په ننګرهارکې د هېواد د څلورو ولايتونو د يوسلو پنځوس تنو ورزشکارانو په ګډون دسولې جام ترنامه لاندې د شين کيوکشن کان کراټې سيالۍ ترسره شوې.
د ننګرهار د شين کيوکشن کان کراټې د فډراسيون مسول خان محمدکاکړ په وينا دغه سيالۍ د افغانستان د شين کيوکشن کان کراټې فډراسيون لخوا د ننګرهار بدنې روزنې امريت په چوکاټ کې او د ننګرهار ولايت د قومونو شورا مشر لعل اغا کاکړ په مالي مرسته ديوې ورځې لپاره د مومندرې ولسوالۍ د ګردي غوث لېسې په ورزشي ډګر کې ترسره شوې.
نوموړي زياته کړه ددغو سياليو موخه، د ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ يوالی او خلکوته د سولې پيغام رسول دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه فډراسيون په پام کې لري چې د دې لوبې د پرمختګ لپاره په نورو ولايتونو او ولسواليو کې هم ورته سيالۍ ترسره کړي.
د قومونو شورا مشر لعل اغاکاکړ وويل، چې ورزشکاران د سولې سفيران دي او دولت بايد ددوی د هڅولو لپاره د سياليو زمينې برابرې کړي.