوالیو تېرېږي او د کابل له خاک جبار ولسوالۍ سره نښلي. د ولایتي چارواکو د معلوماتو له مخې د دغه سړک ۳۵ کیلو متره رغول شوی او پر پاتې برخه یې کار روان دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA